نظــر

د طالبانو کابلي مشاورین!

طارق بدر

په کابل کې مېشت ځينې پخواني طالب‌چارواکي، پخواني مجاهدین، ځينې سیاسي شنونکي او ځينې اسلامپال مبارزین کله کله په شخصي مجلسونو کې او کله هم په لیکنو او رسنیو کې له دې سر ټکوي، چې طالب کشران لا څه چې مشران يې هم د دوی مشورې نه ور اخلي!

په دوی کې ځينې تسلیم شوي، ځينې د هغه دغه تر منځ او ځينې نور بیا هغوی هم دي چې دا نږدې اتلس کاله يې طالب ته پرلپسې همدا مشوره ورکوله چې ستاسې وسله‌واله مبارزه لکه له غره سره سر جنګول، چې یوازې سردردي او د اعصابو تکلیف به درته پیدا کړي، خو غر به بیا هم غر پاتې وي.

تر اختر وړاندې مې په نن ټکی اسیا کې د حکمتیار صاحب د انډيوال او په اوس وخت کې تر پردې شاته د هغه مشاور استاد محمد زمان مزمل لیکنه ولوسته، چې خدایزده زموږ دې خوله‌ور دروند مشر څنګه له خولې لاس اخیستی و او د افغانستان اسلامي امارت نږدې تر ټولو نرم مزاجه غړی مولوي صاحب امیر خان متقي يې حتی په «نامسلمانه» ژبه کارونه تورن کړی و!

د مزمل صاحب د سپین ږیرتوب، د تېر جهاد هڅو او د جمهوریت په انډوخر د عملي نه ورګډېدو ټول علتونه سره راټول شوي چې هغه ته يې جرئت ورکړی او د لوګر په ادبي مشاعره کې يې حتی وسله‌والو طالب سرتېرو ته هغسې غورې وکړي چې ښايي تر دې وړاندې چا نه وې ورته کړې، خو مزمل صاحب له همدې حلمه په ناسمې ګټې اخیستو تر دې وړاندې ولاړ چې اوس بیا د جمهوریت تر چتر لاندې د ملت سربداله ژوند هم د جهاد او مقابل اړخ ګډه «لاسته راوړنه» بولي.

زموږ د دې مشر په دې لیکنه کې تر حقایقو ډېر د نوموړي پټ حزبي رګ او نغښتې عقده له ورایه ښکارېده، د دوی عقده له دې امله زېږېدلې چې ګواکې طالب مشران يې مشورې نه ور اخلي او ټولې چارې يې «پر خپل سر» روانې کړې؛ خو دا ګیله د جمهوریت تر چتر لاندې د امارت له اړخه کوي، چې نا مناسب قضاوت دی.

که همدا مزمل صاحب او ځينې نور مشران چې کله کله ګیلې کوي، د طالب مشرانو په اوسني موقف کې وای ښايي نورو ته يې د دا ډول ګیلې حق هم نه وای ورکړی؛ ځکه هغه وخت چې طالب په یوازې ځان له خپل زوړ موټرسایکل سره د تیارې او ټانګ پر وړاندې ودرید، همدې ته ورته خلکو په کابل کې د طالب ضد تبلیغات پیل کړل او زموږ یو مشر ملګري خو د دې لپاره چې په دې اشر کې ده ته تاوان ونه رسېږي په یوه فقهي مسئله « د موسيقۍ جواز او حرمت» کې سلامت کتاب ولیکه او ټوله ډنګه ډونګه يې روا وبلله!
دا به دا معنی نه لري چې طالب ګواکې له دوی سره ګیله‌من چلند کوي او پخپل دې چلند ور یادوي چې هغه د مشورې او ضرورت په وخت کې چېرته واست؟ هغه وخت چې موږ پلورل کېدلو چېرته واست؟هغه وخت چې موږ په کانتینرونو کې کبابېدلو چېرته واست؟ هغه وخت چې موږ د خدای په دې پراخه ځمکه د پل ځای نه درلود چېرته واست؟ نه نه؛ بلکې اصلي يې علت دا برېښي چې طالب مشران په دې ډول چلند ور یادوي چې تاسې یوازې د مشاورینو په رول کې پاتې شئ، نه د امرینو!

