ادبي لیکني

د عسکر یادښتونه – ۱

طارق بدر

له پوستې مې لرې د مخامخ خړ کور په پورته کېدونکي لوګي کې سترګې ګنډلې، نن پنجنشبه ده، کلي کې به زه ټیک په همدې وخت له ښاره را رسېدم، دا مازیګری به څومره خوندور و، خو دلته کراره کراري ده، په دې خړه دښته کې زمو دا یوازینۍ پوسته ده، چې ملي بېرغ پرې لږ رنګارنګي جوړه کړې ده.

دلته مې پوره میاشت ووته، میاشت داسې تېره شوه، لکه پوره کال؛ نه ټلیفون سم کار کوي، نه بل ساتېری شته، دا ټوله پوسته، دا ټوله دښته بلکې دا ټوله لار چې زموږ پوسته پرې پرته ده، پر موږ اوو نفرو ساتي، قومندان مو تشکیل د یوویشت نفرو ورکړی، پوره درې چنده، پیسې، اعاشه او بلا بتر به يې خدایزده چېرته ځي.

پرون نجیب را په غوږ شو، نجیب زموږ د پوستې مالګه ده، نه نو پوسته کې مالګه څه شی کوي، نجیب زموږ د پوستې تلی دی تلی، تلی موږ د چرسو ټوټې ته وايو، دلته زموږ تر ټولو وفاداره، مورال را کوونکې، بېغمه کوونکې ملګرې همدا تکه توره بدبویه ټوټه ده!

نجیب راته ویل، داسې په جګرخونۍ وخت نه تېرېږي، زه باید د نورو ملګرو په څېر ټلیفوني اړیکې ولرم، چې شپه او ورځ مې له پردیو نجونو سره خیال پلوونو کې تېره شي؛ خو زما زړه يې نه مني، زه چې راتلم، کوژدنې ته مې ویل چې زه به له تاسره بې وفايي نه کوم او تر خپله وسه به پر هغه زلمي ټک ونه کړم، چې ستا په څېر ناوې ترې پاتې کېږي؛ خو دواړو ژمنو کې همدا یوه میاشت کې پاتې راغلی یم!

په ټول کور کې یوازې هغه پر ما خبره ده، چې زه د غزني د اندړو په دې سپېره دښته کې عسکري کوم، نور ټول کور فکر کوي، چې زه کابل کې د خښتو بټۍ کې دومره مصروف یم چې د دوی ټلیفون ته هم وخت نه لرم.

رښتیا د ژمنو د ماتېدو خبره مې کوله، تېره یکشنبه، همدا مازیګری و، دغسې د مخامخ کور له خړ دېوالونو لوګی پورته کېده، لکه چې د ماښامي ډوډۍ ته يې تنور ګرم کړی و، له همدې خړ دېوال سره یو ځوان موټرسایکل ودراوه؛ د عظیم پیره وه، نښه يې پرې برابره کړه، ځوان يې له موټرسایکل سره څرېښ کړ، په همدې يې بسنه ونه کړه، ټولو منډه ور واخیسته، زه خو ځکه ورغلم چې لومړی ځل مې یو طالب ځوان له نږدې لیدل غوښتل، خو د دوی نیت ډېر خراب و، زما تر عسکر اوه اته کاله مخکې زموږ خواته کږه کې یو وخت امریکايانو چاپه ووهله، هلته يې یو کلیوال په ټانګ پسې وتاړه د کلي ټولې کوڅې يې د هغه په جسد را جارو کړې، موږ به سره ویل چې کفار دي، ګیله ترې پکار نه ده؛ اوس عظیم، نجیب، سالوک، کروګی، منګل او دلدار ټول په یوه خوله و، چې طالب په رینجر پسې تر پوستې کشوو، زما زاریو ځای نه نیو، خو غوږونو کې مې د هغې پېغلې چیغې لا هم تاوېږي، چې ټېکری يې تر شا پسې څکېده، په ښایسته مخ يې په اوښکو کې ويښتان څرښېدل او تر پوستې يې لوڅې پښې د خپل مېړه په جسد پسې منډې راوهلې!
اوف، ایسته يې کړئ، دا ترخې په یادولو نه ارزي، خبره مې د بلې ژمنې د ماتېدو کوله، تېره شپه کروګی نجیب راته پوی کړی و، زما له موبایله يې پردي نمبر ته زنګ کړی و…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx