افغانستان

د سپين بولدک اوسېدونکي: دلته قومي جګړه نه شته او نه هم د ملکيانو له وژنې خبر يو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ زمری، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت يو شمېر چارواکي ادعا کوي، چې طالبانو د سپين بولدک له نيولو وروسته لسګونه کسان له خپلو کورونو ويستلي او په مرموز ډول يې وژلي، خو طالبانو او د سيمې خلکو دا ډول رپوټونه او ادعاوې رد کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د کابل حکومت د چارواکو ادعا رد کړې او ويلي يې دي، چې هلته يوازې د کندهار ولايتي شورا د وکيل فدا افغان «ګوډ فدا» دوه زامن د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوي، چې له دوی پورې تړاو نه لري.

فدا افغان وايي، طالبانو هم ورته ويلي، چې زامن يې دوی نه دي وژلي، خو غوښتنه يې کړې، چې طالبان بايد د ده د زامنو قاتلين معلوم کړي.

نن ټکی اسيا په دې اړه د سيمې له ګڼو اوسېدونکو پوښتنې وکړې، خو تر اوسه هېڅ باوري سرچينې په سپين بولدک ولسوالۍ کې د توکمیزو قتلونو ادعا نه ده تاييد کړې.

د حاجي سردار نورزي په نوم د سپين بولدک يوه اوسېدونکي نن ټکی اسيا ته وويل، چې ځينې زورواکانو او په کندهار د وژل شوي جنرال رازق ملګرو د خپلې واکمنۍ پر مهال پر خلکو ظلمونه او وحشتونه کړي او اوس له دې لارې غواړي، خپله بدنامي پټه کړي او خلک د طالبانو پر خلاف جګړې ته رابولوي.

حاجي سردار، چې د ویش منډۍ کې دوکان لري نن ټکی اسيا ته وويل، چې د وېش پر دروازه ولاړ کسان د سيمې اوسېدونکي دي او ډېری يې د اڅکزيو او نورزيو له قومونو سره تړاو لري.

د ښاغلي سردار په وينا طالبان پر توکميز چلند باور نه لري او له همدې امله د طالب جنګياليو په ليکه کې اڅکزي او نورزي په ګډه کار کوي او حتی د وېش دروازه کې هم د دواړو قومونو خلک له هر ډول تبعيض پرته دنده پر مخ بیايي.

د عطا محمد اڅکزي په نوم يوه بل ځوان هم نن ټکی اسيا ته وويل، چې دی له ډېره وخته د وېش بازار کې دوکان لري، خو د توکمیزو قتلونو په اړه د شوو ادعاوو په اړه خپاره شوي رپوټونه يې د ځينو ځانګړو کړيو له لوري بللي دي.

د ښاغلي اڅکزي په وينا د سپين بولدک په څلورو عيدګاه جوماتونو کې د اختر لمونځونه وشول، چې په هره عيدګاه کې زرګونه کسان راټول شوي وو، چې هېڅ ډول قومي او توکميزه ستونزه په کې نه ده ترسره شوې.

د عطا محمد اڅکزي په وينا له تېرو څو کلونو راهيسې دا لومړی ځل دی، چې خلک په دومره لېوالتيا او ډاډه زړه د اختر لمونځ ته راټول شوي وو او که کومه قومي ستونزه او دښمني وای،نو دومره خلک به هېڅکله نه و سره راټول شوي.

 

په سپين بولدک کې د اختر لمونځ

د سيمې يو شمېر نورو اوسېدونکو او ګڼو باوري سرچينو نن ټکی اسيا ته وويل، چې د بولدک د نيولو پر مهال ګڼ عسکر، پوليس او اربکيان طالبانو ته تسليم شوي وو او هغوی ورته بښنه کړې وه، خو ځينې نور له وسلو او پوځي موټرونو سره په خپلو کورونو کې پټ وو او د بولدک د نيولو په لومړيو ورځو کې، چې حکومتي عسکر د کندهار له لوري پر بولدک د بريد لپاره را روان وو، طالبانو له بولدکه بهر د ود(حوت) غره په سيمه کې کمين ورکړ، ګڼو کومانډو عسکرو ته يې مرګ ژوبله واړوله، دغه مهال له ګڼو کورونو پر طالبانو د سپکو او درنو وسلو ډزې وشوې.

د سرچينې په وينا حکومت د بولدک دننه خپلو عسکرو ته امر کړی و، چې کله، چې پر طالبانو له بهره برید وشي، دوی به له کورونو پرې راووځي او طالبانو ته به ماتې ورکړي، خو کله، چې د ود غره په سيمه کې عسکرو ماتې وخوړه، په کليو کې دننه هم د غلجکي بریدونو هڅه ناکامه شوه او له دغې پېښې وروسته طالبانو کور پر کور تالاشي او تصفيه پيل کړه، ځينې کسان يې له درنو وسلو او پوځي موټرو سره نيولي دي، خو تر اوسه هېڅ جهت او باوري سرچينې دا نه دي تاييد کړي، چې هلته دې د قوم په نوم څوک وژل شوي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

ویل کیږي چي بدنام تر بد بدتر. هیڅ څوک په دې پسي نه ګرزي چي په بولدک کي د ۷۰ تنو عدوزو وژنه حقیقت ده که تبلیغات. ښه به دا وي چي دښمن په طالبانو پسي هر تبلیغ وکړي طالبان باید د هغه په تعقیب په تبلیغاتو کي پر دوئ تړل سوي تورونه حقیقت وګرزوي. دوه درې ځله داسي وکړي. دښمن به خپله د تور تړلو څخه وړاندي لس واري فکر کوي او ولاکه چي دا عسکرو ته د عفي ورکولو ډیډلاین به څه وخت راورسیږي؟ دا منافقین په نرمي نه پوهیږي، سره سترګه غواړي

یو بل مه سره وژنی

خدای مو خراب کره پر ناموس (زمکه) مو پنجابی په شکاره گرزی سترگی مو رندی دی؟
سوک چی پر ناموس تیری کوونکی نه وینی نو د خلگو قاتلین به چیری ووینی.
حکومت خو پر دی ناموس وختی لا معامله وکره

تور سپین

چه حکومت او چورلمان ستا پر ## د شين سترګو سره معامله وکړه تا کم عکسلعمل وښوى. چه کله يى پښتونستان پر پنجابيانو خرڅ کړى تا څه وکړل. ستا د ## ورکاوه او د انکار پر وخت يى غاښوړه ور وايستل تا څه اعتراض وکړى. اوس نو د پنجاپى نارى وهى. ستا غنى بىدون د خارجى د اجازى بګرام ته نسواى تللى د افغانستان خاوره ده که در معلومه وى. هغه د کابل ادارى بيغرته عسکر لا هم پنجاپيانو ته تسليمسول. خپل افتخار هم پنجاپى ته ورکړى. الله مو نيست او نابود کړه تاسى د دوږخ خاشى.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x