خبرتیاوی او پیغامونه

نن ټکی اسیا مه هېروئ!

نن ټکی اسیا وېب پاڼه په ۱۳۸۹ل کال کې داسې مهال خپرونې پیل کړې چې زمونږ په هېوادني انلاین ژورنالیزم کې د یوې داسې پاڼې، چې ملي او اسلامي ارزښتونو ته ژمنه وي؛ کمی ډېر احساس و.

نن چې دا دی د نن ټکي اسیا له بنسټونې څو کاله تېرېږي، مونږ د خپل ژمن فرهنګي کهول په لاسنیوي او قلمي او فرهنګي ملاتړ پر خپل کار ویاړو او داسې ګومان کوو، چې د خپل هغه هدف لپاره، چې په تش لاس؛ خو خورا زیات اخلاص مو ورته کار پیل کړی و، نن مو فاصلې ډېرې ورلنډې کړي دي.

اوس نن ټکی اسیا د ملي-اسلامي فکر کرښې لیکوالو او فرهنګیانو د راټولېدو ځای دی. «نن» د متعهد او فکري ژورنالیزم هیله من فکر کوي چې نور نو ډګر پرانیستی دی او منظم او هدفمن کار کولای شي؛ ترڅو دغه ډګر همداسې پرانیستی او فعال وساتي.

له دې لاسته راغلي فرصته په ګټه پورته کولو سره، په ګردو اسلامي او هېوادنیو ګټو ته ژمنو لیکوالو او فرهنګیانو غږ کوو چې «نن ټکي اسیا» سره خپله همکاري همداسې جاري وساتي. مونږ ستاسې همکارۍ ته په ډېر درنښت ګورو، مننه مو کوو او پاداش یې له الله جل جلاله درته غواړو.

د روژې د دې مبارکو ورځو په پلمه د نن ټکي اسیا مدیر او همکاران له خپلو ټولو همکارانو، لوستونکو او مینه والو هیله کوي، چې په خپلو د افطار او شپنیو نیکو دعاوو کې مونږ هېر نه کړي او د الله تعالی له درباره وغواړي چې د دې ملي پاڼې لمن همداسې له ملغلرو ډکه وساتي او ټولو همکارانو ته يې توفیق ورپه برخه کړي چې دا پاڼه همداسې د منبع په توګه وساتلای شي.

روژې، طاعتونه او عبادتونه مو د پاک رب په دربار کې قبولې!

سیف الرحمن خپلواک

د نن ټکي اسیا مدیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري سعيدخوستئ

موژ درباندي وياڑو الله مو ونازوه
دلايزال دربار سخه دلا پرمختك غوشتنه درته كوؤ

حاجي کاکا

که نن ټکی اسیا نه وای اوس به چغالان اربکیان په بامو ګرځیدل همدا نن دی چې د ډیرو خنځیرانو خولې یي ور بندې کړي
پرې درویاړو

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x