افغانستان

نااعلان شوی اوربند؛ د اختر په ورځو کې کومه ستره امنيتي پېښه نه ده شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د لوی اختر د درېيمې ورځې تر سهاره هم د ټول افغانستان په کچه کومه ستره امنيتي پېښه نه ده شوې، طالبانو ويلي و، چې دوی خپلو جنګيالیو ته د نااعلان شوي اوربند امر کړی، تر څو ټول افغانان د اختر خوښي په ډاډه زړه ونمانځي.

د اختر په لومړۍ ورځ د اختر د لمونځ پر مهال ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه درې راکټونه لګېدلي وو، چې طالبانو په کې لاس لرل رد کړي وو او پړه يې وروسته داعش ډلې پر غاړه اخيستې وه.

له ۲۰۱۸ کال راهيسې طالبان هر وخت په اخترونو کې ځينې وخت رسمي او ځينې وخت نااعلان شوی اوربند کوي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين هم له اختر نه مخکې په خپلو څرګندونو کې ويلي و، چې دوی هر کال په اختر کې اوربند کوي او جنګيالي يې يوازې په دفاعي حالت کې وي.

د پلازمېنې کابل سربېره د هېواد په شمال، جنوب، ختيځو او نورو ولايتونو کې خلکي په ډاډه زړه د اختر خوښۍ نمانځي او کومه ستره پېښه نه ده رامنځته شوې.

طالبانو د تخار ټولې ولسوالۍ نيولي او مرکز تالقان ښار يې کلابند کړی دی، خو د دغه ولايت اوسېدونکي هم وايي، چې د اختر په ورځو او شپو کې يې د چاودنې او مرمۍ غږ نه دی اورېدلی.

د رحمان او لطف الله په نوم د تالقان ښار اوسېدونکو رسنيو ته ويلي، چې د اختر په شپو ورځو کې يې د مرميو غږونه نه دي اورېدلي.

همدارنګه د ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، غزني، لوګر، پکتيا، پکتيکا، غزني، هلمند، زابل او کندهار ولايتونو په مرکزونو کې خلکو په ډاډه زړه د اختر خوښۍ نمانځلي دي.

د دې سربېره طالبانو د خپل مشر شيخ هبةالله اخندازه د فرمان پر اساس ۲۲۵ حکومتي عسکر د اختر د خوښۍ په مناسبت خوشې کړي دي.

خو حکومتي چارواکو د اختر په ورځو کې هم خپل عسکر له طالبانو سره جګړو ته هڅولي دي.

د کابل حکومت مشر اشرف غني پر طالبانو تور پورې کړی، چې هغوی سوله نه غواړي او له خپلو عسکرو يې غوښتي، چې شپږ مياشتې مقاومت وکړي او د طالبانو ټول مشران په نښه کړي.

اشرف غني ويلي، چې د طالبانو مشران په ميدان کې دي او بايد ځمکني او هوايي ځواکونه يې په نښه کړي او له منځه يې يوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

## کوم اوربند؟ تاسو بیګناه خلک له خپلو مینو فراری کری دی شزی او ماشومان دسرک پر غاره شپی سبا کوی تاسو ظالمانو ورته زمکه توری تبی ګرزولی. دولت خو هسی فیسبوکی دوزی ولی؟ امرالله صالح خپله په ارګ کی ساده د توغندیو اواز ته زان نشی تینګ کولی. عسکرو او اولس ته وایی پری ورمنده که وطن دفاع وکره. دواره ظالمان یاست کفر دی دیدن کوی تاسو سره وژنی! باور وکری ستاسو په اخرت می خوا بده ده. بیانزیه تاپه مه راباندی وهه د یو طرف هم نه یم دوارو ته ظالمان وایم.

طوطی

لږ شرم پکار ده له الله څخه وویریژی نړی چی ورسیده تاسو ## ته وګوری لکه ## یو بل خوری. یو ورځ به راشی چی نور څوک به نوی چی ستاسو جنګ پر مخ بوزی بیا نو خپلی ## د جنګ میدان ته راوباسی بله چاره نلری ځکه چی همدا اوس هر کلی ته ورشی څوک دعسکر په نوم مړه شوی او څوک هم د طالب او د اربکیانو په نوم مړه شوی دی. زاړه خو هسی کرونا مرض تباه کړل.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x