طالبان حتی د اروپايي مېشتو ځوانانو خبرو ته هم غوږ نیسي، خو که يې بیا خبرې ونه منل شي هغوی ګیلې نه کوي، ځکه پوهېږي چې دوی یوازې مشوره ورکړې چې ممکن رد شي، ممکن ومنل شي؛ خو زموږ کابلي مشاورین بیا فکر کوي چې دوی تر نورو مفکرین، پوی او تر هغه طالب چې دا شل کاله د انقلاب په منځ کې لوبېدلی ډېر سترګور دي او باید مشوره يې د امر په ډول بې له کوم چون او چرا ومنل شي.

دوی دلته هم تېروتي چې د جمهوریت له منځه د روان انقلاب ټول جوانب سم نه لیدل کېږي او نه يې سم تحلیل امکان لري، خو مقابل اړخ يې بیا دښمنۍ کې همدومره ژور تللی چې ښايي هغه يې ځینې نسبي خوبي هم نادیده ونیسي، ځکه خو تر کابلي مشاورینو د طالب مشرانو لپاره قومي مشران د مشاورینو په حیث لا ښه کار کولی شي، ځکه هغوی هم جمهوریت ویني او هم امارت.

نو که استاد مزمل د خپلې هغې لیکنې چې له تور او تهمت پرته بل هیڅ نه دي، بښنه وغواړي پرې کم به نه شي؛ مولوي صاحب متقي په خورا نوښت، لوی جرئت او پوره مېړانه داسې ګام واخیست، چې له قطره يې په دې حساسو شرایطو کې ځان د ولس غېږې ته را ورساوه او قومي لږکیو ته يې ډاډ ورکړ، تسلیم شویو عسکرو سره پخپل څادره کېناست او دا یې ثابته کړه، چې امارت انحصاري فکر نه لري، د غچ سوچ نه لري او د اسلامي ملي حرکت په حیث راتلونکی حاکم دی.

ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

بدر صاحب ! ډیره مننه لیکنه دی په حقایقو متکی ده مزمل صاحب یو عالم او جهادی مشر دی زما نزدی ملګری او د حزب سیاسی کمیټه کی مو سره ګډ کار کولو او له هغه وروسته مو هم ورسره ناستی پاستی شوی ( کله چه زه یو کال اماراتو کی ووم او بیا څو میاشتی هیواد کی ووم مزمل صاحب د بنسټ په نوم شوری چه احمدزی یی مشری کوله دی یی هم هم غړی وو . مګر هغه وخت یی خیالات ښه وو، د اشغال مخالف او د اسلامی نظام حاکمولو ښه نظریات یی لرل کله چه ګلبدین… نور لوستل »

جاوید

بیانزی صاحب له تجاهل العارف څخه کار اخیستی او خپل شعر یې جاري ساتلی.
هغه وخت هم در یاد کړئ چې کله همدې حزبیانو د اشغال په وړاندې جهاد پیل کړو ستاسې لخوا یې ممانعت وشو او تاسې تر اشغالګرو هغوی ته ډیر خطرناک واست او نه مو پریشوول چې هغوی هم دغه الهي فریضه ادا کړي. دین یواځې تاسو په اجاره اخیستی او نه بل څوک مسلمان شته په دې وطن کې او نه هم حق لري.

الله ته ورتلونکي یو او بیا به هر یو خپل ځواب پخپله ورته وایو

طاهر ثابت

بدر سیب داسی مالومیږی چه دطالبانو غړی یاست. هیله ده لا فراخه سینه ولری. هیله ده دټولو نظرونه وګوری او دموافقو او مخالفو نه دزدکړی درس واخلی. هغه چه تبلیغ وی یا انتقاد دهغه سبب ته متوجه سی. که په دروغو ولاړ وی تاسو هغه چه ریښتیا وی بیان کړی. که دهغو په خبره کی ریښتیا وی نو خپل نظر بدل کړی او دخپل موقف نه دفاع وکړی. ځینی کسان زما په شمول خپل نظرونه دبل دلیکنی دجوابولو په محتوا کی او یا دیوی مقالی په مینځ کی لیکی او هدف یی داوی چه دکابل او کویتی کسانو وغوږو ته… نور لوستل »

