افغانستان

طالبانو د لوی اختر په مناسبت ۸۰ عسکر آزاد کړي او نور هم آزادوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): داځل که څه هم د لوی اختر په مناسبت اوربند نه دی اعلان شوی؛ خو طالبانو په نا اعلان شوي ډول د اختر په ورځو کې اوربند پلی کړی او د تیر په څېر یې له خپلو زندانونو څخه د دولتي عسکرو د آزادولو لړۍ جاري ساتلې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تیره شپه ناوخته په یو ټویټ کې ویلي، چې د طالبانو د مشرتابه شیخ هبة الله اخندزاده د حکم او د بندیانو د چارو کمیسیون په هلو ځلو یې د لوی اختر په لومړۍ ورځ په هلمند، فراه، غور، سرپل، لغمان، تخار، سمنګان او پروان ولایتونو د کابل حکومت ۸۰ تنه عسکر آزاد کړي دي.

نوموړي دغه راز څرګنده کړې چې د بندیانو د آزادولو دغه لړۍ به د اختر په ورځو کې روانه وي.

په ورته مهال د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د امریکا غږ انګلش څانګې ته ویلي، که څه هم د نورو کلونو په څېر سږکال د اختر په ورځو کې د اوربند اعلان نه دی شوی؛ خو هغه عملي دی.

طالبان د لوی اختر په مناسبت د کابل حکومت د عسکرو آزادولو او اوربند لړۍ په داسې مهال جاري ساتي چې د کابل حکومت مشر اشرف غني پرون په ارګ کې د اختر لمانځه نه وروسته خبرو کې د طالبانو د پنځو زرو(۵۰۰۰) بندیانو آزادول یوه «تېروتنه» وبلله او یوځل بیا یې د طالبانو پرضد د جګړې په دوام ټینګار وکړ.

نوموړي دغه راز خبرداری ورکړ، چې د طالبانو پرضد د جګړې لپاره یې نوې طرحه جوړه کړې او په خبره یې ددغې طرحې په مټ به وکولای شي چې د جګړې لوری بدل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د تیرې پنجشنبې له ورځې څخه د لوی اختر په مناسبت اوربند پلی شو او خلکو په آرامۍ سره د اختر خوښۍ ونمانځلې.

په کندهار ولایت کې هم د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د ورته اوربند هڅې وشوې چې تر ډیره بریده یې مراحل طی او د طالبانو د والي حاجي محمدیوسف وفاء لخوا تایید هم شو؛ خو د کابل حکومت والي روح الله خانزاده په وروستیو ساعتونو دغه اوربند رد کړ او د اختر په لومړۍ ورځ یې د کندهار ښار ته څېرمه په ډنډ ولسوالۍ کې په ملکي خلکو بمباري وکړه، چې له امله یې ۳ ماشومان «شهیدان» شول.

د کندهار د والي دغه عمل د کندهاریانو لخوا په پراخه کچه وغندل شو او دا کار یې له ولس سره ستره جفا وبلله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x