شخصیتونه

د علمي او جهادي افق بې مثاله ستوری مولوي عبدالرشید مدني صاحب له فاني دنیا څخه وکوچید!

مولوي عبدالباقي (حقاني)

د دارالعلوم حقانیه د سیاسي علومو استاد

د رسول الله ﷺ ذاتِ اقدس، سنت او ژوندون تر قیامته د امت لپاره د ژوندانه په ټولو برخو کې نمونه ده، الله تعالی فرمایي: ”لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِیْ رَسُوْلِ اللّٰهِ اُسْوَةٌ حَسَنَة ٌ ”(الاحزاب ۲۱) ژباړه: په یقیني توګه، ستاسې لپاره د الله په پېغمبر کي د نېکۍ يوه خورا غوره نمونه ده، امت پر دې مامور دی چې د ژوند په انفرادي او اجتماعي برخوکې د رسول الله ﷺ  په سنتو عمل وکړي، ” الله تعالی فرمایي:  ”وَمَآ ءَاتٰىكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهٰىكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا” (الحشر۷) ژباړه: څه چي پېغمبر (ص) تاسي ته دركوي، هغه واخلئ؛ او له څه شي څخه چي تاسي منع كوي، له هغه څخه منع شئ. الله تعالی د امت علماء د رسول الله ﷺ او نورو پیغمبرانو وارثان ګرځولي، رسول الله ﷺ ارشاد فرمایلي: ”العلماء ورثة الأنبياء“ ژباړه: زما د امت علماء د پیغمبرانو وارثان دي  او ”علماء أمتی کأنبیاء بنی اسرائیل“  ژباړه: زما د امت د علماؤ حیثیت د بني اسرائیلو د پیغمبرانو دی.

د رسول الله ﷺ په نیابت او وراثت به تر قیامته د هر وخت علماء د خلکو لارښوونه کوي او د رسول الله ﷺ په څیر به خلکو لپاره په اقتداء کې یوه بیلګه وي، د نبي کریم علیه السلام د وراثت دوه برخې وې: یوه برخه ددین په ساتنه او پلی کولو کې د رسول الله ﷺ نیابت او دویمه برخه یې ددین په رڼا کې ددنیا په سیاست کې نیابت دی.

د تاریخ په اوږدو کې د هر وخت علماؤ ته که کتنه وشي نو هغو په خپل وار، خپل وخت کې بې سارې خدمت کړی، چاته چې الله تعالی د رسول الله ﷺ د وراثت ددواړو ونډو وړتیا ورکړې وي او د وخت په اسلامي حکومتونو کې اغیزمن او رغنده کارکوونکی پاتې شوی وي او د مسلمانانو ددیني خدمت تر څنګ ددنیوي خدمت سرچینه هم ګرځیدلی وي، په خپله حاکمان وي او یا یې د وخت واکمنانو ته ګټورې لارښوونې او مشورې ورکړې وي، اسلامي تاریخ ته په کتو په اسلامي حکومتونو کې دوه ډوله علماء برخمن پاتې شوي دي: یو هغه ډله علماء چې په خپل کاري چاپیریال کې يې علمي اړتیاوې پوره کړې وي؛ حاکمانو ته یې حق ویلی، حق ته یې بللي دي، د حق ملاتړ او ننګه یې کړې وي  او په دې لاره کې یې بیلابیل کړاوونه هم ګاللي وي او دحق په دفاع کې نه د چا تر اغیز لاندې راغلي او نه یې د حاکمانو څخه ددنیوي امتیازاتو تمه او توقع ساتلې او نه یې د څوکۍ او قدرت ددوام په موخه دظالمو حاکمانو ملاتړ او مرسته کړې وي، د دا راز علماؤ بیلګه امام ابو یوسف رحمه الله، امام ماوردي رحمه الله، ابن جماعة رحمه الله او دې ته ورته نور علماء او د اوسني وخت یوه نمونه یې مولوي عبدالرشید مدني رحمه الله و.

په هر وخت کې دارنګې علماء د ګوتو په شمیر وي نو له همدې امله مړینه یې د وخت د مشرانو، مخورو، لوړپوړو او عوامو لپاره په ټولنیز ژوند کې نه جبرانیدونکی نقصان وي، له همدې کبله د مولوي عبدالرشید مړینه په ځانګړې توګه د اسلامي امارت لپاره نه جبرانیدونکی نقصان او تشه ده.

