ټولنیزه برخه

زرپارې«۳۹ مه برخه»- د نمرود په اور کې عشق

ليکوال: مولانا مفتي محمد تقي عثماني

ژباړه: احمد ګل ریان

د نمرود په اور کې عشق:
د ابراهيم عليه السلام دا معجزه مشهوره ده چې نمرود غوښتل اور کې يې وسوزوي، خو د الله تعالی په رحمت اور پرې هيڅ اثر و نه کړ. الله تعالی دغسې نمونه د نبي عليه السلام د امت په يو عالم ابو مسلم خولاني رحمه الله هم ښکاره کړه.

يو وخت يمن کې اسود عنسي، چې د نبوت دعوه يې کړې وه، ابو مسلم خولاني رحمه الله وروغوښت او غوښتل يې چې د خپلې دروغجنې دعوې اقرار ترې واخلي، خو هغه له نبي عليه السلام وروسته د نبي په حيث د چا له منلو انکار وکړ، اسود عنسي زيات لرګي راټول کړل، اور يې بل کړ او ابو مسلم خولاني رحمه الله يې پکې وغورځاوه، خو الله تعالی په خپل قدرت اور بې ضرره کړ او ابو مسلم ترې روغ رمټ راووت.
خلکو اسود عنسي ته مشوره ورکړه چې نور دا سړی تنګ نکړي او ويې نه پاروي، خو که ستا په هيواد کې پاتې شي، ستا په خلاف به خلک راپورته کړي، نو ښه ده چې جلا وطنه يې کړې، هماغه و چې اسود عنسي ابو مسلم خولاني رحمه الله جلا وطنه کړ.

ابو مسلم خولاني رحمه الله د مدينې منورې پر لور روان شو، مدينې ته داسې وخت ورسيد چې نبي عليه السلام له دې دنيا رحلت کړی و او ابو بکر صديق رضی الله عنه خليفه و. نبوي مسجد ته نژدې يې خپله اوښه وتړله او لمونځ يې پيل کړ.
چې عمر رضی الله عنه وليد، ترې ويې پوښتل چې: له کوم ځای راغلی يې؟
ابو مسلم ځواب ورکړ: له يمن څخه؟
دا وخت دا کيسه تر مدينې منورې رسېدلې وه، چې اسود عنسي يو مسلمان په اور کې اچولی و، خو د الله تعالی په رحمت رک روغ ترې وتلی. ځکه خو عمر رضی الله عنه يو ځل بيا وپوښت.
زمونږ د هغه ملګري کيسه څنګه وه، چې د الله تعالی دښمن (اسود عنسي) په اور کې غورځولی، مګر زيان نه و ورته رسېدلی؟
ابو مسلم ځواب ورکړ: هغه واقعه په عبدالله بن ثوب پېښه شوې وه. (عبدالله بن ثوب د ابو مسلم رحمه الله نوم و)
عمر رضی الله عنه وويل: په قسم سره ووايه چې هغه خو به ته نه يې؟
ابو مسلم وويل: هو، هغه زه يم.
عمر رضی الله عنه چې دا ځواب واورېد، ابو مسلم رحمه الله يې په تندي مچ کړ، ابو بکر رضی الله عنه ته يې روان وکړ او ويې ويل: د الله تعالی شکر دی چې ما ته يې د نبي عليه السلام په امت کې د داسې شخص له ليدو وړاندې مرګ رانکړ، چې عيناً د ابراهيم عليه السلام پېښه ورسره شوې ده.

ابو مسلم خولاني رحمه الله د معاويه رضی الله عنه تر خلافت پورې ژوندی و، معاويه رضی الله عنه به يې ډير احترام او قدر کاوه، معاويه رضی الله عنه ته به يې ګرم او نرم نصيحتونه کول او هغه به يې خبرې په ډير غور او قدر اورېدې.
يو وخت د معاويه رضی الله عنه په خلافت کې حکومتي مامورينو ته دوه يا درې مياشتې معاش نه و ورکړل شوی، يوه ورځ معاويه رضی الله عنه د خطبې ويلو لپاره پورته شو، ابو مسلم د خطبې په منځ کې پرې غږ کړ: اې معاويه! دا مال نه ستا دی، نه ستا د پلار دی او نه ستا د مور دی.

معاويه رضی الله عنه خلکو ته د انتظار اشاره وکړه، د ننه لاړ او ويې لامبل، لږ وروسته راغی او ويې فرمايل: خلکو! ابو مسلم وويل چې دا مال نه زما، نه زما د پلار او نه زما د مور دی، ابو مسلم رښتيا وويل. ما له نبي عليه السلام څخه اورېدلي چې غوسه شيطاني اثر دی، شيطان له اور څخه پيدا شوی دی او اوبه اور وژني، نو کله چې په تاسې کې څوک غوسه شي، غسل دې وکړي. اوس تاسې ټول خپلې تنخواګانې وصول کړئ، الله تعالی دې تاسې کې برکت واچوي.

(حلية الاولياء لابي نعيم رحمه الله ج: ۲ ص: ۱۲۸ تر ۱۳۰)
——————
اختر دې ټولو لوستونکو ته مبارک وي، الله تعالی مو عبادات، دعاګانې، نيک نيتونه او قربانۍ قبولې کړه.
موږ نو بې کلي او بې کليوالو خلک يو، د اختر ورځ مو هم له زرپارو سره تيريږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جبران خلیل

جزاکم الله و احسن الجزا

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x