ورزش

الجزایري لوبغاړي اسراییلي لوبغاړي سره د نه لوبېدو په خاطر له اولمپیک لوبو ځان بهر کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ زمری، ۱۴۰۰ل): د الجزایر هېواد جودو پهلوان «فتحي نورین» وروسته له هغه د اولمپېک سیالیو پریښودو پریکړه وکړه چې د اسراییلي لوبغاړي پوټپول طاهر سره د قرعه اندازې له لارې مخامخ شو.

الجزایري لوبغاړي نورین یوه ځایي تلویزون ته په وینا کې وویل، «زما دریځ د فلسطین په قضیه کې مستحکم دی، په بشپړ ډول اسراییل سره د حالات نورمالولو مخالف یم، ولو که زما دغه دریځ د اولمپېک سیالیو څخه په بهر کېدو تمام شي، اجر به یې الله راکوي».

دا څلورم ځل دی چې د الجزایر اتل اسراییلي لوبغاړي سره د مخامخ کېدو په خاطر د ټوکیو اولمپېک لوبې پریږدي، دغه راز په ۲۰۱۸م کال کې په دریم پړاو کې هم یاد لوبغاړي اسراییلي لوبغاړي سره له مخ کېدو انکار کړی و، کومې سیالۍ چې په جاپان کې ترسره شوې وې.

۳۰ کلن فتحي نورین د الجزایر او افریقا یو له نامتو جودو ریسلرانو څخه دی چې له دې پخوا یې یو شمېر اتلولۍ ګټلې دي، تر ټولو غوره یې په ۲۰۱۸م کال کې د افریقا اتلولۍ پرمهال یې د ۷۳ کیلو ګرامه وزن اتلولي خپله کړې ده.

د ټوکیو اولمپېک سیالۍ نن د جمعې په ورځ په جاپان کې د یوې شاندارې پرانیستغونډې په ترڅ کې پېل شوې چې د اګست تر ۸مه نیټې به دوام کوي، په یادو سیالیو کې د ۲۰۶ هېوادونو لوبغاړي په ۴۶ بېلا بېلو لوبو کې خپل مهارتونه ښکاره کوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

افرين دې د نورين په مور او پلار وې. الله سبحان و تعالی دې نوموړی په دې دنيا او اخرت کې سر لوړی ولري.
د نوک بلا ته دي يې د اماراتو ، مصر ….. اړ اردن بې ننګه او بې عزته اميران و دريږې.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx