افغانستان

د لوی اختر په لومړۍ ورځ دولتي الوتکو په کندهار کې ۳ ماشومان «شهیدان» کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): په داسې حال کې چې په ټول هېواد او اسلامي نړۍ کې مسلمانان د لوی اختر خوښۍ نمانځي دولتي الوتکو نن د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې پر ولسي خلکو درنه بمباري کړې، چې له امله یې ۳ تنه ماشومان شهیدان شوي دي.

د سیمې خلک وايي، دولتي الوتکو نن سه شنبه(۲۹ چنګاښ) د لوی اختر په لومړۍ ورځ د ډنډ ولسوالۍ «قاسم پله» سیمه کې د عامو خلکو کورونه تر هوايي بریدونو لاندې راوستلي دي.

په دغو هوايي بریدونو کې ۳ ماشومان په داسې حال کې په «شهادت» رسېدلي چې د اختر جامې یې پر تن وې او د خوښۍ نمانځلو په پار له کورونو دباندې راوتلي وو.

د سیمې خلک وايي، د ځاني تلفاتو ترڅنګ خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم اووښتي او د خلکو خوښي یې په غم بدله کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د کندهار د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ د لوی اختر په مناسبت د ۸ ورځني اوربند هوکړه لیک چمتو شوی ؤ، چې د طالبانو والي حاجي محمدیوسف وفا ورباندې هوکړه کړې وه؛ خو د کندهار والي روح الله خانزاده په وروستیو شېبو له دغه اوربند څخه په شا شو او نن یې کندهار ښار ته څېرمه په ډنډ ولسوالۍ کې ولسي خلکو باندې بمونه هم واورول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

تاسی دی هم الله پاک خوار کری هغوی هم. تاسو دخلګو د کورو خخه مرچلی جوروی هغوی بیا بمباری کوی
طالب خدای پاک ته به سه وایاست ؟ خیر اخرت شکر سته چی حساب درسره وشی. حکومت خو هسی غرق دی.

Haroon

Nunn.asia news da statu pa news ki mi yawa wraz na waledal chi Talib mar sawee wi hara wraz begunah begunah khalq mra keze . Da mo sa drama jora karee da . Da bombard par talib keze na par begunah khalgo. Da talib marre wali na yadawee?

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x