عبدالمالک همت

محترم بدر صاحب السلام عليکم ورحمة الله ! ما خپله ځان ته له بېځي ډېره مهاله دا موخه ايښې ده چي د يوه داعي، ښکېلاک ضد او د اسلام د سرلوړۍ لپاره د هلي ځلي کوونکي په توګه په خپل کور کي تر خپله وسه څه وکړم. په دې لړ کي مي د امريکايي اشغال او د اشغال د ګوډاګيانو پر ضد د کتابونو او مقالو په ليکلو او خپرولو سره څه لږ کار کړی دی. خو که هر څه دی ما د خپل دين او مسؤوليت د تر سره کولو او د الله سبحانه لپاره کړی دی. په دې… نور لوستل »

ساپی

قدرمنولوستونکونیکی هیلی اوسلامونه.دبدرصیب لیکنه بالکل په منطق ولاړه ده خوزه به یوڅه نورورسره غوټه کړم چې کابلی مشاورینوکه کوم څه دجهاداوطالبانوپه هکله لیکل اوویل حق الزحمه یې په دواړو اړخونو(مخالف اوموافق) لازمې ول. امیرخان متقی هغه څوک دی چې داشغال دلومړئ ورځی یې بستره ترشأدخپلوخلکو،دین،ناموس اوخپلواکۍ لپاره په غربت اومسافرئ کې شپي اوورځی تیری کړی اواوس هم دخپلوخلکوپه منځ کې دیوخدمتګارپه څیرناست وی. هغه ورځ چې متقی صیب دسفربړستن غوټه کړه دخپلی کورنۍ څخه رخصتیدوترشایې دخوږې موراوښکې به یې لاتراوسه دکورنۍ هیری شوی نه وی دامضبوط ایمان اوعزم غواړی چې الحمدلله چې دئ په دی لوی امتحان کې هسک اوبریالی… نور لوستل »

انجنر عبدالحکیم کاکړ

اسلام علیکم و رحمة الله ! زما شخصی نظر: که چیری دامحترم ورور( طارق بدر) په رښتیا د سنگرمجاهد وی اوپه دا ۱۹ کاله جهاد کی ئی عملاً نظامی گډون کړی وی،تکالیف اوزحمتونه ئی گاللی وی ،نو د محترم مزمل صاحب په مقال کښی ئی دا گیله یا انتقاد مسلم حق دی خو دلته یادول ئی ضروری ندی.ځکه متقی صاحب پخپله کوم شکایت نه دی تری کړی نوتاته څه ضرورت دی چه د یوه عالم شخص پرنظراومفکوره باندی په سوشیل میډیا کی انتقاد وکړی،بهتره خو داوه چه اول دهغه سره مستقیم تماس ونیسی او دده دخبرو وضاحت تری وپوښتی. اوکه… نور لوستل »

دکتور مجاهد

د بدر صاحب لیکنه د قضا اخری امر نه دی، هغه د مطمل صاحب په لیکنه نقد کړی او مبصرینو د بدر صاحب په نقد او نظریاتو مثبت او منفی نظریات ورکړی ، په دموکراسی او اسلام کی د بیان ازادی جواز لری که حسنه اخلاق پکی مراعات شوی او نظریاتو کی یی دروغ او درغلی شتون نه لری. څومره چه موږ د دوی لیکنی او تبصری لوستلی کنځل او توهین بکی نه تر سترګو کیږی. که تبصره کونکی حق لری چه د بدر صاحب لیکنه نقد کړی بدر صاحب یا نو هم حق لری چه د مزمل صاحب لیکنی… نور لوستل »

ګل احمد

دا مظمل په دې ## سترګو اوس ځان ته دومره څه وایي چي خلګو ته امرونه کوي؟ سر پیاز بیخ پیاز. خلګ یې په کلي کي نه پریږدي دی وای زما آس د ملک په کور کي وتړه. سړیا ته اوس څه قصه لرې، چي نازو و نخرې دي تر برج خلیفه هم لوړ ټوپونه وهي.

مجاهد

جاوید صاحب ، وبځښی چه د بیانزی صاحب تبصره به درته خوشاینده نه وه . خو دوایی ترځه وی خو کیدی شی تاسی ته ګټه ولری الله ج مهربان دی د مرګ دمخه توبه کیدی شی ومنل شی مګر هغه چه د الله ج سره مو شرک کړی وی او بل طاغوت ته مو سر شکته کړی وی که خپلو کړنو کی تجدید نظر وکړی بده به نه وی ډیره ګټه یی تاسی ته رسیږی . اصلی موضع : تاسی د کوڅو د هلکانو یا د حجری د مجلس او له ښځینه جنګو په شان جملات د بیانزی صاحب د… نور لوستل »

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x