دویم ډول هغه علماء دي چې په خپل کاري چاپیریال کې یې هر وخت دنیا ته په آخرت ترجیح ورکړې او دمادي ګټو د لاسته راوړلو په موخه یې د وخت د بې دینه او ظالمانو حاکمانو مرسته کړې او ددوی  بې دینۍ ته یې ددین رنګ ورکړی او ظلم یې د عدل په رنګ کې عوامو ته وړاندې کړی.

د اسلام په تاریخ کې دا ډول علماؤ تاریخ ژوندی ساتلی او اسلامي امت ددوی له لیکلي لارښوونو څخه تر قیامته ګټه پورته کوي او د دویم ډول علماؤ تاریخ نه ژوندی ساتل شوی او نه د تاریخ په اوږدو کې اسلامي امت ورته د درناوي په سترګه کتلي او په پای کې سپک او رسوا شوي چې  ښکاره بیلګه يې په افغانستان او نورو اسلامي هیوادونو کې هغه ذلیله تش په نوم علماء دي چې د امریکا او ددوی د چوپړګرو او ټلوالو ملاتړ یې کړی او د جهادي نظريې په له منځه وړلو کې يې خپل رول لوبولی او بې دیني ددین په رنګ او ظلم یې د عدل په رنګ کې خلکو ته توجیه کوي، او کفري ځواکونو د اسلام او جهاد په خلاف د مذهبي ځواک په توګه وکارول، او دالله تعالی ددې وینا مصداق وو “يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ” او الله تعالی خپله وعده عملي کړه چې ” وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ”.

یو څو ورځې وړاندې د علمي او جهادي افق څخه یو بې سارې ستوری مولوي عبدالرشید مدني صاحب د فاني نړۍ څخه وکوچید، چې له نوم سره یې د افغانستان او پاکستان علمي او جهادي طبقه اشنا وه، په نوموړي عالم کې درسول الله ﷺ یادې دواړه ځانګړنې یو ځای شوې وې، نوموړي سره زه د ډير نیږدې نه د ډیر وخت راپدې خوا اشنا وم. خدای بښلې یو لړ داسې څرګندې ځانګړنې درلودې چې دامت لپاره په علمي، جهادي او سیاسي ټولو ډګرونو کې د اقتداء نمونه وه چې ځینې بارز صفات يې په لاندې ډول وو:

1-    علمي برلاسي او ژوروالی: علم داسې یوه پانګه ده چې د چا سره څومره ډیره او مضبوطه وي په هماغه کچه پرې د اسلام او مسلمانانو خدمت کولای شی، زمونږ اکابیرینو د هر څه نه وړاندې دا پانګه قوي او ټینګه کړې او بیا یې پرې د اسلام او مسلمانانو ټولنیز خدمتونه کړي دي.  محترم مولوي صاحب د روسانو سره د ۱۴ کلن جهاد څخه وړاندې په خپل وطن کې مدرسه درلوده او پیژندل شوی مدرس و او د جهاد په بهیر کې يې هم د تفسیر او حدیثو درس نه دی پریښودی او د رشیدیه په نوم مدرسه یې دلوده او د ژوند تر وروستیو شیبو یې دتفسیر او حدیثو درس کاوه، په علمي نړۍ کې د ډیرې سترې زیرکتیا څښتن وو، کله به چې ماته په علمي ډګر کې ستونزه رامنځ ته شوه د حل ډاډمنه سرچینه به یواځې زما لپاره یاد مولوي صاحب وؤ، او ډیر په اسانه به یې هغه  ستونزه راته حل کړه او په علمي نړۍ کې زمونږ په څیر کشرانو لپاره د حوصلې د لوړ والي ډیره په زړه پورې سرچینه وه

2-    جهادي لیوالتیا:جهاد ډیر لوی عبادت دی دیو عالم وینا ده، چې الله تعالی د خپل قرب مقام انسان ته په دوو صفتونو ورکوي؛ يو په جهاد او بل په ورکړې او سخا سره چې په یاد مولوي صاحب کې دواړو ځانګړتیاوو شتون درلود، قدرمن مولوي صاحب په تیر څوارلس کلن جهاد کې قوي جبهه درلوده او د اسلامي امارت په تیره دوره کې هم د اسلامي امارت د جهادي صف ملګری و، کله چې امریکا او ددی متحدینو افغانستان اشغال کړ، دده د څوارلس کلن جهاد ډیرو همسیالو علماؤ د امریکې ملاتړ وکړ او په ده یې ډیر ټینګار کاوه تر څو دی هم دې لاره کې خپل ملګری جوړ کړي، خو، قدرمن مولوي صاحب د اسلامي امارت سره خپل ملاتړ جاري وساته او د اوسنیو اشغالګرو د ملاتړ او ملګرتیا څخه یې نه دا چې یواځې ځان وساته بلکې نور به یې هم ترې په کلکه منع کول همدارنګه د ورکړې او سخا په ډګر کې بې حده جواد او سخي و سره له دې نه چې اقتصادي وضعیت یې ډیر ضعیف و.

