افغانستان

د هلمند مارجه ولسوالي طالبانو ونیوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د هلمند ولایت ستراتيژيکه ولسوالي «مارجه» د حکومت له واکه ووته او په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ولوېده.

د طالبانو ویاند «قاري محمد یوسف احمدي» پر ټویټر لیکلي، چې تېره شپه د مارجې ستراتيژيکه ولسوالي له مرکز، امنیه قومندانۍ او ورسره تړلو ټولو تاسیساتو سره یو ځای د طالبانو لاس ته ولوېده.

د نوموړي په خبره، د مارجې په نیول کېدو سره ګڼ شمېر مهمات، وسایط او سپکې او درنې وسلې هم طالبانو ولجه کړې دي.

حکومت که څه هم تر دمه د مارجې د سقوط په اړه څه نه دي ویلي، خو ځايي سرچینې وایي، حکومتي الوتکو تېره شپه په یاده ولسوالۍ کې مېشت عسکر انتقال کړي او ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېده.

یاده دې وي، چې ترد ې وړاندې هم د هلمند ګرمسیر، ناوه او ځیني نورې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې وې.

تېرو دریو ورځو کې حکومتي ځواکونو هڅه وکړه، د ګرمسیر ولسوالي بیرته له طالبانو ونیسي؛ خو په کمه موده کې طالبان بیرته توانېدلي پر ګرمسیر ولکه ټینګه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x