افغانستانسولې اړوند خبرونه

بایډن-غني ته: د افغان مشرانو د یووالي لپاره کار وکړئ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۰ل): د امریکا ولسمشر «جوبایډن» د کابل حکومت له مشر «اشرف غني» سره تلیفوني خبرې کړې دي او پر نوموړي يې ټینګار کړی، چې د جمهوري ارزښتونو د تحفظ او ساتنې په موخه باید د افغان مشرانو د یووالي لپاره کار وکړي.

د سپيني ماڼۍ له لوري ددې تلیفوني خبرو په تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې بایډن له اشرف  غني سره ژمنه وکړه د کانګرس له لوري منظور شوي ۳.۳ میلیارده ډالر به ورکوي، تر څو د حکومت هوایي ځواک د غښتلي کولو، عسکرو ته د د اکمالاتو د کولو او د مرمیو او تیلو په څېر ضروري توکو د رسولو او د عسکرو د معاشونو د ورکولو په برخه کې مصرف شي.

بایډن ددې تر څنګ ویلي، چې هیواد یې د افغانستان روان امنیتي وضعیت څاري او د حکومت له عسکرو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

نوموړي ددې تر څنګ په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره د امریکایي ډيپلوماټانو د هڅو د دوام خبر ورکړی دی.

د بايډن له قوله، امریکا به په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ روان وساتي او ددې تر څنګ به د جګړې له امله د بېځایه شویو سره مرستې وکړي.

د بایډن او غني تلیفوني خبرې داسې مهال دي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ تر پنځه نوي سلنه ډېره بشپړه شوې او د راتلونکې اګست میاشتې تر پای ته رسېدو ښايي د ناټو نظامي حضور په افغانستان کې پای ته ورسېږي.

ورته مهال طالبانو د هیواد په بېلابېلو برخو کې چټک پوځي پرمختګونه کړي او نږدې دوه سوه ولسوالۍ يې تر واک لاندې راوستلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

د افغانستان په اړه بایډن درې معقول انتخابه لري: ۱. د افغانستان څخه بشپړ لاس واخلي او د کابل د ادارې هر ډول ملاتړ ته د پای ټکی کښیږدي او دا دي هیر کړي چي افغانستان د ځمکي پر نقشه باندي سته. ۲. یا دي افغانستان خپله یوه کالوني اعلان کړي او خپل وایسرای ورته راولیږي چي هر څه به د ده په امر کوي. ۳. طالبان دي د افغاستان د سیاسي آیندې په توګه قبول کړي او د هغوئ سره دي په کابل کي د نوي حکومت په جوړولو کي مرسته وکړي. بله هره لار په افغانستان کي د… نور لوستل »

قیامت دی

دا دی طالب ته دولت تسلیم سی، طالب د نزدی پیزنم خو هغه پروفیسوران مو په قطر کی دی په دی ته وطن کنترلوی
جنابه اول طرح لازم ده چی طالب سه په کوی؟ بس ورته تسلیم یی کره او خلاص چی طالب لالا د پاکستان په اشاره ورخخه د مجاهدینو کبار جور کری. دوی دی بیا الله پاک هغسی نه راولی چی ما لیدلی دی. سخته ظالمه طبقه ده د اسلام نوم یی بد کر رحم بردبار انتقاد نه منی

ملا جانان

کله چي یې پخوانیو کافرانو (خلقیانو) او شمالي ټلوالي ته تسلیموی پوښتنه یې ځني وکړل چي څه به کوئ؟ چي غني یې د افغانستان ولس مشر کوئ، پلان یې ځني وغوښت چي څه په کوې؟ چي اوس به د طالبانو څخه دا پوښتنه کیږي. دانصاف او عدالت تعریفونه په قاموس کي وګوره بیا په مباحثو کي ګډون وکړه. ملګریا!

قیامت دی

بایدن ## پوهیزی چی دوی تول خرس سوی دی دا ظالمان په ژوند وناکه سره جور کری هسی بیا بهانه کوی د طالب په نامه به زرهاوو بی ګناه افغانان شهیدان کری. طالبه سرتمبه لوبه پر تا تازه ده هسی صلحه وکره پشتانی دی ختم کرل.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x