3-    تقوی او تصوف: رسول الله ﷺ ارشاد مبارک دی: ” التقوی ملاک الحسنات” ترجمه: تقوی د ټولو نیکیو اساس دی. محترم مولوي صاحب په علم د عمل، تقوی او تصوف د ډګر نوموتې څیره وه، څو کاله پرلپسې په حرمینو شریفینو کې د عبادت په موخه پاتې شوی او د ډیرو خواصو او عوامو پیر او مرشد و.

4-    د حق وینا کول: په اسلامي شریعت کې د حق وینا یو قیمتي جوهر دی، محترم مولوي صاحب کې د حق وینا دومره بې سارې ځواک شتون درلود چې په دې میدان کې يې د ۱۴ کلن جهاد جهادي رهبرانو او قوماندانانو ته هر وخت د حق وینا کړی او د اسلامي امارت په تیره او موجوده روانه دوره کې یې هم په هر مجلس کې د حق وینا کړې او د هیڅ چا تر اغیز لاندې نه دی راغلی او په همدې صفت ورسره د اهلِ حقو علماؤ ډیره مینه وه.

5-    ساده ژوند اوشهرت نه خوښول: د یو مسلمان لپاره د خپل دین او ځان د ساتنې لپاره ساده او د ښودنې پرته ژوند او شهرت نه خوښول بریالۍ تګلاره ده، علماؤ لیکلي، چې ډیر شهرت د انسان د هلاکت ذریعه ګرځي، د نوموړي مولوي صاحب ژوند ډیر فقیرانه، ساده او بې تکلفه و، د شهرت د اسبابو څخه یې په کلکه ځان ساته او همدا ساده او بې تکلفه ژوند د اسلامي حاکمانو ځانګړتیا ده، علامه اقبال رحمه الله ډیر ښه ویلي:

آن مسلمان که میری کرده اند               در شاهنشاهی فقیری کرده اند

ټول وخت یې فقیرانه تیر کړی و، کله چې به چې حرمینو ته روانیده نو زیات وخت به يې د دوستانو څخه پیسې په پور اخیستلې او یو ځل یې په یوې ناسته کې وويل چې الله تعالی مې ټولې غوښتنې منلي خو د بیوزلۍ د ختمولو غوښتنه یې تر اوسه نه ده منلې!

6-    استغنا: په ټوله کې استغنا ډیر لوی معنوي دولت دی محترم مولوي صاحب د استغنا په ډير لوی دولت بډایه وو، ټول عمر یې په استغنا کې تیر کړی او د خلکو څخه یې ځان ګوښې ته  کړی و او چيرې یې هم نه څه تمه کړې او نه یې د بیوزلۍ څرګندونه کړې او نه یې ترې څه غوښتي دي

7-    په سیاسي قضایاو کې ژور نظر لرل: د کوم وخت راهیسې چې د امریکا سره د طالبانو خبرې اترې پیل شوې دي او د یوې موضوع اړوند به د امارت د مشرانو مجلس و. نو په هغه مجلس کې به چې کله حضرت مولوي صاحب کوم نظر وړاندې کړ ریښتیا هم چې هغه به ډیر ژور و، په سیاسي قضایاو کې د ژور نظر او پخې تجربې څښتن و. له همدې امله ډیرو مشرانو به د مشورې لپاره نوموړي مولوي صاحب ته مراجعه کوله او دده په مشوره به یې عمل کول.

8-    پوره او کلک استقامت لرل:  ځینې خلک فکري قبله او عملي استقامتونه ډیر زر زر بدلوي، په دین کې استقامت ډیر لوی نعمت دی، رسول الله ﷺ فرمایي “قُلْ آمَنْت بِاَللَّهِ ثُمَّ اسْتَقِمْ”  محترم مولوي صاحب به چې کله هم د فکر او عمل یو لوری غوره کړ پر هغې به کلک ولاړ و، او د تردد څښتن نه و، له همدې کبله په ټولنه کې دده په خبره د خواصو او عوامو اعتماد او باور ډير و.

