افغانستان

کابلوف: طالبان سياسي روغې جوړې ته چمتو دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوټين ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي، طالبان د سياسي روغې جوړې لپاره چمتو دي.

روسي رسنيو د کابلوف له خولې ليکلي، چې د طالبانو مشرتابه دې پایلې ته رسېدلی، چې د افغانستان اوږدمهالی بحران یوازې د سياسي خبرو اترو له لارې پای ته رسېدلی شي.

دغه روسي ډيپلوماټ په مسکو کې «د امريکايي پوځيانو له وتلو وروسته د افغانستان وضعيت» په نوم کنفرانس ته د وينا پر مهال وويل، د طالبانو له کړنو او رسمي څرګندونو ښکاري، چې طالبان هم د روانې شخړې پر پوځي حل باور نه لري او غواړي، چې له نورو افغان ډلو سره په شريکه د روانې کشالې لپاره سياسي حل راوباسي.

کابلوف اندېښنه ښکاره کړې، که د افغانستان قضیه له سياسي لارې حل و فصل نه شي، نو ښايي په دغه هېواد کې شخړې او تاوتريخوالی نور هم زور واخلي.

روسيه د افغانستان قضيه له نږدې څاري او په تېرو څو کلونو کې يې څو ځله د طالبانو او نورو افغان ډلو تر منځ د مخامخ خبرو کوربه‌توب هم کړی دی.

روسيه په دې هم فکر کوي، چې په افغانستان کې د ناکارارۍ او شخړو له امله به د مرکزي اسيا پر هېوادونو څه اغېز وشي؟

د امريکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون له مخې د ټولو بهرنيو پوځيانو د وتلو لړۍ تر ډېره بشپړه شوې او ټاکل شوې، چې د راتلونکي اګسټ تر وروستۍ نېټه ټول بهرنيان له افغانستانه ووځي.

د بهرنيو پوځيانو د وتلو پر مهال طالبانو په شمال، مرکزي ولايتونو او جنوب کې نږدې دوه سوه ولسوالۍ او سلګونه ستر او کوچني پوځي مرکزونه نيولي او زرګونه پوځيان ورته له جګړې پرته تسليم شوي دي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر استازو په شمال او جنوب غرب ولایتونو کې د خپلو جنګياليو د پرمختګونو پر مهال روسيې، ازبکستان، ترکمنستان او ایران ته سفرونه کړي او د يادو هېوادونو له چارواکو سره يې د دوه اړخيزو اړيکو سربېره د افغانستان روان امنيتي وضعيت په اړه خبرې کړي او هغوی ته يې په دې اړه ډاډ ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ویل کیږی چی کابل اوف طالب شوی او اوس د طالبانو د ویاند په توګه کار کوی آیا دا ریښتیا ده؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x