نظــر

طالب د کابل په دروازه کې؛ خو د اوږدې زمانې د خاموشه بې طرفه غوغا!

جمال ایوبي

پر دې بحث نه کوو چې د هجرت په مسیر او بیا د سختیو او شکنجو ګاللو په تصویر کې به د پیغمبر او صحابه کرامو عزت النفس غوره وي او که ددې امت یې؟.

دا چې په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د جامد او دشوار حالت لامل کوم جهت دی دا هم ټولو ته روښانه ده له دې تفصیل هم تېرېږو، راځو خپلې موضوع ته.

دا چې د لیوني بحران په مسیر کې واقع افغانستان د شل کلن خونړي اشغال څخه په یوه مثبت او پرتمن تحول عوض کېږي نو په همدې اساس ځینې د کلونو خاموشه د بې طرفه په عنوان ادرسونو د طالب پر ضد تبلیغاتي موقف نیولی.

پدې روان تحول کې د ځېنو پېښو سره متصل ځینې خلک د طـالـب د روانو فتوحاتو سره جوخت د بې کوره شوو خلکو سره د انسانیت په عنوان د تمساح اوښکې تویوي، انځورونه یې نشروي او هڅه کوي چې دېته د کابل ادارې په ګټه سیاسي کوریج ورکړي.

تاسې د حقایقو د درک او له انسانیت سره د متفاوت چلند د تشخیص په خاطر لاړ شئ او ددې خلکو د قلم نوکه تعقیب کړئ، د کلونو مقالې او په سوشل میډیا کې یې د سابقه فعالیت پر اساس د پوسټونو ارزونه وکړئ، تاسې به وګورئ چې د دوی په وال به د اشغالګرو او غلامانو د وحشیانه بمبار، د بې ناموسیو، چاپو … او د هغه زوموخت او بدغوني پړاو په اړه یوه غندنه هم نه وي، ددې حیواني کړنو تقبیحول څه چې دا غلام عسکر به یې لا تقدیروه.

نن چې د اوږدې خو سرخوږې مبارزې په پایله کې ددې غربي اشغال پای او لاسپوڅې ادارې محوه یقیني شوه، نو له دې تحول سره سم د دوی په فکر کې بې کوره خلک هم پیدا او ولس هم وپېژندل شو.

ایا دا شل کاله د فجایعو په کرښه ولاړ افغانستان ژړا او ننګ ته ضرورت نه درلود؟
دا د لکونو خلکو هجرت د انسانیت برخه نه وه؟ ایا هغه وخت د ناموس او انسان ژغورنې غږ پکار نه و؟
ایا د نوامیسو په بې عزتۍ او د ولس په قتل عام سکوت اختیارول به ډېر وجدان او ضمیر چلنجوونکی وي او که د غلامې ادارې د بقا په بهانه د خلکو بې کورۍ ته چیغې؟

پدې شل کلن خوړین دوران کې چې زرګونه کورنۍ، لکونه انسانان، مساجد، مکاتب، تعمیرات او نورې بلا شتمنۍ د بمبار خوراک شولې هغه وخت ستاسې اففف قدرې غږ چېرته وه؟
دا ملي شتمنۍ او ارزښتونه پرون هم ول او که نن پیدا شول؟

تاسې په یوه منصفانه قضاوت کې د دوی کردارونه او فعالیتونه د انسانیت په ترازو کې وتلئ چې دا د بشر سره دوګونی چلند د دوی شرافت څومره زخمي کوي.

هغه چې پرون د غلامانو په یوه بدل تصویر کې مداح پاتې او د بدرنګو افعالو د تقبیح لپاره یې ویښ ضمیر نه درلود تاسې څه وایئ چې اوسني تقبیحول به یې د رذالت نښه نه وي؟

ستاسې دا تبعیضي او دوه مخی چلند په دې ګواهي ورکوي چې کاذبین او د تمساح کردار تمثیلونکي یاست.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
استاد دوکتور عبدالله

په قلم مو برکت

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x