9-    ښه اخلاق لرل: ښه اخلاق ډیر لوی دولت دی، الله تعالی د رسول الله ﷺ ستاینه کوي او فرمایي: وَ اِنَّكَ لَعَلٰى خُلُقٍ عَظِیْمٍ، ترجمه: ته د ډیرو لویو اخلاقو څښتن یې. او په حدیث شریف کې د نیکو اخلاقو نه په نیمایې دین سره تعبیر شوی دی، محترم مولوي صاحب په رښتیا هم د نیکو اخلاقو یوه نمونه وه، همیشه لپاره به یې په خبرو کې خواږه الفاظ کارول، په مجلس کې يې کله هم داسې الفاظ نه دي کارولي چې د یو چا زړه ته پرې خفګان رسیدلې وي، ما به د تل لپاره د الله تعالی نه د داسې اخلاقو غوښتنه او غبطه کوله.

10-                  ترحم او شفقت: دبریالي ژوندون دوه بنسټیزې ځانګړتیاوې دي: یو خیشة من الله، د الله تعالی څخه په هر حالت کې ویره او دوهم شفقت علی خلق الله، د الله تعالی په مخلوق شفقت)لورونه) او ترحم کول(زړه سون) چې دا دواړه ځانګړتیاوې په محترم مولوي صاحب کې په بشپړې توګې شتون درلود.

11-                  د خلکو مسئولیت: ددغسې مشرانو د مړینې نه وروسته دوو طبقو ته د امتحان پارچه په لاس ورکول کیږي: یو د وخت مسلمانانو ته چې دده په ژوند پسې اقتداء کوي او که نه؟

او دویم دده اولادونو ته چې داسې اکابرو په خپلو ریاضتونو او مجاهدو سره ددیندارۍ داسې یو بڼ(باغ) جوړ کړی وي چې که په اولاد کې يې وړتیا وي او دا بڼ سمسور وساتي نو، خلک به خلا او تشه محسوس نه کړي، او د مشرانو په شان به ددوی د کشرانو څخه ګټه اخلي او څه وخت وروسته په ټولنه کې د مشرانو په څیر خلک په همدې کشرانو باور وکړي او بالآخره په نتیجه کې د وخت مشران جوړ شي. زمونږ په پخوانیو مشرانو کې ډیر داسې مشران تیر شوي چې الله تعالی ورته داسې اولادونه ورکړي چې ددوی تر مړینې وروسته مسلمانان کمښت او تشه نه محسوسوي او خلک د وړاندې په شان ددې علمي او جهادي مرکز څخه خړوبیږي، ذَٰلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ  او ځینې بیا داسې اکابر هم تیر شوي چې ددوی له مړینې وروسته په اولاد کې داسې کسان موجود نه وي چې د مشر جوړ کړی بڼ اباد او سمسور وساتي بلکې بڼ شاړ او او بالآخره له منځه ولاړ شي، دا د الله تعالی ویش دی او د الله تعالی خوښه ده چې چاته څنګه اولاد ورکوي، الله تعالی دې مونږ ته دا توفیق راکړي چې د مرحوم مولوي صاحب ژوند د خپل ژوند لپاره بیلګه وګرځوو او الله تعالی دې دده اولاد ته ددې وړتیا او توفیق ور په برخه کړي چې د قدرمن مولوي صاحب په هڅو او زیارونو جوړ شوی علمي او جهادي بڼ اباد او سمسور وساتي او الله تعالی دې د محترم مولوي صاحب لپاره تر قیامته جاري صدقه وګرځوي.

وما ذالک علی الله بعزیز

مولوي عبدالباقي (حقاني)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد بشیر دودیال

انا لله وانا الیه راجعون پاک پروردګار دی مولوی صاحب ته جنت فردوس نصیب کړی. ډیر بزرګوار شخصیت و. کوم اوصاف چی مولوی صاحب حقانی د ده په هکله بیان کړی ټو ل واقعیت دی. مولوی صاحب څلور کاله د پوهنتون رییس و ما ورسره ډیره رابطه لرله او زه به یی زیات خپل دفتر ته غوښتلم مشوری به راڅخه غوښتی او هدایت به یی راکاو د ده څیره کټ مټ رما دپلار مرحوم په شان وه. پلار می ارواښاد مولوی علی محمد خان کټ مټ همدا څیره لرله او کټ مټ یی همداسی پاچ لونګی او سپینی جامی اغوستی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx