شعـــــرونه

اختريز پيغام او غزل/ بشارت

داد محمد بشارت

پۀ موسکا وا مو کړه د شونډو ګل غوټۍ اختره!
راکړه پۀ لپو کې اوبه د خوشحالۍ اختره!

د زړو ګلاب مو د غمونو وچکالۍ وهلي
پرې پۀ شیبو شېبو باران شه د خوښۍ اختره!

د يتيمانو پۀ سپيرو سرونو لاس را تېر کړه
مينه د پلار شه، پۀ اوږو يې کړه سورلۍ اختره!

د کونډو، بورو، ورارو خويندو د ټپي زړګيو
راوړه درمل، کړه مرورې يې سلګۍ اختره!

دا ستا خوښۍ به يې پۀ غېږه کې له زړۀ ولمانځو
که برخمن کړو خدای پۀ ژوند لۀ ازادۍ اختره!

د دې ټپي هېواد پۀ لر او بر وزر خپارۀ کړه
ترېنه جارو کړه د دردونو يې سېلۍ اختره!

راوړه پيکي کې بشارت تۀ زيري، زيري ګلاب
زړۀ يې خوړلی دی هجرت،مسافرۍ اختره!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x