افغانستان

ننګرهار: د دولتي ځواکونو توپچی برید کې ۶ ماشومان «شهیدان» شوي/ ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د لوی اختر په ورځو کې ملکیانو ته د تلفاتو اړولو په لړ کې دولتي ځواکونو داځل په ننګرهار ولایت کې ۶ ماشومان په خپلو وینو لمبولي دي.

دولتي ځواکونو پرون چهارشنبه(۳۰ چنګاښ) د لوی اختر په دوهمه ورځ ماښام د ننګرهار ولایت سپین غر ولسوالۍ د «سره کمر» بازار باندې د ډیسي توپونو ډزې کړي، چې له امله یې ۶ ماشومان «شهیدان» شوي او ۲ نور ټپيان دي.

که څه هم د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي ددې برید پړه په طالبانو اچولې؛ خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ددې ادعا ردولو ترڅنګ ویلي، چې یاد برید په سپین غر ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو له قرارګاه څخه د ډیسي توپ په واسطه ترسره شوی دی.

پورته چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي په اړه یې ویل کیږي چې د سپین غر ولسوالۍ د پېښې قربانیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو لخوا په ټول هېواد کې د لوی اختر په مناسبت نا اعلان شوی اوربند عملي شو؛ خو دولتي ځواکونو بیا په کندهار، جوزجان، هلمند، کونړ، لوګر او یو شمېر نورو ولایاتو کې د طالبانو په سنګرونو او عامو خلکو په کورونو د هوايي او توپچي بریدونو په کولو سره د یو شمېر خلکو خوښۍ په غم ولړلې.

د لوی اختر په لومړۍ ورځ د کندهار ډنډ ولسوالۍ په «قاسم پله» سیمه کې د دولتي الوتکو هوايي برید له امله ۳ ماشومان «شهیدان» کړي وو.

ددې ترڅنګ طالبانو د لوی اختر په مناسبت د اختر په لومړیو دوه ورځو کې ۲۲۵ دولتي عسکر له خپلو زندانونو څخه آزاد او د سفریې په ورکولو سره خپلو کورنیو ته واستول او ژمنه یې کړې چې دا لړۍ به د اختر په ورځو جاري وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله د دوی خوار کړی، خو طالبه ته هم ملامت یی که تاسو روغه جوړه کړی وای اوس به دا پیښه نه راتله. الله مو ټول تباه کړه چی د ملت او د خلکو په کیسه کی نه یاست. الله مو خپل ځامن او بچیان همداسی تباه کړه.

سيد محمد

درواغ ولي واياست دا خو تاسي راويشتلي ؟ ليږ شرم وکړۍ مه کوم ايت او حديث تاسي د ابی ابن خلف اولاده ځانونه مسلمان ګڼۍ؟تاسي الله ﷻ شرمولي او ځای به جهنم وي. 😡😤

ګل احمد

اهل السنت مسلمانان هیڅ یو د بل د حاله عبرت نه اخلي. اوس دا دی افغانستان دوهمه سوریه سول او غنو بدمعاش دوهم بشار الاسد. د طالبانو رهبري باید تحریک د داعش د سرنوشت څخه وژغوري. داسي ویل کیږي چي غني کندهار ته د راتګ اراده لري. د کندهار چارواکو ته یې ویلي چي د کندهار ښار ناحیې زما د راتګ لپاره د طالبانو څخه بشپړ پاکي غواړم. دا کاملاً ډیکټاټورانه امر دا خاین او رذیل په داسي حال کي ورکوي چي ښه خبر دی چي د ده ځواکونه د طالبانو سره د ځمکنۍ جګړې توان نلري او د کندهار… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx