افغانستان

تورخم کې د ګڼه ګوڼې پرمهال دوه ماشومان مړه او يو سخت ژوبل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان او پاکستان پر فرضي کرښه تورخم د خلکو ګڼه ګوڼې له کبله دوه ماشومان مړه او يو ټپي شوی دی.

عيني شاهدان وايي، له لوی اختر دوه ورځې وړاندې په تورخم کې د سختې ګڼه ګونې او شديدې ګرمۍ له کبله ۲ انجونې ماشومانې مړې شوي او یو ماشوم ټپي شوی چې وضعيت يې د اندېښنې وړ ښودل کيږي.

يو کس چې غوښتل يې خپله هم د تورخم له لارې هېواد ته راستون شي، د پېښې شاهد دی او د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسيا ته ويلي، له تېرو څو ورځو راهيسې پر تورخم لاره د افغانانو سخته ګڼه ګوڼه ده، چې غواړي د لوی اختر لپاره هېواد ته راستانه شي، خو دغه رش او د خلکو زيات ازدحام د ماشومانو د مرګ او ژوبلې لامل شوی دی.

د نوموړي په وينا، دا لومړۍ پېښه نه ده، له دې وړاندې هم ګڼ شمېر داسې پېښې رامنځته شوي چې آن د مرګ ژوبلې لامل شوي دي، خو تېرو دوه ورځو کې د زياتې ګڼه ګوڼې او سختې ګرمۍ له کبله درې ماشومان د خلکو تر پښو لاندې شوي، په لومړي سر کې د لنډيکوتل ځايي روغتون ته وړل شوي وو چې دوه ماشومانو د ناسم وضعيت له کبله په لاره ساه ورکړې او يو ماشوم سخت ټپي دی‌.

دا پېښه د يکشنبې په ورځ رامنځته شوې ده.

د عيني شاهد په وينا، په تورخم کې له ناروغانو او عامو خلکو ددې لپاره چې تذکره، ويزه او يا مهاجر کارت ونلري زياتې پيسې هم اخيستل کيږي.

د تورخم لاره د کوويد_۱۹ ناروغۍ ناسم وضعيت له کبله د مسافرو پرمخ د تګ راتګ لپاره تړل شوې چې يوازې ترانزيت او جدي ناروغان دواړه خواوو ته پريښودل کيږي.

د دواړو هېوادونو د پريکړې پر اساس له افغانستانه هغه پاکستاني اتباع چې شناختي کارت يا پاسپورت ولري خپل هېواد ته، او له پاکستانه افغاني اتباع چې تذکره، مهاجر کارت او يا ويزه ولري خپل هېواد ته راستنېدلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا څه له وجی سبب یی څه دی؟ دا خلک چی دلته ښکاری دا ټولو مربوط یوه جاهله قوم دی چی د الله په غضب ګرفتاره دی. دنیا وال ژوند کوی او د دوی ماشومان تر پښولاندی وژل کیږی. الله مو نور هم تباه کړه بی غیرتو په کومو سترګو به له قطره پاکستان ته و وران یی سر ټیټو. لږ شرم وکړی د خلکو هیله وه او تاسو رزیلانو څه وکړل حد اقل د اختر په خاطر مو دری ورځی اوربند هم اعلان نکړ ځانو ته مسلمانان هم وایی ####

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x