
د کابل حکومت لوی درستیز هندوستان ته سفر کوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت لوی درستیز جنرال ولي احمدزی د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه د خبرو لپاره هندوستان ته سفر کوي.
دا سفر چې ټاکل شوې ده راتلونکې سه شنبه ترسره شي، په ترڅ کې به یې جنرال احمدزی له هندي چارواکو سره پر دوه اړخیزو موضوعاتو ترڅنګ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نه وروسته رامنځته شوي حالت او بریدونو زیاتوالي باندې هم خبرې ترسره کړي.
هندي ټلویزیوني شبکې«NDTV» راپور ورکړی چې جنرال احمدزی به له خپل هندي سیال جنرال «منوج مکند نروني» او د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار «اجیت دووال» سره هم وګوري.
هندوستان چې په تیرو شلو کلونو کې د کابل حکومت له قوي ملاتړو هېوادونو څخه ؤ، د جګړې په ډګر کې د کابل حکومت له پرلپسې ماتو او طالبانو ته د پراخو سیمو او ولسوالیو له بایللو وروسته اوس داسې ښکاري چې د کابل حکومت د ملاتړ پرځای طالبانو سره د خبرو اترو او تفاهم تګلاره غوره ګڼي.
څو اونۍ وړاندې هم هندي ورځپاڼې«دې هندو» داسې راپور ورکړی ؤ، چې هندي چارواکو د خپلو چینلونو له لارې طالب مشرانو پټې اړیکې نیولي او غواړي د افغانستان د راتلونکي سیاسي ځواک په توګه طالبانو سره د امنیت او نورو مسائلو په هکله مذاکرات ترسره کړي.
د څارونکو په اند هندوستان شاید د کابل حکومت «شړېدلې» ادارې سره لا زیاتو مرستو ته زړه ښه نه کړي په داسې حال کې چې طالبانو د هېواد له ۸۰ سلنه څخه زیاته خاوره باندې خپله ولکه ټینګه کړې او د پخوا په پرتله زیات شوي دي.
ښه خبره ده څه پروا لری طالبان هم کله کله روسی ته منډی وهی او کله هم ایران ته. پاکتسان خو یی هسی دویم کور دی.