افغانستان

طالبان: زمونږ کورني او بهرني «دښمنان» جوړجاړي ته لیوالتیا نه لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ زمری، ۱۴۰۰ل): طالبانو د کابل حکومت په غوښتنه د امریکايي ځواکونو لخوا په دې وروستیو کې ترسره شوي هوايي بریدونه غندلي او دا کار یې له سولې سره د کورني او بهرني «دښمن» مخالفت بللی دی.

امریکايي ځواکونو په دې وروستیو کې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د کابل حکومت په غوښتنه د طالبانو پرضد هوايي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ملکي خلکو او طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې دا بریدونه په کلکه غندلي او دا کار یې له لاسلیک شوې توافقنامې څخه ښکاره سرغړونه بللې ده:«اسلامي امارت دغه وحشیانه بریدونه په ترټولو سختو ټکو غندي، دا د لاسلیک شوې توافقنامې څخه ښکاره سرغړونه ده چې پایلې به ولري.»

په اعلامیه کې دغه راز د کابل حکومت د مشر وروستیو څرګندونو ته توند غبرګون ښکاره شوی او په راتلونکو شپږو میاشتو کې یې د هرډول نظامي تحول مسئولیت د کابل حکومت مشرانو ته راجع کړی دی.

د کابل حکومت مشر اشرف غني وړمه ورځ(چنګاښ ۳۰مه) د کمانډو ځواکونو قول اردو کې د وینا پرمهال هغوی ته وویل چې په راتلونکو درې او شپږو میاشتو کې په خپل ټول توان سره د طالبانو پرضد پوځي عملیات ترسره کړي، ترڅو دده په خبره د جګړې وضعیت ته تغییر ورکړي.

طالبانو ویلي، چې له خپلو سیمو څخه به په کلکه دفاع کوي او د کابل حکومت لخوا د پوځي عملیاتو د دوام په صورت کې به دوی په دفاعي حالت کې پاتې نه شي.

په دغه پیغام کې طالبانو یوځل بیا د سولې په هکله په خپل پخواني دریځ ټینګار کړی او د کابل حکومت د مشر له خوا د اختر په ورځو کې پرلپسې جګړه ییزه لهجه او اعلانونه او د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه یې ددې څرګنده بېلګه بللې چې د سولې او جوړجاړي له پروسې سره دښمني لري.

طالبانو دغه راز سیاسي کارپوهان، څېړونکي او عام هېوادوال متوجه کړي چې له دې په راتلونکي کې د هرقسم پېښېدونکو پایلو مسئول اړخ باید وپيژني.

دا په داسې حال کې ده چې د لوی اختر په مناسبت د طالبانو مشر خپل پیغام کې د سولې او انعطاف پیغام ورکولو ترڅنګ د اختر په ورځو کې د طالبانو لخوا په ټول هېواد کې نااعلان شوی اوربند پلی او سلګونه د کابل حکومت عسکر له خپلو محبسونو څخه آزاد کړل.

ددې په مقابل کې د کابل حکومت مشر اشرف غني د لوی اختر په لومړۍ ورځ هم په ارګ د وینا پرمهال د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کول یوه تیروتنه بللې وه او په راتلونکو ورځو کې یې د طالبانو پرضد د پراخو عملیاتو پیلولو اعلان وکړ، چې د څارونکو په اند دا کار ښايي د سولې پروسې ته سخته صدمه ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا خو یو حقیقت دی چی هم په حکومت کی کسان شته چی نغواړی د طالب څیره تحمل کړی او هم په طالبان کسان شته چی نغواړی دا جنګ بس شی. ډیری هم د حکومت لخوا او هم د طالب لخوا کسان خپل معشیت او ژوند په جنګ کی ګوری. کچیری دا جنګ نوی بیا نو دا ټپلی ډلی لکه سماعیل خان، عطا نور، ګلم جم، شمالی ټلواله دا کسان بیا نه افغانستان کی پاتی کیدای شی او نه هم دلته دوام لرلی شی. همدا جنګ دی چی دوی د خپلو بادارانو لخوا تمویل کیږی او ځانو ته یی بلډنګونه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x