افغانستان

د امریکا لوی درستیز: د افغانستان نیمایي ولسوالۍ د طالبانو تر واک لاندې دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د امریکايي پوځ لوی درستیز جنرال «مارک میلي» وایي، د افغانستان پنځوس سلنه ولسوالۍ د طالبانو تر  واک لاندې دي، خو تر دې دمه یې کوم مهم ښار نه دی لاندې کړی.

میلي په واشنګټن کې یوې ناستې  ته د وینا په مهال ویلي، چې طالبانو د افغانستان د څلور سوه او شل ولسوالیو له ډلې نیمایي تر خپل واک لاندې راوستلې دي او د ټول افغانستان د نیولو لپاره يې بریدونه پراخ کړي؛ چې دده له قوله، بریالي به نشي.

ده وړاندې زیاته کړې، چې طالبانو تر دې  دمه د افغانستان په هیڅ مهم ښار ولکه نه ده ټینګه کړې او دولتي عسکر د ښارونو او د ولایتونو د هغو مرکزونو د ساتنې لپاره د تنظیمېدو په حال کې دي چې ستره برخه نفوس پکې ژوند کوي.

د میلي له قوله، طالبانو په دې وروستیو کې که څه هم په بریدونو کې چټکوالی راوستی؛ خو پر ټول افغانستان د هغوی واکمني لا هم حتمي نه ده او د «لوبې برخلیک لا هم نه دی ټاکل شوی.»

میلي داسې مهال د افغانستان پر نیمایي ولسوالیو د طالبانو د واکمنۍ پر شتون اعتراف کوي، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ تر پنځه نوي سلنه زیاته بشپړه شوې او ښایي د راتلونکې اګست میاشتې تر پایه په افغانستان کې د ناټو نظامي حضور پای ته ورسېږي.

ورته مهال حکومت بیا ادعاء لري، چې طالبان د افغانستان پر هیڅ برخه واکمني نه لري او په هره سیمه کې د هغوی شتون مؤقتي دي؛ مګر طالبانو نه یوازې د افغانستان نیمایي ولسوالۍ لاندې کړي دي، بلکې توانېدلي چې  د ابو نصر فراهي، شیرخان او اسلام قلعه په څېر مهم سوداګریز بندرونه او د سپین بولدک په څېر سوداګریز ښارګوټي ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

اصلی منبع دشر او فساد دغه ظالمان دی.

طوطی

همدغو کافرو دا ضمینه برابره کړه، خپل سره ووتل حکومت او طالبان بیا لکه ## یو بل خوری. دوی کچیری مسلمانان وی نو ولی د خبرو له لاری سره یو جوړ جاړی نکوی. دی څخه دا پته لګیږی چی دوی مسلمانان ندی ځکه د نورو ژوند ورته اهمیت نلری. هم د حکومت او هم د طالب وژنه پکار دی الله د دوی دواړه ورک کړی.

سيد محمد

تاسي کله مسلمانان ياست تاسي ددجال پيروان ياست 33. پرون روس کافر نن ستاسي کتابي ورور ده. ترمپ تاسي په ديارلس ميلونه د جيب خرڅ واخيستلات. تر تاسي جټان زر ځله شه دي د جټ په غاړه کې چا ځنځير نه ده ور اچولی خو تورمخي پنجابي د تاسي غاړو ته ځنځيرونه درواچول. تاسي د نړۍ له ### خلکو څخه ياست. تاسي د الله ﷻ بندګان بلکي د بنده بندګان ياست. تاسي افغانستان او افغانان پښتانه دومره وشرمول سي اوس د افغان په نوم شرميږو. تاسي د ##### او ددجال لښکرې ياست. الله ﷻ مو ### کړه.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x