افغانستان

د اختر په ورځو کې امریکايي ځواکونو په کندهار کې هوايي بریدونه کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): په داسې حال کې چې د کندهار قومي مشرانو او دیني عالمانو د لوی اختر په ورځو کې د ولس د خیر ښېګڼې لپاره د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ د اوربند هڅې کولې، امریکایي ځواکونو بیا د کابل  حکومت په غوښتنه د لوی اختر په ورځو کې د کندهار ښار په شمول یو شمېر سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د پنټاګون ویاند جان کربي تیره ورځ په یو خبري کنفرانس کې خبریالانو ته ویلي: مونږ په تیرو څو ورځو کې د کابل حکومت د عسکرو په غوښتنه په افغانستان کې څو هوايي بریدونه ترسره کړي؛ خو په دې هکله یې نور جزیات نه دي روښانه کړي، چې دغه بریدونه په کوم ځای او دقیقا څه وخت ترسره شوي دي.

په ورته مهال د پنټاګون یو بل چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط رسنیو ته ویلي، چې امریکايي ځواکونو د چهارشنبې او پنجشبې (لوی اختر دویمه او درېیمې) ورځو کې په سویلي ولایت کندهار کې د افغان ځواکونو په غوښتنه لږ تر لږه څلور هوايي بریدونه ترسره کړي، چې په کې د طالبانو نظامي او توپچي وسایط په نښه شوي دي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر له وتلو او منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو د پوځ عمومي قومندانۍ ته د افغانستان د جګړې له سپارلو وروسته دا لومړی ځل دی چې امریکايي ځواکونه له یو بل هېواد څخه په افغانستان کې هوايي بریدونه ترسره کوي.

له دې ټولو سره د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي، چې له افغانستانه د عسکرو ویستل به د روان کال اګست میاشتې په ۳۱ مه نیټې پورې تکمیل شي.

د امریکا متحده ایالات په منځني ختیځ کې لویې جنګي او الوتکو وړونکې بیړۍ لري، چې کولای په سیمه او شاوخوا هېوادونو کې ورڅخه اسفتاده وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندهار د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د لوی اختر پرمهال په کندهار ښار کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ د اوربند لپاره جرګې وکړې، چې د طالبانو د والي حاجی محمدیوسف وفاء لخوا تایید شوی هم ؤ؛ خو د کندهار لپاره د کابل ادارې والي په وروستیو شېبو کې له دغه اوربند څخه غاړه وغړوله او د لوی اختر په درې ورځو کې یې په کندهار کې د هوايي بریدونو ترڅنګ د خلکو په کورونو د توپچي ډزو قومانده هم ورکړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

مونږ خو ویل چه امریکایان به دا کار کوی. اوس نو دا خبره ده چه طالبان به څه وکړی؟ دامریکایانو شرطونو ته لا متعهد دی او که نه؟ آزاد افغانستان به څنګه آزاد وی چه امریکایان آزاد لاس ولری؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x