
طالبان: د قوي نظامي موقف لرلو سربېره مو د سولې په اړه پالیسي تغیر نه دی کړی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ زمری، ۱۴۰۰ل): طالبان وايي، سره له دې چې اوس مهال دوی په افغانستان کې په یوه قوي نظامي موقف کې دي او تر دوه سوه زیاتې ولسوالۍ يې تر واک لاندې دي؛ خو لا یې هم د سولې په اړه پالیسي تغیر نه دی کړی او پر تفاهم باور لري.
دغه څرګندونې د طالبانو د سیاسي دفتر د غړو او د اروپايي اتحادیې، یوناما، امریکا او قطر تر منځ په جوړه شوې ناسته کې د سیاسي دفتر غړي مولوي «عبدالسلام حنفي» کړې دي.
نوموړي ویلي، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او طالبان یې د واک انحصار نه غواړي؛ نو ټول افغانان یې باید د تعمیر، بیا رغونې او پرمختګ لپاره کار وکړي او نړیواله ټولنه یې باید په دې برخه کې مرسته وکړي.
دده په خبره، طالبان هيڅ فرد او ډلې ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو په خلاف استعمال کړي.
د طالبانو د سیاسي دفتر غړو ددې تر څنګ د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو بشري حقونو د ورکړې ژمنتیا تکرار کړې.
د طالبانو پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې په دې وروستیو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د لړۍ له دوام سره په یو وخت طالبانو چټک پوځي پرمختګونه کړي او په دوه سوه شاوخوا ولسوالیو یې ولکه ټینګه کړې.
طالبان وایي، له نظامي لارې پر افغانستان ولکه ټینګول نه غواړي، بلکې له ټولو افغان جهتونو سره تفاهم ته ژمن دي.
د طالبانو مشر «شیخ هبة الله اخوندزاده» هم په خپل اختریز پيغام کې ویلي وو، چې د افغانستان د شخړې سیاسي حل ته جدي ژمنتیا لري.
هغه پاته ۲۰۰ ولسوالۍ څه وخت نیسئ؟ زما دا منۍ د ولایتي ښارونو لپاره په اوسني شرایطو کي چرکي او نفوذي بریدونه کفایت کوي. د ولسوالیو تصفیې ته ادامه ورکړئ د نامي زامنو.