نظــر

اردوګان او له هغه سره د افغانستان په ګټه د هوایي ډګر معامله

محمد طاهر ثابت
که رښتیا سي اردګان اولنی ترکی مشر دی چې له عثماني امپراتور نه وروسته د خپل دولت په ګټو پسې ګرځي. په همدې دلیل اردګان امید بښونکی او خطرناک کس دی. هغه د غرب نه د ترکیې د آزادۍ خوب ویني او هم د بې کسه مسلمانو سرداري غواړي.

دا چې تر کومه هغه د مسلمانو په خیر پسې ګرځي د سوال وړ نه بلکه د ښه ځواب ورکولو وړ مسئله ده: هغه مشکل چې باید نابغه مشران یې حل کړي.

اردوګان د امریکایي مزدور عسکر په څیر د افغانستان ټور آف ډیوټي(عسکري ماموریت) د امریکا د صهیونستي مشر له وخته په غاړه اخیستی دی. هغه د افغانستان د اشغال په وخت کې صرف عسکر پاتې و، خو د عسکري قشلو نه د باندې د ترکي مکتبو مؤسس و چې ګمان کیږي ډیر طرزیان به یې تربیه کړي وي او وروسته به د اردګانیزم په صفو کې د افغانستان د تجزیې زهرجن خواړه برابر او یا به د پان ترکیزم د جنګ په میدان کې ځانونه انتحاریان کړي.

د اردګان نوې خبرې، چې طالبان باید افغانستان اشغال نکړي، د همدې پان ترکیزم راټوکیدلې منحوسې پروسې ته اشاره کوي. د بدنامه مارشال او د پوه ناپوهه سقاویانو تایید او قراردادونه به د اردګان بری او د افغانستان ناکامي وبولو.
د کابل د پنجپدرو سیاسیونو، ادارې او خبریالانو سکوت او تسلیمي به یو تاریخي جهل او خیانت وز، چې هغه به د همیش لپاره ثبت کړو او دا باید یو ملي خیانت وبلل سي.

اردګان د ترکیې په میدان کې د امریکا قراردادي و چه اول یې امریکایي او یا د امریکا په لومه کې لویدلي مسلمانان تقویه کړل او بیا امریکا په هغوی باندې ورمرش کړ چې په نتیجه کې سوریه د افغان سقاویانو د وخت دوهم افغانستان سوه.
اوس داده د سوریې په دریمه برخه کې اشغالګر دي.

که څه هم اردګان د عراق د اشغال په وخت کې څه ډرامه پیل کړه خو بیاهم هغه هلته شریک و. د عراق د اشغال راپدیخوا هغه د کردانو په ټکولو او وژنو باندې مصروف دی.

د لیبیا په صحنه کې اردګان نه تنها لیبیا اشغال کړه بلکه هغلته یې د لیبیا رسمي حکومت تر خوږیدلې ګوتې نیولی او د خپل ځان په ګټه یې اقتصادي تړونونه باندې لاسلیک کړل چې په دې لارې یې لیبیا د زیاتو دولتونو سره دښمنه کړه.

اردوګان ځان ښه مسلمان بولي او اوس یې طالبانو ته اخطار ورکړی چې افغانستان اشغال نکړي او جنګ دې پریږدي چې ښه اسلامي کار ندی.

په دې به عمران خان خطا کړي خو ټول مسلمانان غولولای نسي. هغه په خپله خاوره کې د ګولن ډلې غړي په بې رحمه ډول یا مړه او یا زنداني کړل. د اسلام په نامه راپورته سوي مدافعین یې بندیان کړل او د کردانو په وژنه باندې له اوله بوخت دي. په سوریه او لیبیا کې یې مسلمانان مړه کړل او د صومالیا په مسلمانانو یې هم زړه نده خوږ سوی. نو اوس داسې توره کټوه به څنګه نور سپین کړي.
په صومالیا کې اردګان عسکري قشلې لري او هلته له عربو سره سیالي کوي.

اردګان له اسرائیلو سره د فلسطینیانو په سر یوه ډرامه جوړه کړه او له سعودي او مصر سره یې په ظاهره د هغوی په داخلي مشکلاتو باندې اختلاف او رقابت پیل کړ.
دې ډرامو ځینې خلک اردګان ته خوشبین کړل خو په رښتیا کې هغه د خپل اقتصاد لپاره دا کارونه وکړل او یا یې د ځان نه د مهم سړي جوړولو لپاره یوه پروسه په لار کې واچوله.

