افغانستان

ننګرهار کې بمي چاودنې ۶ قومي مشران وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د بمي چاودنې پایله کې د ۶ قومي مشرانو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

سیمه ییز چارواکي دا پېښه په یو موټر کې د ځای پرځای شوي ماین چاودنې له امله بولي.

د خوګیاڼو ولسوال ایوب بهار وايي، په دغه چاودنه د شپږو قومي مشرانو د وژلو ترڅنګ یو بل ټپي شوی هم دی.

نوموړي په دې هکله نور جزیات نه دي ورکړي؛ خو زیاتوي د پېښې په اړه پلټنې جریان لري، چې معلومات به یې پروخت له رسنیو سره شریک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا بیا سل په سلو کی د طالبانو کار دی. خلاصه تر څو چی اوربند، روغه او جوړه نوی شوی همدا لړی به همداسی روانه وی هر ورځ د افغانانو وژنه ګټه یی چاته رسی؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x