ورزش

کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې سياليو لپاره ۱۷ کسيزه لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱ زمری، ۱۴۰۰ل): د پاکستان پر وړاندې د درې يو ورځنيو سياليو لپاره د افغانستان ملي لوبډلې ۱۷ کسيزه لوبډله اعلان شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د هغو لوبغاړو نوملړ يې په ډاګه کړ چې د کرکټ نړيوالې شورا د غوره ليګ سياليو په لړ کې د روان کال سپتمبر مياشت کې به د پاکستان پر وړاندې په درې يو ورځنيو لوبو کې د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.

په اعلان شوې لوبډله کې لاندې لوبغاړي شامل دي:

رحمان الله ګربز، ابراهيم ځدران، صديق اتل، رحمت شاه، حشمت شهيدي، نجيب ځدران، اکرام عليخېل، شاهد کمال، محمد نبي، کريم جنت، عظمت عمرزی، راشد خان، عبد الرحمن، نوين الحق، فضل حق فاروق او نور احمد لکڼوال شامل دي.

د ساتونکو لوبغاړو لپاره يوسف ځاځی، سليم صافی، شرف الدين اشرف او قيس احمد ټاکل شوي دي.

ټاکل شوې ده د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ نړيوالې شورا د سوپر ليګ سياليو په لړ کې د درې يو ورځنيو لوبلړۍ د سپتمبر له لومړۍ تر ۷مې نيټې په سريلانکا کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx