د نن سرلیکنه

د بان کې مون نادر قضاوت! – سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: تیره ورځ د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بان کې مون په تل ابیب کې د صهونیست رژیم له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهوسره په یوه ګډمطبوعاتي کانفراس کې ګډون وکړ.

نوموړي سره له دې چې په غزه باندې د صهیونستي برید په ترڅ کې ۶۵۰ فلیسطنیان شهیدان او تر ۴۵۰۰ زیات ژوبل شوي بیاهم د دغه برید پړه د حماس په غورځنګ ور واچوله او هغه یې په سیمه کې د تاوتریخوالي مسؤل وګاڼه.

بان کې مون د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان د عمومي سرمنشي په حیث له صهیونستي وحشت څخه په دفاع کې وویل : زه په اسرائیلوباندې د حماس توغندويي بریدونه غندم او په دغو بریدونوکې له وژل شویو اسرائیلیانوسره خپله غمرازي څرګندوم. نوموړي دخپلو څرګندونو په ترڅ کې دا هم وویل : اسرائیل د خپل ځان په دفاع کې دا حق لري چې د حماس دبریدونو په مقابل کې په ورته اقدام لاس پوري کړي.

د غزې روانه جګړه چې ۱۷ورځې مخکي د صهیونیستي ځواکونولخوا د غزې د مظلومو اوسیدونکو پرخلاف پیل شوې تراوسه ورکې ۶۵۰ کسان شهیدان او تر ۴۵۰۰ زیات ژوبل شوي چې د نړیوالو رسنیو او په غزه کې د مرستندویه مؤسسو د رپوټونوپه استناد، د قربانیانو ډیری برخه ولسي وګړي په خاصه توګه ښځې اوماشومان دي .

تراوسه پوري د ټولې نړۍ د هیوادونو په کچه یواځې قطر او ترکیې هیواد په دولتي سطحه د صهیونستي یرغلګرو د وحشیانه برید پرخلاف عملي غبرګون ښکاره کړی او دفلسطین د مسلمان ولس د دفاع ننګه یې کړې.

داچې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر ترڅنګ د صهیونیستانو په مقابل کې د حماس مقاومت غندي او تل ابیب د ځان په دفاع کې حق په جانب بولي نو طبیعي ده چې د ملګرو ملتونو نورې اړونده ادارې ،د بشري حقونو د دفاع کمیټه اونور حفوقي سازمانونه ټول په بیوزله فلسطینیانو باندې د یهودو وحشت ویني خو په مقابل کې یې هیڅ عملي غبرګون نه څرګندوي .

د قطر هیواد اوپه تیره د هغوی نړیواله تلویزوني شبکه (الجزیره) چې د خپلې انساني او اسلامي خواخوږۍ له مخې د فلسطینیانو د مظلومیت غږ نړیوالوته رسوي او په ځینو بشري مواردوکې د هغوی ملاتړ کړی تیره ورځ هغوی هم د صهونیستي رژیم د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د تروریستي ډولو په حمایت تورن او صهیونستي هوايي ځواکونو سمدستي په غزه کې د الجزیره شبکې دفتر تر برید لاندې ونیو.

صهیونیستي رژیم الجزیره شبکه یواځې په دې جرم د تروریزم په حمایت تورنه کړه چې هغه د صهیونیستي ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د ولسي وګړو د شهیدانو او ژوبل شویو کسانو ژوندۍ صحني نړیوالو ته ښيي.

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي په ځای د دې چې غزې ته تللی وای او هلته یې د صهیونستانو په بمباري کې له وژل شویو اوژوبل شویو مظلومو فلسطینیانو سره غمرزاي کړې وای ، تل ابیب ته ولاړی او له هغه ځایه یې د قاتلو یهودانو په مقابل کې د حماس برحقه دفاع وغندله او د قاتلو یهودانو دجنایاتو ننګه یې وکړه.

یواځې بان کي مون نه ،بلکې د امریکي د بهرنیو چارو وزیر هم همدا اوس تل ابیب ته رسیدلی او هلته له صهیونیستي چارواکوسره په دې سلا اومصلحت لګیادی چې څرنګه وکړای شي هغوی د مسلمانو فلسطینیانو له دفاعي مقابلې وژغوري .

دا د متمدنې نړۍ نادر قضاوت دی چې د مظلوم پرځای له ظالم سره اوښکې تویه وي او د مظلوم په ټکولوکې یې حمایت او ملاتړ کوي ، د حماس په دفاعي بریدونوکې چې تراوسه پوري کوم یهودان وژل شوي، یاژوبل شوي او یا ژوندي نیول شوي هغه ټول وسله وال پوځیان دي ، او د یهودو په بریدونوکې چې تراوسه ۶۵۰ کسان وژل شوي هغوی ټول ولسي وګړي، ښځې او ماشومان دي ،خو د دې باوجود بیاهم فلسطینیان ترهګر او اسرائیل د سولې پرښتې دي چې د ژغورنې لپاره له بان کی مونه رانیولې تر کیري پوري ټوله نړۍ په حرکت راغلې.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

مسلمانو افغانانو ورونو السلام علیکم : د فلسطین د مظلوم اولس په هکله د بانک مون ( امریکا مون ) د اجمقانه او ظالمانه قضاوت په هکله ماته هغه وخت راپه یاد شو چه زه د دری نورو ملګرو سره په ګډه د سولی پوری اړوندی مسلی د پاره کابل کی د ملګرو ملتو مشر دفتر ته تللی وو ، کابل کی هغه مشر له خبرو داسی معلومیدلو لکه دا چه د امریکا یو دفتر وی او د امریکا د سفارت د دستورونو لاندی کار کوی ، نو مونږ تری پوشتنه وکړه ، چه ملګری ملتونه باید د یو بی… نور لوستل »

محمود

د ټول آسیا اداری ته! الله تعالی تاسی ته اجر درکړی چی د امت په غم ځان شریک بولی مګر زه شخصا عنوان سره موافق نه یم ځکه چی دا اول ځل هم نه دی او غیر متوقع هم نه دی چی د بیانزی صیب خبره امریکا مون د امریکا و د اسراییلو د سیاست او ظلم پلوی کوی نو د (نادر) کلمه باید لری شی. هو که چرته کی مون د مسلمانان په حق خبره کړی وای نو بیا (نادره) وه.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x