اردګان په منځنۍ اسیا کې د ترک نژادانو دولتو سره ټولنه جوړه کړې چې په هغې ټولنه کې د افغانستان ترکتباره ګاونډیان شریک دي او زما په ګومان افغانستان د ناظر صفت لري. طالبانو ته اخطار ورکول هم په دې اساس دي. اردګان ځان د ترکانو پهلوان جوړوي نه د مسلمانانو مدافع او د اسلام لپاره مبلغ.

اوس ترکیه د ناټو غښتلې شریکه ده. په لنډو تیرو میاشتو کې ناټو ترکیې ته مهم ماموریتونه سپارلي دي. د هغو په جمله کې منځنۍ اسیا او افغانستان شامل دي. ترکیه په دې خوښه ده چې د انټي ټام غوندې د خپل بادار د خوښې په خاطر د هغې د همنژادو غلامي نوره هم وغځيږي او لا زوروره سي. ددې ماموریتو په دوران کې به کیدای شي اردګان د ترکیې د راتلونکي امپراتور خوبونه ویني.

نو ځکه افغانستان باید د انټي ټام صفت په نظر کې ولري او له هغه سره سره د اردګان د امپراتورۍ د خوبو د تعبیر بڼه بدله کړي ترڅو هم افغانستان آزاد وي، متحد وي او د سولې خنډونه یې له مینځه وړي وي او هم د اردګان خوبو ته څه تطبیقي تعبیر جوړ کړي.

اردګان د افغانستان په میدان کې د نوي نعمتو هیله لري. امریکا چې د اردګان د امپراتورۍ خوبونه یې ښه نه ایسي، په اردګان بندیزونه لګولي. له افغانستان نه د پردیو د وتلو نه وروسته د کابل د هوایي ډګر په اجرتي ماموریت کې هغه له خپل بادار نه د ترکیې د سیاستو ملاتړ غوښتی، مالي اجرت ته یې هیله ښودلې او که ضرورت سي نو هر بل کمک چې په هغه کې به نظامي سامان الات هم شامل وي. په دې کې د اولې غوښتنې اهمیت دا دی چې د اردګان د امپراتورۍ په مقابل کې چې کوم غربي قهر راپورته سوی هغه به کم سي او د امریکا د منطقې نور غلامان به اردګان ته ازار نه ورکوي. ترکیه به بیرته د امریکا په ښو غلامانو کې وشمېرل شي او اقتصادي یا نظامي بندیزونه به باندې پای ته ورسیږي. دریم کومک به د اول کومک سره یو ځای او نظامي بندیزونه به باندې عملي ختم سي.

په لنډ ډول اردګان هم مزدور دی او هم تجار. اردګان ددې مزدورۍ په ذریعه ترکي استعمار ته لاره هواروي. په افغانستان کې به نه تنها د مزدور دولت ملاتړ وکړي او د هندوانو سره به په یوه صف کې ودریږي (اوس یوازې هند د کابل د مزدورې ادارې  سیاسي او نظامي کومک کوي) بلکه اردګان به د ترکتبارو ملاتړ او هغه به یا د افغانستان له خاورې بیل کړي او یا به یې په اکثریت مسلط کړي. اردګان ته اسلام مهم ندی. هغه خپله د یوه بې دینه دولت مشر دی. اسلام او بې دیني نسي يو ځای کیدای.

مونږه مخته چیرې لیکلي وو چې که طالبان هوښیار سي نو له اردوګان سره به نوې توافقنامه امضاء کړي. اوس دا ده اردګان د طالبانو د اخطار له کبله خبرو ته راغلی.

مونږه هیله لرو طالبان به د پورتني خطرو د مخنيوي په خاطر داسې ټکي واچوي چې هغه هم د اسلامي، آزاد، مستقل، متحد او عادل مشترک دولت تضمین وکړي او هم د هغه په زور د کابل هوایي ډګر د هند او نورو دولتو د نظامي وسایلو د قاچاق ځای نسي. ددې سره سره طالبان باید نور داسې شرطونه وړاندې کړي چې هغه به د امریکا او ترکیې د توافقنامې مثل وي. هغه دا چې ترکیه به د طالبانو د اوسني او راتلونکي سیاسي، اقتصادي او نظامي پالیسیو ملاتړ وي، هغوی به له طالبانو سره مالي کومک کوي او د هندي او امریکایي سلاحو په مقابل کې به مدافع سامان الات ورکوي. هغه امریکایي سامان الات چه ویجاړ سوي هغه به طالبانو ته ترمیموی او داسې نور. دا چې دا به تر کومه ومنل سي هغه به د مذاکراتو په ډګر کې د طالبانو په هوښیارۍ او جرئت باندې ولاړې وبولو.

