نظــر

د جنرال رازق په شخصي زندان کې څه تېریدل( د زندانيانو له خولې)

حافظ سعید

د طالبانو له خوا د بولدک دنیولو سره همدلته د شخصي زندانونو د کشف خبرونه هم خپاره شول، له یادوو شوو شخصي زندانونو داسي اسیران را خلاص شول چې کلونه کلونه یې له مرګ او ژوند څخه کورنۍ خبر نه درلود، په دې زندانونو کې د طالب جنګیالیو تر څنګ ولسي هیوادوال هم وو، چې په مختلفو پلمو نیول شوي وو، کلونه کلونه د زندان د تورو تمبو شاته پراته وو او وخت په وخت به د جنرال رازق انډیوالانو دهمدې اسیرانو له جملې ځینې یې شهیدانول او ځینې به یې د ډيرو پیسو په بدل کې خوشي کول.

تېره شنبه ګران ملګري حبیب الله مولوي صاحب،  مسیج راواستاوه، ویل یې ملا جندالله اخند راخوشي شوی دی، پوښتنې ته به یې ورشو، غرمه دولس بجې وې چې دملا جندالله او ملګرو اسیرانو پوښتنې ته یې ورغلو، کوربنو د مېلمنو د ډیرښت له امله په مسجد کې فرشونه غوړلي وو او له مختلفو سیمو څخه خلک د دوی پوښتنې او مبارکۍ ته راتلل.

ملا جندالله چې څلویښت کلن ځوان ښکارېده، د ښایسته اخلاقو خاوند یو مینه ناک انسان و،په لومړي وار لیدلو یې داسي روغبړ راسره وکړ لکه  ډير وخت چې مو انډیوالي سره کړې وې، نوموړی د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ اوسیدونکی یو طالب ډلګۍ مشر دی، درې کاله مخکې د جنرال رازق وسله والو د رېګ په سیمه کې نیولی و او د طالبانو له خوا د بولدک په نیولو سره له همدې زندان څخه راخلاص شو.

له نوموړي سره څلور انډیوالان هم اسیران شوي وو، یو یې موټر چلونکی او بل د ملا محبوب په نامه، همدا دوه ملګری موږ  ونه لیدل، خو دوه نور بندي شوي انډیوالان یې( احسان الله او شفیع الله) مو و لیدل، شفیع الله چې ۲۲ کلن ځوان معلومیده، د جنرال رازق عسکرو دومره سخت وهلی و، چې د معدې او مثانې د زخمونو له امله د فقهې د مشهورې مسئلې( کرعاف الدائم) له مخې معذور ګڼل کیده. د دوی ټولو په مخونو کې د وینې کمښت او د شکنجو او ځور  نښې له ورایه معلومیدې او د مظلومو څېرو په لیدلو یې د کتونکو زړونه کبابېدل!!

ملاجندالله اخند ته مو وویل چې که د زندان حالات په لنډ ډول راسره شریک کړئ، ویل یې بیخې سمه ده: کله چې د جنرال رازق وسله والو ونیولو، دنیولو سره سم یو عسکر زموږ پر ملګري د پیکاضربه ووهله، خدای جل جلاله یې وخت نه و پوره کړی، ملګري ته هیڅ تاوان ونه رسیده، یو بل عسکر زما پر نس ثقیل(پیکا) راونیو، ماشه یې ووهله، خو مومۍ پوچه شوه، دوه – درې واره یې همداسي وکړل، خو  پیکابه ډز نه کاوه، نو  سخت یې ووهلو او بیا یې د بولدک سرحددارۍ ته راوړو.

