نظــر

د ملي اهدافو د تحقق په اساس ولاړ حکومت/ اوومه برخه

سيد مبين شاه

د اختلافي موضوعاتو په هکله تفاهم:
اساسي قانون کې تغیرات او ممکن احتمالي توافقات:

کله چې د جنګ د داخلي اطرافو تر منځ په ملي اهدافو توافق وشي نو عمده مشکل حل کیږي او د دواړو ډلو تر منځ پدې توافق کیږي چې زمونږ ټول قوانین به د ملي اهدافو د تحقق په مدار څرخي.
د اساسي قانون عمده هدف هم دا دی چې د یو هیواد ملي اهداف تحقق ومومي. زمونږ هر ملي هدف باید د قانون اساسي جزء وګرځي.

اوسنی قانون اساسي د جمهوریت د ډلې سره کرښه ده او وایي چې لویې جرګې تصویب کړیدی او جمهوریت ته یې مشروعیت وربښلی دی او د تیرو شلو کلونو یوه مهمه لاسته راوړنه یې بولي دا  پداسې حال کې چې د حکومت په دننه کې هم په قانون اساسي ډیر تنقیدونه موجود دي.

طالبان وايي چې د دوی د جنګ ادامه د اسلامي نظام تر حاکمیت پورې ادامه لري او د اسلامي نظام حاکمیت د اساسي قانون پورې تړلی بولي. نو پدی خاطر په موجوده اساسي قانون ملاحظات لري او د تغیر غوښتنه یې کوي.

دا پداسې حال کې ده چې د اساسي قانون تغیر د لویې جرګې او د افغانستان د ملت قانوني حق دی. نو پدې خاطر احتمالي حل یې کیدای شي په لاندې احتمالي توافقاتو کې نغښتی وي:

1: دواړه ډلې پدې توافق وکړي چې قانون اساسي به څیري او د اسلام او افغاني کلتور په چوکاټ کې د ملي اهدافو د تحقق په روحیه برابر تغیرات پکې راوړي چې په حذف او اضافي به شامل وي. دغه کار به دواړه ډلې د اساسي قانون یو ګډ متخصص کمیسیون ته سپاري او د موافقې څخه وروسته کوم موقت حکومت چې راځي د هغه وظیفه به وي چې د لویې جرګې د دایرولو له لارې به د اساسي قانون د ګډ کمیسیون پیشنهادي تغیرات د یو کال په دوران کې بحث او نهايي کیږي.

2: د موقتې دورې لپاره د قانون اساسي اساس ګرځونه په هکله توافق:
که طالبان موافقه وکړي نو همدا قانون دې تر هغه وخته پورې قابل تعمیل وي. چې اینده حکومت د یو کال په دوران کې د اساسي قانون د تغیر تصمیم نیسي په استثناء د هغه مواردو چې د بین الافغاني مذاکراتو په نتیجه کې د حکومت د انتقال یا بل هر هغه څه چې په بین الافغاني مذاکراتو کې د اسلام ضد ماده عنوان شوې وي او مختلف فیه وي عاطله وي.

داسې ویل کیږي چې طالبان د قانون اساسي  خپله طرحه لري او اوسنی قانون اساسي د جمهوریت طرحه د ډلې طرحه بولي او یو بل نه مني. نو حل یې دادی چې د سردار داود خان یا بلې دورې قانون اساسي دې د موقتې دورې لپاره اساس وګرځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x