افغانستان

وکيلان: د نوو سرپرستو وزيرانو په راتلو هم په امنيتي وضعيت کې بدلون نه دی راغلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو سرپرست وزيران ادعا کوي، چې له تېرې يو مياشتې راهيسې يې شل ولسوالۍ له طالبانو بېرته نيولي، خو د ولسي جرګې يو شمېر وکيلان دغه ادعا بې بنسټه بولي.

د ولسي جرګې يو شمېر وکيلان وايي، د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو د نوو سرپرستانو له ګومارل کېدو يوه مياشت تېريږي، خو لا هم د هېواد په امنيتي وضعيت کې کوم بدلون نه دی راغلی، بلکې له تېرې يوې مياشتې راهيسې طالبانو نږدې اويا ولسوالۍ او شپږ بندري ګمرکونه نيولي دي.

څلور دېرش ورځې مخکې بسم الله خان محمدي د اسدالله خالد پر ځای د دفاع وزارت سرپرست، جنرال ولي احمدزی د ياسين ضيا پر ځای لوی درستيز او عبدالستار ميرزکوال د حيات الله حيات پر ځای د کورنيو چارو وزارت سرپرست ګومارل شوي دي، خو منتقدين وايي، د درې واړو لوړپوړو امنيتي چارواکو په راتلو تر اوسه هم په امنيتي وضعيت کې کوم مثبت بدلون نه دی راغلی.

د ولسي جرګې د دفاعي کميسيون مشر مير حيدر افضلي وايي، جګړو دومره زور اخيستی، چې بايد وويل، تر اوسه د هېواد په امنيتي وضعيت کې کوم مثبت بدلون نه دی راغلی.

د ولسي جرګې يو شمېر وکيلان وايي، دوی په تمه وو، چې د نوو سرپرستو امنيتي مسؤولينو په راتلو به وضعيت کې ښه‌والی راشي او له لاسه وتلې ولسوالۍ به بېرته ونيول شي.

د ولسي جرګې غړی محمد عظیم کبرزاني وايي: «ولسمشرۍ ماڼۍ په خپل سياست سترې تېروتنې کړي، چې بدبختانه زيان يې ولس ته رسيږي.»

د کورنيو چارو وزارت سرپرست عبدالستار ميرزکوال وايي، د هېواد په څلور سوو ځايونو کې يې جګړه روانه کړې، چې ځينو ځايونو ته لاس رسی نه و شوی، ځينو ځايونو کې غفلت شوی و او ځينو نورو ځايونو کې بيا تکتيکي شاتګ شوی و.

دفاع وزارت بيا ادعا کوي، چې د نوو امنيتي مسؤولينو په راتلو د واحدې قوماندې له مخې شل ولسوالۍ بېرته له طالبانو نيول شوي دي.

خو د ولسي جرګې وکيلان او طلوع نيوز د خپلو موندنو له مخې وايي، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې په امنيتي وضعيت کې مثبت بدلون نه دی راغلی، بلکې وضعيت نور هم ترينګلی شوی او طالبانو اويا ولسوالۍ او شپږ ګمرکي بندرونه هم نيولي دي.

په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی شاپور حسنزی وايي، له تېرو ډېرو ورځو راهيسې د ملي امنيت رياست، د دفاع وزارت او کورنيو چارو وزارت دروازو ته ورځي، خو چارواکي له دوی سره له ليدو ډډه کوي او نه هم د روان امنيتي وضعيت په اړه دوی ته څوک معلومات ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
استاد دوکتور عبدالله

الحمدلله .. الله د یهودو او نصاروا په مزدوران یاندې ځمکه داسې تنګه کړي لکه پر مسلمانان یې تنګه کړې وه او دا د الله وعده ده چې : و العاقبة للمتقين …

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x