د جنرال رازق شخصي زندانونه:

د جنرال رازق وروڼو او ملګرو یوازي په بولدک کې څو شخصي محبسونه درلودل، د رازق او اویوب کاکۍ په کورونو کې زندانونه وو، په کنډک کې زندان و، سرحددارۍ کې زندان و او د شپږ ګوتې حاجي احمد شاه زندان بیا بیل و. دلته  یوازي د سرحددارۍ د زندان حالات د زندانیانو له خولې لیکو:

د سرحددارۍ زندان:

د سرحددارۍ په زندان کې دننه یو کانټېنر، درې کوچنۍ کوچنۍ کوټې او یوه لویه خونه او هال وو، چې بندیان به یې سزا کول کانټېنر کې یې اچول او په نورو وختونو کې به په جلاجلا  کوټو او یا یوه لویه خونه کې اوسیدل. زموږ د بند په موده کې سرحددارۍ ته درې مشران یو په بل پسې راغلل، عصمت افغان،بیاعطاء الله او په اخرو دوو کلونو کې سردار خان چې د جنرال رازق او تادین ډير نژدې ملګری و،د همدې ځای مشر  و. همداراز د سرحددارۍ د زندان مشران هم بدل رابدل شول،زلمی، پایند او علاوالدین یو په بل پسې د همدې زندان مشران وو.

موږ چې یې سرحددارۍ ته راوستلو د سرحددارۍ مشر  عصمت افغان په وهلو کې لاسونه رامات کړل، د خپل تن په وینو یې رنګ کړو، بیا یې هر یو په جلا جلا کوټو کې بندیان کړو، کوټې دومره تنګې وې چې سیده پکې څوک پرېوتلای  نشوای، تقریبا دوې میاشتې په همدغو کوټو کې وو، په دې دوې میاشتنۍ موده کې نه د ټپونو د وچیدو لپاره یوه ګولۍ راکول شوې او نه یو ټوکر یا پټۍ چې زخمونه په وچ کړو او یا یې په وتړو، په شواروز کې یې یو ځل مازیګر دباندې رایستلو، پنځه دقیقې وخت یې راکاوه، په همدې تنګ وخت کې به مو قضایې حاجت او اودس کاوه، همدا دوې میاشتې مو هماغه په وینو لړلي کالي هم اغوستي وو، نه یې غسل ته پرې ایښي یو او نه یې هم د جامو مینځلو اجازه راکړې ده. همداراز تر څو میاشتو پورې یې د سر د ویښتانو د کمولو او د بدن د اضافه ویښتانو د لیرې کولو لپاره چاړه او غچې نه راکوله، په دغه ډول بندیز سره یې اسیرانو ته پر اذیت سربیره بل مقصد داوو چې همدا اسیران به یې کله شهیدان کړل،نود زندان وحشت به سخت ځپلي وو، د مخونو بڼې به یې بدلې شوې وې، دسر او نور بدن ویښتان به یې لوی وو، بیا به عسکرو ویل چې د دوی شکلونو ته وګورئ دا نه افغانان او نه هم مسلمانان دي!!د نورو هیوادونو څخه ترهګر او جاسوسان راغلي وو چې په خپله سزا وسیدل.

ملا جندالله وایې دزندان په ټوله موده کې په شپه او ورځ کې دوې وچې ډوډۍ راکول کیدې نور هیڅ هم نه وو او دشپې او ورځې، په ویښه او خوب مو زولنې له پښو نه دې خلاصې شوې. په تېر کوچني اختر کې مو د یو عسکر څخه مبایل واخیست او له کورنۍ سره مو رابطه وکړه، خو کله چې سردارخان خبر شو، نهه ویشت ورځې یې په کانټېنر کې بند کړو، عسکرو ته یې وویل په درو ورځو کې نیمه ډوډۍ ورکوئ او یو ځل یې تشناب ته راباسئ!

 ځان ته مو په خپلو لاسونو قبرونه وکیندل

عسکرو به وخت ناوخت راته ویل چې تاسي نیکمرغه یاست دلته هیڅ کس هم دومره وخت نه دی تېر کړی، رښتیا هم زموږ د بند په موده کې یې ډير کسان دلته راوستل، خو څه وخت وروسته به يې شهیدان کړل، په موږ یې هم زموږ لپاره دوه څاهان\ کویان وکیندل، یو درې متره او بل اووه متره، خو چې تقدیر کې مو دې دنیا کې لا د ژوند څو ورځې پاته وې، نو قبرونه مو ځان ته وکښل، خو ژوندي ځنې راووتللو.

