نړۍ

خیبر ایجنسی: په چاودنه کې څلور تنه وسلوال وژل شوي دي

نن ټکی آسیا: د خیبر ایجنسې په شمال لویدیځ سیمه کې تیره شپه په یوه چاودنه کې څلور تنه وسلوال وژل شوي دي.

د خیبر ایجنسی څخه چارواکو خبر ورکړی چي تیره شپه څلور تنه وسلوال چي پر موټر سایکل سپاره وه، په سیمه کې د تیرېدو په وخت کې پر یو ښخ کړه شوي ماین ختلي، چي له کبله يې څلور تنه وسلوال ځای پر ځای وژل شوي دي.

د هغوی په وینا په کومه سیمه کې چاودنه شوې، په هغه سیمه کې د لشکر اسلام یو وسلوال ګروپ فعالیت کوي، چي مشري يې منګل باغ په نامه یو کس کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x