افغانستان

تاجکستان سل زرو افغان کډوالو ته ځای ورکوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ زمری، ۱۴۰۰ل): له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو بهير په بشپړېدو دی او داسې اندېښنې شته، چې په هېواد کې به يو ځل بيا جګړې او تاوتريخوالی زيات شي، له همدې امله تاجکستان سل زرو افغان کډوالو ته د ځای ورکولو پرېکړه کړې ده.

تېره ورځ د امريکا د پوځ لوی درستيز جنرال مارک ميلي و، چې طالبانو د افغانستان له پنځوس سلنه زياتې ولسوالۍ نيولي دي.

د تاجکستان د بېړنيو مرستو ادارې مرستيال امام علي ابراهيم زاده نن د جمعې په ورځ خبريالانو ته وويل، چې د خاتلون او ګورنو بدخشان ولايتونو کې يې دوه سترې زېرمې جوړې کړي، چې هلته به د اړتيا په صورت کې نوي افغان کډوال ځای پر ځای کېږي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف او نورو چارواکو ويلي، چې د افغانستان په شمال کې وضعيت ترينګلی دی او له همدې امله يې د افغانستان پولې ته څېرمه سترې پوځي مانورې پيل کړي دي.

تاجک ولسمشر اندېښنه ښوولې، چې د افغانستان په شمال کې وضعيت پېچلی او ترينګلی دی او له همدې امله دوی خپل پوځ ته د تيارسئ امر کړی دی.

امام علي رحمانوف له ۱۹۹۴ کال راهیسې د تاجکستان ولسمشر دی او د افغانستان روان وضعيت په اړه يې له خپل متحد او د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوټين سره هم خبرې کړي دي.

خو افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي، چې طالبان د سولې هوډ لري او له افغانستانه بهر چا ته ګواښ نه دي.

د ښاغلي کابلوف په وينا طالبانو په تېرو څو کلونو کې د داعش پر خلاف جګړې کړي او هغوی ته يې ماتې ورکړې ده.

طالبانو هم په خپلو تکراري څرګندونو کې ويلي، چې دوی د سيمې له ټولو هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي، له خپل هېواده بهر هېچا ته ګواښ نه دي او نه به هم چا ته اجازه ورکړي، چې د افغانستان خاوره د بل چا پر خلاف وکاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا به ټول بدخشانی او تخاری وی. پښتنو ته نن سبا په د دنیا کی ځآی نشته ټول ترهګر، تروریست، ځانمرګی، غله او قاچاق بر دی. هزاره ګان بیا وایی چی دوی د یهودو ورک قوم دی چی تر قیامته به سرګردانه او بی عزته پاتی شی. پاکستان وایی: که دا ځلی دا جاهله قوم دیخواته راغلی نو ښارونو کی به یی نه پریږدو. هغوی ته به په سرحد باندی ځآلی جوړې کړو او استفاده به تری وکړو.

ډاکټر احرار

پاکستان او تاجکستان دواړه سرحد ته څیرمه د مهاجر کیمپونو په نوم سیمی مشخصی کړي دي حال داده موږ مهاجر نلرو د اسلامي امارت د عامی عفوی او ترحم څخه په استفادی تر اوسه یو کور هم نده بیځایه شوی
دلته حتما د پردی شاته بل څه دې نوم د مهاجر استعمالیږي دا شاهد ممکنه هډی وې چې امریکا ته یې منلی وې

عبدالرقیب

احرار صاحب خدای دي د خواري وساته! اوس پر امریکایي عسکرو دومره بد وخت راغلی چي د پاکستان او تاجکستان په سرحدي سیمو کي به د افغان مهاجرو په توګه استوګنه کوي. که یې د غني ملاتړ پرېنه ښود نو یوه ورځ به په رښتیا هم داسي حالت پر راسي

ملا جانان

هغه پښتو متل دی چي وایي: لالا راوړي! لالا بیرته په منډلي! د اوس څخه یو ۱۰۰ یا ۲۰۰ کاله وړاندي پر ترکستان باندي د تزاري روسانو د یرغل وروسته ۱۰۰ زره په شاوخوا کي ترکستاني کډوال افغانستان ته راواوښتل چي موږ د خپل دین او ناموس د ساتني لپاره د افغانانو خاوري ته پناه راوړې ده. افغانانو هم د اسلامي ورورولي په اساس خپله ځمکه ورسره شریکه کړل. آخر داغه د روسي کفر څخه بیزاره ترکستانیان په شمالي افغانستان کي د روسي مداخلې آله وګرزیدل او دلته یې د اسلامي فرهنګ دبینه وړلو او فحشاو بې ستري د ترویج… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x