د جمهوریت د قوماندانانو اخلاق

د پایند په نامه یو عسکر ویل یوه ورځ مو د بولدک په مربوطاتو کې چاپه ووهله، ډیر ملکي خلک مو راوستل،یو سړي اقرار نه کاوه، سردار خان راته وویل ونیسه لواطت ورسره وکړه، ورته ومې ویل سردار صاحب داټول خلک وژلای شم،فقط امر راته وکړه، خو دا(بل کار) مې وجدان نه مني، پایند ویل سردار خان ته چې به عسکرو هر څوک راوست، که به سپین ږیری و او یا ځوان، سردار به ورته ویل ووایه، څو واره دې …. ورکړې ده، کوم کس چې به په دې باره کې څه نه ویل سخت به یې واهه، ورته ویل به یې چې زما خبره دې را ځواب کړې نه وي، نه دې پریږدم، بالاخره به یې سړی دې ته مجبوره کړ چې یو څه ووایې!!

ملا جندالله ویل :عسکرو چې به کوم کسان وهل زموږ د کوټو پر کړکۍ به یې پرده کش کړه، څوک مو لیدلی نشوای، خو نارې، چیغې او خبرې مو اورېدې.

د ابو دجانه د ضامن عسکر قریبان

کوم عسکر چې د رازق د قاتل ابودجانه ضمانت کړی و، د نوموړي عسکر اکا او دوه  میري زي ورېرونه( حاجي نور احمد، خالد او شاه فیصل) یې زندان ته راوستل، د سرحد دارۍ مشر عصمت پخپله دې کسانو ته یو داړونکی لېوه ذاتی سپوري ور خوشي کړ، دې کسانو به نارې وهلې چې دخدای روی ته وګوره، دا سپی راڅخه وګرځوه، عصمت چې به د دوی فریاد واوریده سپی به یې پر ملا وټپاوه، ورته ویل به یې ونیسه لېونیه! سپی به بیا ور ایله شو، همدا کسان یې اول په سپي زخمي زخمي کړل او له څو ورځو سختو شکنجو وروسته یې درې واړه شهیدان کړل.

له عامو لارویانو او تجارانو سره

یو ورځ یې درې تنه سپین ږیري تجاران راوستل، سخت یې ووهل، دوی د عصمت د ملګري او یو بل سړي تر منځ په کاروبار کې دهغه بل تن ضمانت کړی و او هغه کس تر ټاکلې نیټې یوه ورځ پیسې ځنډولې وې. بله ورځ یې بیا  درې تنه کابلیان چې عسکرو ډيرې پیسې ورسره لیدلې وې، زندان ته راوستل، همدا کسان ویش او بولدک ته د کمپیوټرانو او مبایلانو د اخیستلو لپاره راغلي وو، د سرحددارۍ مشر عصمت ورته وویل شپږ لکه  به راکوئ، په همدې کسانو یوه ورته وویل چې زه محکمې ته ځم،  شکایت کوم،عصمت چې دا خبره واوریده، تر ویښتانو یې ونیو سر یې د سمیټي دیوال سره ور وجنګاوه او ورته ویې ویل له اشرف غني تر عبدالله د ټولو په ښځه کې …….  محکمه چېرې وه!! همدا کابلیان یې دشپې تر ډیره و وهل، دوی ویل عصمت به  شراب وڅښل او بیا به یې وهل راباندې شروع کړل، سهار یې عصمت ته شپږ لکه ورکړې او خوشي یې کړل.

د عصمت ورور جانان یو نفر د تحقیق پر مهال  سخت شکنجه کړ، وروسته یې توپنګچه پرې راوایستله او پر پښه یې وویشت،همداسي بې درملنې یې په کانټېنر کې وغورځاوه او وروسته یې شهید کړ.

سردار خان پر  خپل ورور د ماین چاودنې په تور درې تنه ملکي وګړي راوستل، څو ورځې یې شکنجه کړل او بیا یې درې سره شهیدان کړل. بله ورځ یې بیا د هډې غره د بېدک د کلي څخه دیرش نفره ولسي وګړي راوستل مختلفې شکنجې یې ورکړې او بیا یې د کندهار مرکزي محبس ته ولیږل.