هیله ده طالبان له خپل بریالي موقف نه استفاده وکړي او اوس د یوه دولت رسمي نماینده په ډول په جرئت سره خپلې غوښتنې په نورو تحمیل کړي.

و ما ذلک علی الله بعزیز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

ښاغلی ثابت، تاسې د اردوغان خبره وکړه چې د خپلو ګټووټو پسې لالهانده ګرځي. دا سمه او درسته خبره ده. پوښتنه دا ده چې ولې د ابراهيم عليه السلام او د پلار ترمينځ په کور کې ستونزه راولاړه شوه؟ ايا واقعًا پلار يې له خپل زوی سره د نصيحت پر سر چې د بوتانو عبادت مه کوه وران شو او که د عايد او سوداګرۍ (بزنيس) پر سر سره وران شول؟ پلار يې اور پرست (زرتشتي)) وو، خو کاروبار يې د بوتانو (اصنامو) يا د مجسمو idols/sculptures د جوړولو کولو او خلکو ته به يې ويل چې ((دا داسې قوي،… نور لوستل »

طاهر ثابت

ښاغلیه ستاسو لیکنه یوڅه مشکله ده چه جواب کړم که مو دکمونستانو، افغانملتیانو او امریکایی اجیرانو اوربشی را بار کړی وی (پاکستانی اشغال او طالب اجنتان، او نور) نو بښنه غواړم زه دداسی خبرو ددوهمی سقاویانو په دوره کی مخالف وم او لا پاتی یم. دا په دی نه چه پاکستان مخلص مجاهد وو بلکه دپاکستان مداخله دشورویانو ترمداخلی کمه وه. هیڅوک مفت کمک نکوی؛ بیا هم پاکستان ناکام سو او ایران روسیه او هند بریالی سول. همدی شیطانی محور بیا دامریکایانو اشغال راووړ. ما دسقاوایانو په وخت کی پیران او ملایان لا د روپو په راټلولو کی ملوث ولیدل… نور لوستل »

عبدالمالک همت

ثابت صاحب ښـــــــــــه ته هم «د طالبانو له کابلي مشاورينو» څخه يې !
«طارق بدر» به در خبر نه سي ؟!
اما زه په خپله ستاسو او د ګران افغانستان هر غمخور په تېره مسلمانو او د اسلام او مسلمانانو خواخوږو ليکوالو ته ټينګ درناوی لرم. او واقعاً د دغو اشخاصو ليکني ارزښتناکي دي.
خو د اردوان په اړه زماځاني نظر(چاته مشوره نه، چي بدر او بدر وارو خلک راباندي غوسه نه سي) دادی چي اردوان په دې نه ارزي چي طالبان مذاکرې ته ور سره کښېني. د دغه احمق سرزوري ځواب بايد په زور ورکړه سي. والسلام

دکتور مجاهد

همت صاحب سل سلنه درسره موافق یم ، اردګان د امریکایانو او انګریزانو غلام او دوهم اتاترک دی ،
کږی خولی سوکونه سموی ، دغه غلام ویلی چه طالبانو هیواد اشغال کړی دا معنی چه اردګان د دی هیواد او ددی هیواد خلک بیا اشغلګر دی ؟

طاهر ثابت

همت سیب زه دکابل په مشاورینو هم انتقاد لرم چه خدای دی وکړی زما آینده لیکنه دنن ټکی اسیا له لیاری نشر سی. مزمل سیب سره په ډیرو ټکیو کی مخالف لویدلی یم. هغه ته می ویلی چه باید طالبانو ته تسلیم سی. همت سیب دین نصیحت دی. بدر سیب ته می جواب ورکړی. هغه باید فراخه سینه ولری او دمخالیفوینو او موئیدینو خبری په سړه سینه وواری. په هغه کی دطالبانو ګټه ده. زه د امریکایانو له راتلو څخه اول دسقاویانو سره په تاودو مباحثو اخته وم. بیا چه امریکایان راغلل بیا می خوله پټه نیولی وه ځکه دخبرو… نور لوستل »

ډاکټر احرار

رب دی نور هم فکر او قلم رساکړه ترڅو د اسلام او افغانستان د دښمنانو شوم پلانونه رسوا کړي او په تیارو کی ړانده ملت ته د نجات وړانګه شې
د طالبانو سیاسي جوړښت دي په کلکه د امریکا او انګریزانو راتلونکي پلانونه شنډ کړي چې پاکستان، ترکیه، ایران او هند شاهد ډیر رول پکښی ولري او اشغال بیاهم اشغال د هغه که اقتصادي وې یا نظامي مهمه نده څومره جغرافیایې انحصار رامنځ ته کوې بیا هم اشغال ده
ډاکټر احرار

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx