افغانستان

ننګرهار: په اچین او خوږیاڼو کې څوارلسو اربکیانو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی آسیا(چهارشنبه، زمری ۱، ۱۳۹۳): د ننګرهار ولایت په اچین او خوږیاڼو ولسواليو کې د اربکیانو په پوستو د برید په مهال څوارلسو اربکیانو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار سیمه ایز چارواکي په دواړو ولسوالیو کې پېښې مني خو د تلفاتو اړوند يې څه نه دي ويلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی ملګرو نن سهار څلوربجې په اچین ولسوالي کې د اربکیانو په پوسته برید وکړ او بشپړه يې په واک کې کړه: «د اسلامي امارت مجاهدينو د اچين ولسوالۍ په عدالخيل مزدګي سيمه کې د اربکيانو پوسته فتحه کړه.»

د مجاهد په وینا په دې برید کې شپږ اربکیان مړه او د پوستې د قومندان زمیندار په ګډون څلور تنه مرګوني ټپیان شوي دي.
دوی وايي چې دې برید کې يې ګڼ مهمات هم نیولي دي: «مجاهدينو په پوسته کې ۲ ميله پيکا او ۴ شريدونه يې، ۲ کلاشنکوفونه او ۴ جاغورنه يې، ۱ راکټ لانچر، ۴ مخابرې، ۴ لاسي بمونه او يو ګڼ شمېر مرمۍ او نور مهمات د غنيمت په توګه ترلاسه کړل.»

بل طرف د ننګرهار په خوږياڼو سیمه کې نن تر غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د اربکیانو په پوسته د برید په مهال د عیني شاهدانو له قوله څلور تنه اربکیان ووژل.

د طالبانو د خپرې کړې خبرپاڼې له مخې دغه برید هم ددوی ملګرو په وزیرو سیمه کې د کرم خېلو په پوسته ترسره کړی دی چې یو ساعت يې دوام کړی دی.

یاده دې وي په دې وروستیو کې د طالبانو پرلپسې بریدونو افغان امنیتي ځواکونه سخت وارخطا کړي دي.
د چارو د شنونکوله نظره په امنیتي ځواکونو کې داخلي بریدونو دهغوی روحیه بې دریغه کمزورې کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x