د وحشت انتهاء

د سردار خان ورور  دمحمد نبي په نامه د یو ملکي سړي خایې( خصیتین) په ډیر زور سره ورپټاوه کړې او دخالقدار په نامه له یو بل کس څخه یې خایې وکښلې، خالقداد د کرېټ په تخته د خپلې کوټې دېوال سوری کړ او دولسمه ورځ له زندان څخه په تیښته بریالی شو.

یو تن یې د حافظ مولوي حسن په نوم زندان ته راوست، یوه پښه یې قطعه شوې وه،عصمت سخت وواهه، بیا یې سپی ور خوشي کړ، سپي نور  هم پسې ټپي ټپي کړ، اخر یې په همدې حالت کې چې د ژمي یخه شپه وه، دباندې په سړه هوا کې تر یوې بجې پورې په یوه پښه راوځړاوه،بیا یې دننه زندان ته راوست،  وروسته یې حافظ حسن  زموږ څخه جلا کړ، کله چې مو د نوموړي په اړه له یو عسکر څخه پوښتنه وکړه، ویل یې چې هغه یې د ډیرو پیسو په بدل کې خوشي کړ.

د پهلوان په نامه یو کس یې راوست، سخت یې وواهه، عسکر یې په نس کې ور وغورځېدل، تر ډيرې شکنجې وروسته یې کانټېنر کې واچاوه،د شپې یې له دردو نارې وهلې، سهار ته شهید شوی و، له کانټېنر څخه یې بهر وایست، یوه روځ یې همدلته لمر ته غورځولی و، بیا عسکرو په موټر کې واچاوه په یوه دښته کې یې غورځولی و.

دعسکرو له قوله، شپږ ګوتې حاجي احمد شاه یو سړی داسي سخت وواهه، چې ټول بدن یې زخمي زخمي شو، بیا یې په چریکې بستره کې واچاوه، زنځېر یې پسې بند کړ،لمر ته یې وغورځاوه، دوه ویشت ورځې یې همدا سزا ورکړه، چې همدا سزا یې ختمه شوه، د بندي د ټپونو غوښې ورستې شوې وې او دماغ یې خراب شوی و.

یو بل عسکر ویل دادو داسي نامي دی یوه شپه یې یو بندي داسي سخت وواهه،چې سهار ورغلو مړ شوی و،سهار چې د سرحددارۍ مشر سردار خان خبر شو دادو ته یې پنځه سوه  انعام ورکړ!!

د پای محمد تحقیق پوره یو کال شروع و او هره شپه به یې واهه، عسکرو راته ویل بیخي سخت سړی و، هر څومره چې مو واهه اقرار یې نه کاوه، پای محمد بیا خوشي شو.

دعسکرو فریاد:

زموږ زندان ته به یې کله ناکله ځینې عسکر هم د بندیانو په توګه راوستل، یو عسکر چې د سردار خان له اجازې پرته خپل کور ته تللی و، چې راغلی زموږ سره یې بندي کړ، عسکر به ډيرې ژړاوې او فریادونه کول ، ویل به یې یا خدایه چې دې ځای ته دې راوستلم، تر دې مخکې به دې په یو ماین کې الوزولی وم،سردار خان د پاچاه په نامه یو عسکر  تر شکنجو وروسته وویشت، خو موږ پرې پوه نشو چې څه یې کړي وو.

د عسکرو کفریات

د دادو په نامه یو عسکر د یو زنداني ږیره یې ور خریله، زنداني په ډير مظلومانه اواز ورته  وویل: وروره مکوه، ږیره مه راخریه،دادو ورته ویل، ماته په ورور مه وایه، زه کافر یم. زموږ والدین د ملاقات لپاره راغلي وو، درې  شپې یې انتظار کړي وو، وروسته چې یې راوستل، لیرې لیرې یې سره ودرولو، ستړي مشې مو لا یو تربله سره ونه کړو، بیرته یې زموږ والدینو ته وویل ځئ ولاړ شئ،همدا مو ملاقات شو، په دې وخت کې د یو بندي ملګري سپین سرې مور  ګوره چې په دې حالت به څومره زیاته ځوریدلې وه، عسکرو ته وویل تر تاسي خو هغه کافران( امریکایان) لا ښه دي، په دې وخت کې عسکرو په خورا ویاړ سره ورغبرګه کړه، کافران تر موږ ښه دي، هغوی قانون مني او شریعت نه مني، خو موږ نه قانون منو او نه شریعت منو.

