شعـــــرونه

اختر ته!/ عبدالباري جهاني

عبدالباري جهاني

اختره مه راځه په وینو مو روژې ماتي کړې
موږ ګناه کار یو په سجده کي مو توبې ماتي کړې

اوس به په کومه ژبه ستا سره قولونه کوو
چي له خالق سره مو سل ځله وعدې ماتي کړې

له دې مالته خدای خبر چي روغ څنګونه به وړې
د انتقام تورو د صبر زولنې ماتي کړې

موږ د اسمان کچکول ته سل ځله لمن ونیول
ړانده نصیب مو د سپرلي په تندر خولې ماتي کړې

د شپې یرغل وو د تیارې لښکرو هر څه وهل
زموږ د شپانه یې په شپېلیو کي نغمې ماتي کړې

موږ اخترونه د باروتو په اور وتورول
داسي مو ډیري مقدسي سلسلې ماتي کړې

سوالونه سل دي، جواب یو، لاره له ټولو ورکه
زاهد مو تښتي له خلوته، رند پیالې ماتي کړې

دلته شهید او غازي دواړه له یوه کوره دي
د سیند په غېږ کي مو د خپله نیکه جالې ماتي کړې

اوس به لښکري د دښمن د چا په زور ماتوو
د پلار په توره مو د خپل تربور اوږې ماتي کړې

جهاني نن خو به تنها د غلیم جنګ ته ورځو
ورور مو شهید کړ په وراره کي مو چړې ماتي کړې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx