
کورنیوچارو وزارت پر ارګ د ویشتل شویو توغندیو په تړاو څېړنې کوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کابل پولیس وایي، نن سهار اته بجې شاوخوا د کابل ښار له څلورمې امنیتي حوزې څخه د کابل حکومت پر ولسمشرۍ ماڼۍ توغندي ویشتل شوي، چې دوی یې په اړه څېړنې کوي.
د پولیسو په وینا د درې توغول شویو توغندیو له ډلې لومړی او دوهم یې ولسمشرۍ ماڼۍ، بهرنیو چارو وزارت او د لومړي مرستیال دفتر ته نږدې راپرېوتي او یو بل له چمن حضوري سره لګېدلی.
دغه توغندي په داسې وخت ویشتل شوي، چې په ارګ کې اشرف غني، د هغه مرستیالان او نور لوړپوړي دولتي چارواکي د اختر د لمانځه اداء کولو ته راټول شوي وو.
پولیس وایي، د توغندیو لګېدو له امله کوم ته چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی؛ خو په ځينو برخو کې یې کم مالي تلفات شاته پریښي.
پر ټولنیزو رسنیو باندې خپرو شویو ويډیويي کليپونو کې ښکاري، چې ارګ ته ور څېرمه د توغندیو د لګېدو له امله چارواکي په ځانګړي ډول لومړی مرستیال «امرالله صالح» سخت وېرېږي.
دغه ويډيويي کلیپ پر ټولنیزو رسنیو ډېر لاس پر لاس شوی او د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» یې په غبرګون کې لیکلي، چې دولتي چارواکي پردي زامن جګړې ته هڅوي، خو خپله د یوه توغندي د غږ په اورېدو له داسې بد حالت سره مخ کېږي.
فریب نخورید!
آن چهره های منحوس که اولاد های بیگانه را به کشتارگاه می فرستند تلاش بخاطر دوام جنگ دارند، خودشان تا این حد جرأت و مردانگی دارند.
هغه منحوسې څیرې چې د خلکو زامن مرګ ته استوي او د جګړې د دوام لپاره نغاره ډنګوي، پخپله يې بیا د ډزو په مهال جرأت او میړانه فقط دومره ده. pic.twitter.com/H5sxIt1GA0— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) July 20, 2021
تر دې مه کوم لوري د پېښې مسئولیت نه دی منلی.
د ډېرو پرتوګونه به مردار سوي وي. صالح او د ده غوندي ټول دغسي بزدلان دي، خو په تشو لافو شاپو کي اول لمبر دي.
اشرف غني چه نه ښوری ۔ ده هیڅ د ترړیوو ږغ نه دی اوريدلی۔ دده په غوږو کي ګوشکي د امنیت ملي وي او د لمانځه کولو طريقه او نور راپورونه يي ور کول۔ د بعضو ارګ ناستو څخه خو لار او ګودر ورک وو چه څه وکړی بعضو بیا غوښته چه ژر اودس د دوهم رکعت دپاره تازه کړی ۔ الله پاک دي په خپله خداي سره دا ډله تباه او نابود کړي۔
بسم الله الزحمن الرحيم ط
لومړی د نن ټکې اسيا کارکونکو او بيا ددې درندې ، علمې اوخبرې ويباڼې قلمې همکارانو ته د عيد اضحی مبارکي ويم .
دوهم اشرف رولا غني او فساد بانډ يې په جعل کارې کې دوکتورا لرې ، دا يې هم يوه جعلې صحنه جوړه کړې وه ، او داجې ولې د امرالله صالح پيښې ريږديدلې ، داسې په ګوته کوې ، چې د ډرامې په تمثيل کونکو هم اعتبار نلرې ، ځکه نو پرتوک يې ډک کړ.
جالبه: څو لسیزي هاخوا په اسلام آباد کي دا ډول چاودني وسوې چي په موټرانو کي راکټان بسته سوي وه او د راکټانو ثیریدو وروسته موټرانو هم انفجار وکړ. هغه وخت پاکستان دا پیښي د رباني پر حکومت او شورا نظار باندي تاوان کړي وې. اوس چي د کابل استخبارات د شورا نظار په لاس کي دي هر یو پوهیدلای سي چي دا کار به د چا وي. پاته سول د تحقیقاتو خبره. تحقیقات د دې نه دي روان چي دا کار چا کړی دی. تحقیقات د دې خبري روان دي چي ودریږه خلګ یې په اړه څه وایي؟
د غلام غنی د جعلی مقاومت له مخی زما ارزونه : دا لمړی ځل نه دی بلکه د ع او غ د دوه جمهور ریسانو د سوګند خوړو په مراسمو کی هم زموږ زړور او زمری غلام جمهور ریس مخکی له مخکی خبر وو چه له بهر د هاوان ګولی یا میزاییل نه دی بلکه لوی لود سپیکر کی ثبت شوی اواز وو غبدالله په مراسمو کی چه سل مترۍ کی قرار لری څوک نه اوری مګر د غنی په مراسمو کی اوریدل کیږی او غنی مخکی له مخکی ورته متوجه دی او خپله کورتی وازوی وایی چه زه اماده… نور لوستل »