مبشرات( زیري) او اطمنان

ملا جندالله او ملګرو یې ویل په زندان کې مو څو واره  الله تعالی، نبي علیه السلام او موسی علیه السلام په خوب  ولیدل. همداراز دمجاهدینو فتحې او د خلاصون خوبونه مو بار بار لیدل، ملا جندالله وایې یوه شپه یې خوب لیدی چې طالبانو بولدک او همدا ځای چې موږ پکې بندیان وو هم نیولی وي.

په بخاري او مسلم شریف کې د أبي سعید او أبي هریره رضی الله عنهما څخه روایت را نقل شوی، چې ترجمه یې ده: «د مؤمن بنده خوب د نبوت د ۴۶ برخو څخه یوه حصه ده».

:«قالَ النَّبِىّ صلى الله عليه وسلم‏:‏ ‏(‏رُؤْيَا الْمُؤْمِنِ جُزْءٌ مِنْ سِتَّةٍ وَأَرْبَعِينَ جُزْءًا مِنَ النُّبُوَّةِ‏)‏‏.‏

همداراز په یو بل حدیث کې  حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایې:  له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واوریدل چې ویل یې:« کوم څوک چې ما په خوب کې وویني، لکه په ویښه یې چې لیدلی یم، بې شکه شیطان زما تمثیل نشي کولای»

قال ابوهریرة ض سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول:(( من رآني في المنام فکأنما رآني في الیقظه، فان الشیطان لا یتمثل بي))

د جندالله ملګري احسان الله ویل په دې اخرو وختونو کې د خلاصون څخه لږ مایوسه غوندي شولو،په خوب کې مې الله تعالی ولیدی راته ویل ستاسي دعاوې قبلومه.

ملا جندالله ویل دفتوحاتو د خوبونو په لړ کې مې یوه شپه یوه ډله خلک ولیدل، تورې لنګوټې یې تړلې وې، ډیر لوړ قدونه یې وو،راته وویل شول چې دا د ټول افغانستان تشکیل دی، ما دې کسانو ته و ویل چې تاسي څومره لوی لوی خلک یاست، دوی راته ویل چې ستاسي قوم بیا ډیر ښایسته دی.

جندالله وایې یوه بله شپه مې خوب لیده نبي علیه السلام ته ډير غوسه ورغلې وي، راته وایې ستاسي سفیر ته ووایه چې ژر راشه.

ملاجندالله اخند ویل خوب وینم د روژې مازیګر دی، اودس مې وکړ او و مې ویل السلام علیکم یارسول الله، د سلام ځواب راکړل شو، داسمان له طرفه یو کس راکښته شو، په غیږ کې مې ونیو، لاسونه مې ورمچ کړل،پر چوکۍ کښېناست،ټلیفون یې وکړ،  وروسته یو شخص راښکاره شو، ویل یې همدا نبي علیه السلام دی، د مبارک علیه السلام سره مو مجلس وکړ، تر مجلس وروسته نبي علیه السلام  وویل زه ځم ناخوني ته( د پنجوایې ولسوالۍ یو کلی دی) هلته مې مجاهدین راټول کړي دي څه خبرې ورته کوم.

جندالله او انډیوالانو یې( احسان الله او شفیع الله) ویل خوبونه مو بیخې ډير لیدلي دي، دا دوه خوبونه به خاص دمجاهدینو لپاره درته ووایو:« جندالله وایې یوه شپه خوب  وینم  د نبي علیه السلام یوه چاړه په لاس کې وي او  یو کس  یې تر ږیره نیولی وي لکه سزا چې ورکوي، پوښتنه مې وکړه چې دا ولې؟صحابه کرامو راته وویل چې اطاعت نه کوي. احسان الله ویل ما هم یو شپه خوب لیده، مجاهدین لاندې ولاړ وو، چې نبي علیه السلام  پر چت لوړ راپورته شو، ویل یې بغض مه کوئ سخته ګناه لري!! یو بل  خوب کې بیاد الله تعالی په حضور کې د استغفار ویلو او ذکر کولو تلقین راکول کیده.

