افغانستانسولې اړوند خبرونه

سهیل شاهین: د نوي حکومت له جوړېدو پرته سوله شونې نه ده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ زمری، ۱۴۰۰ل): طالبان وايي، په افغانستان کې د واک انحصار نه غواړي، خو باور لري چې که د اوسني حکومت پر ځای د مذاکراتو له لارې نوی حکومت جوړ نه شي، نو په افغانستان کې به سوله تامین نه شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» له اسوشيټيډ پریس خبري اژانس سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې که ټولو افغان جهتونو ته د منلو وړ نوی حکومت رامنځته شي، نو طالبان به وسلې پر ځمکه کښېږدي.

دده په خبره «طالبان د واک انحصار نه غواړي، ځکه په تېرو وختونو کې په افغانستان کې هر حکومت چې د واک د انحصار هڅه کړې، بریالی شوی نه دی؛ نو موږ نه غواړو تېرې تجربې تکرار کړو.»

د شاهین له قوله، د نوي حکومت په اړه تر توافق او له واک څخه د غني تر لیري کېدو وړاندې د اوربند غوښتنه د طالبانو د تسلیمۍ په معنا ده او اوربند تر  هغه ممکن نه دی چې د نوي حکومت په اړه هوکړه نه وي شوې.

نوموړي یو ځل بیا د ښځو حقونو ته د طالبانو د ژمنتیا یادونه کړې او په خبره یې، طالبان ښځو ته اجازه ورکوي، چې کار وکړي، ښوونځیو ته ولاړې  شي او په سیاسي  چارو  کې برخه واخلي؛ البته د اسلامي حجاب اغوستل ورته اړین دي.

طالبان داسې مهال د نوي حکومت په جوړېدو ټینګار لري چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او طالبان د افغانستان تر نیمایي په زیاته خاوره واکمن دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د څلور سوه او شل ولسوالیو له ډلې تر دوه سوه ډیرې ولسوالۍ د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

شاهین وایي، دغه ولسوالۍ یې د خلکو په منځګړیتوب د خبرو له لارې نیولي دي او تر ډېره حده جګړه نه ده ورباندې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

د دې حقبینانه موقف د ملاتړ لپاره نړیوال لابیینګ ته اړتیا سته. په افغانستان کي ښکیل غربي بلاک دا تیر ۲۰ کاله په افغانستان کي ځان ته موجودو فرصتونو څخه عاقلانه استفاده نه ده کړې چي د دې پرله پسې ناکامیو علت د افغانستان اوسني بېکفایته د واک انحصارګر دي چي د دوئ د ملاتړ په برکت پر کابل باندي قابض دي. دوئ په ظاهره خپل ځواکونه د افغانستان څخه و ایستل خو د افغانانو پر ضد یې خپله جګړه ختمه کړې نه ده چي لوی ثبوت یې د کندهار اوسنۍ بې رحمانه بمبارۍ دي. دوئ اوس هم دا فکر… نور لوستل »

ګوم نام

تاسی هم والله که په الله مین یاست. بس همدا ارګ او دالرو ته مو سترګی خړی کړی خو بچو همداسی به لکه نور چی ## شول ## به شی

عبدالواحد اڅګزۍ

په پشتوکی یومتل دۍ:وایی که تورغویی په نیکه کی اخلی پلاردی ماوژلۍ دۍ اوکه یی نه اخلی ماندۍ وژلی ،امریکاپردی ټینګارلری که غنی کمونسټ دافغانانوقاتل چه دواشنګټن اونیویارک محافظ اوظالم حکومت یی قبلوۍ نوصلح ده کنه نوتاسی ترورستان یا،داجنایتونه غنی دامریکا په اشاره کوی که زماپه قول طالبانوکولای ماپرقرآنکریم عمل کاوۍ ،قرآنکریم کی الله فرمایی:مه بیریږۍ دخلکووبیریږۍ له ما،مادامریکااوانګریزانو پر سفارت حمله کوله چه دفساد جرړی دی ،دامام خومینی په وخت کی یی دامرکادسفارت اطباع ایرانی طالبانونکړل اغوا څه یی په وکړل ،تردی بله صلحه چیری ده لکه شاهین چی وړاندی کړی ده چه دامریکاساتونکی دی استعفا وکی افغانان دی… نور لوستل »

ګوم نام

د ## ټول منطق او استعدلال همدمره ده دوی زات ## ملامت نه یی د ## په کا سه دی خوله یښی

طوطی

همداسی غوښتنه پخوانیو مجاهدینو له ډاکټر نجیب څخه کوله. بهتره نده چی غنی په قدرت کی پاتی شی لدی چی واک پنجاب ته وسپارل شی؟ تر پرونه همدا تاسو طالب مشرانو چغی وهلی چی امریکه د ووځی نور به یو ټک هم په افغانستان کی څوک ونکړی. اوس د یو نوی حکومت غواړی او د ۸۵ فیصدو د خاورې د نیولو ادعا خو کوی کوی. بیا نو ولی له انتخاباتو څخه وریره لری؟ غنی خو لا پخوا ویلی چی زه په خپله هم په انتخاباتو شرکت نکوم خو کچیری طالبان انتخاباتو ته زړه ښه کړی. اوس چی طالب بدون له… نور لوستل »

طوطی

فرض وکړی غنی استعفا وکړه، د طالبانو طرح او پلان څه دی؟ اوس چی طالب ۹۰٪ خاوره په لاس کی لری نو ولی یو نوی جدید کاغذ پیچ حکومت نه اعلان نوی؟

ګوم نام

خدای دی ## په الهی عذاب اخته که لکه اخته چی دی الله دی دا ملت نور له دی افته خلاص کړی.
بعد له دی به درته نوی حکومت وښودل شی لخیره داسی به ## شی لکه ## انشاالله.
اوس به نوی حکومت درته وښودل شی

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x