افغانستان

طالبانو د لوی اختر په دوه ورځو کې ۲۲۵ دولتي عسکر خوشې کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): طالبانو د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د بندیانو آزادولو په سلسله کې د تیرو دوه ورځو په جریان کې ۲۲۵ دولتي عسکر له خپلو محبسونو څخه خوشې کړي دي.

د طالبانو د رسمي معلوماتو له مخې پرون سه شنبه(۲۹ چنګاښ) د لوی ا ختر په لومړۍ ورځ ۸۰ تنه دولتي عسکر او نن چهارشنبه(۳۰ چنګاښ) د لوی اختر په دوهمه ورځ ۱۴۵ تنه دولتي عسکر د طالب مشر شیخ هبة الله اخندزاده د حکم مطابق او د بندیانو د چارو کمیسیون په هڅو په دیارلسو ولایاتو: هلمند، فراه، غور، سرپل، لغمان، تخار، سمنګان، پروان، فاریاب، بادغیس، کاپیسا، جوزجان او میدان وردګو کې خوشې کړي او له نقدي مرستو سره یوځای د هغوی کورنیو ته استولي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د لوی اختر په ورځو کې به د دولتي عسکرو د خلاصون لړۍ همداسې جاري وي.

طالبان د لوی اختر په مناسبت د کابل حکومت د عسکرو آزادولو او اوربند لړۍ په داسې مهال جاري ساتي چې د کابل حکومت مشر اشرف غني پرون په ارګ کې د اختر لمانځه نه وروسته خبرو کې د طالبانو د پنځو زرو(۵۰۰۰) بندیانو آزادول یوه «تېروتنه» وبلله او یوځل بیا یې د طالبانو پرضد د جګړې په دوام ټینګار وکړ.

نوموړي دغه راز خبرداری ورکړ، چې د طالبانو پرضد د جګړې لپاره یې نوې طرحه جوړه کړې او په خبره یې ددغې طرحې په مټ به وکولای شي چې د جګړې لوری بدل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x