مجاهدین وروڼه باید دخپلو امیرانو اطاعت وکړي، له بغض څخه ځانونه وساتي او د نورو نیکو اعمالو تر څنګ د استغفار ویل او ذکر کول په هیڅ صورت هم باید هېر نه کړي، ځکه همدا په دنیا او اخرت کې د نجات او کامیابۍ لوی لاملونه دي.

د ژوندانه څو ورځې مو لا پاته وې

په اخرې ورځ چې مجاهدینو په ویش او بولدک کې ځینې ځایونه نیولي وو، خو سرحدداري لا نه وه نیول شوې، یو عسکر راغلی، ول را ووځئ وخت او وعده مو پوره شوه، کنډک چهار ته یې بوتللو، د یو څاه\ کوهي خولې ته یې ودرولو شهیدانولو یې،یو بل عسکر راغلی همدغو عسکرو ته یې یوه پټه خبره وکړه، وروسته یې د یو بل څاه خولې ته  نژدې ودرولو،خو  الله تعالی مو وخت او وعده نه وه پوره کړې، په همدې وخت کې جنګ زور واخیست، د ډزو اوازونه ډير رانژدې شول، د همدې ځای دوه ټاوران وویشتل شو، د نورو ټاورونو څخه  عسکر را کښته شول، منډې یې کړې په څو موټرو کې سپاره شول، ووتل، په دې وخت  کې یو عسکر راته وویل ځئ تاسي هم ولاړ شئ، زولنې مو ماتې کړې دباندې راووتللو.

د مجلس پای

دمجلس په پای کې ملا جندالله اخند یو وار ماته وکتل بیا حبیب الله مولوي صاحب ته او په ډاډمن انداز یې وویل زندان مو ایمان لا قوي کړ، نور مو هم پر خپله مبارزه باور زیات شو، د جهاد لار به په هیڅ صورت نه پریږدو او دخپلو امیرانو اطاعت ته به دوام ورکوو.

له ازاره چاه بازار موندلی نه دی

د بولدک دنیولو څخه دوې ورځې ورسته د کندهار له طرفه عسکرو د بولدک د بیا نیولو په هدف عملیات پیل کړل،خو د دوی د اټکل برعکس د طالبانو له خورا قوي غبرګون سره مخامخ شول،دلسګونو کمانډویې عسکرو سره یو ځای د سرحددارۍ مشر سردار خان او دکمانډویې عسکرو قوماندان صدیق کرزی هم ووژل شول، په دې جګړه کې طالبانو ته زیات وسایل او وسایط هم په لاس ورغلل.

په ستړو اسوېلو به یې ځوانې لمبه لمبه شي

خندا به یې سلګۍ شي په ازار د لېونو

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

ظلمونه یی کول لکه تاسو غوندی
منم یی سخت ظالم انسان وو
خو تاسو بیخی درواغ پدی لیکنه کی کتارکری دی مهارت ولی د درواغو مالګه درخخه دیره شوی ده

طوطی

په مقایسه د طالبانو بیا یی هم کور آباد. طالبانو خو بندی اصلآ نساتی راسآ یی وژنی. د طالب ویډیو ګانی مو ډیری لیدلی چی اسیرانو باندی څه کوی، ډلیزه وژنه. الله د هر انسان له دغو جاهلو څخه حفظ لری. ### پر رازق هم شی او په طالب هم.

مجاهد

د څټو کنډو ځدران کچه امستردام هالیند کی هستوګنه لری ،( د هالیند هیواد چه هر ِغیر انسانی اعمال په کی قانونی او علنی ترسره کیږی په اړه یی ډیر څه نلیکم ) مګر ځدران صاحب له امستردام څخه کله د په یو او کله په بله نوم ظاهریږی او د یو څه کمیشن کاری د پاره افغانستان کی د اوسنی اشغال او سکورلریزم د تداوم او اسلامی نظام د مخنیوی د پاره کله د( پشتین ) ، کله د طوطی او اوس یی ( د قیامت دی ) تر نومو لاندی ګډی وډی لیکی تاسی باید متوجه شی چه… نور لوستل »

مدثر

سیاسی

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x