ورزش

انګلستان پاکستان ته په شل اوريزو لوبلړۍ کې هم ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د پاکستان او انګلستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د درې شل اوريزو لوبلړۍ هم کوربه انګلستان لوبډلې په ۲-۱ وګټله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په دريمه شل اوريزو لوبه کې پاکستان انګلستان ته د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه، ددوی له لوري له محمد رضوان پرته ټول لوبغاړي ناکام شول، نوموړي په ۵۷ توپونو ۷۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د انګلستان سوکه توپ اچونکي عادل رشيد د پاکستان ۴ د منځنۍ برخې «مډل آرډر» توپ وهونکي وسوځول، خو جيسن روی په توپ وهنه کې غوره کارکردګي ښکاره کړه.

په دې سره انګلستان د پاکستان ټاکلی هدف په وروستي اور کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو بشپړ کړ.

د انګلستان او پاکستان ترمنځ د درې شل اوريزو لوبلړۍ کې انګلستان په ۲-۱ او په يو ورځنيو کې په ۳-۰ بريا خپله کړه، چې د پاکستان دا سفر بې ګټې پای ته ورسېد.

له دې وروسته په سپتمبر مياشت کې ټاکلې شوې چې د پاکستان په کوربه توب يو وار بيا انګلستان يادې لوبډلې سره دوه شل اوريزې لوبې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x