نړۍ

امریکا دی الزامات بند کړی ورنه پاکستان به له لاسه ورکړي

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۳) اسلام اباد: دپاکستان دبهرنیو چارو وزیري حنا کهر دیوی خبري غونډي پرمهال له خبري رسنیو سره په خبرو کی وویل چي امریکا باید دپاکستاني چارواکو اوڅارګري اداري په وړاندي له بي ځایه تورونه څخه ډډه وکړي.

نوموړي زیاته کړه دامریکا له لوري پرپاکستانی حکومت اوڅارګري اداري باندي داسي تورنه لګول  ګواکي له حقانی ډلي سره اړیکي لري سخته ناراضګي ښودلي ده.

او امریکایی چارواکوته یی خبرداري ورکړی دي چي په دارنګه بیانونو ورکولو سره به امریکا په سیمه کی دترهګري په وړاندي روانه مبارزه کی یومهم ملګري له لاسه ورکړی.

حنا وړاندي وویل چی چی دارنګه بیانونه بغیر له دی څخه چی ددواړو هیوادونه ترمنځ عدم اعتماد اوبی باوري رامنځ ته کړی نوره هیڅ پایله به ونه لري، نوموړي وویل پاکستان کی هره ورځ بریدونه اوچاودني کیږي خومونږدچاپه وړاندي داعتراض کوته نه پورته کړی اونه موکوم لوري ته مستیقما اشاره کړی ده.

نوموړي داومنله چی په دی وروستیو کی دامریکي اوپاکستان اړیکي له ډیرمشکل دور څخه تیریږي، خصوصا په عملیاتي ډګرکی ددواړو هیوادونه ترمنځ یولړ مشکلاتو شتون لري.

دغونډي په پای کړه دپاکستان دبهرنیو چارو وزیري زیاته کړه کچیري امریکا غواړي چی په سیمه کی پاکستان رنګه دوست له لاسه ورکړی، دابه  دامریکی له لپاره ښه پایلي ونلري.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x