
دا ځل به مذاکرات له پخوا څخه ډېر متفاوت وي!
عبدالرحمن سعيد
ولې دومره اوږده موده بین الافغاني مذاکرات بن بست سره مخ شول؟
لس میاشتې پوره شوې چې په قطر کې د طالبانو او مقابل جهت تر منځ د روانې جګړې د پای ته رسولو په موخه بین الافغاني مذاکرات پیل شوي دي، خو د کابل اداره په داخل کې د نه همغږي، خپلمنځي اختلافات او سولې ته د نه لیوالتیا له امله د سولې خبرو کې هیڅ پرمختګ و نه شو.
هر ځل به د بین الافغاني مذاکراتو د غونډې تر څنګ د کابل حکومت جګړه ییز شعارونه ورکول، طالبان به یې ننګول او د زور له لارې به یې د خپلو ارمانونو منلو ته رابلل او خپلو جنګیالیو ته به یې د تعرضي بریدونو احکام ورکول.
نو هماغه و چې طالبانو هم د جګړې ګراف لږ لوړ کړ او د هیواد هر ګوټ کې یې پرمختګونه پیل کړل. طالبان پوهیدل چې د کابل حکومت لا تر اوسه د سولې ارزښت نه پیژني، سوله نه غواړي، پر جګړه اصرار کوي، د سولې خبرو ته غوږ نه نیسي او هسې د خلکو دوکه کولو، وخت تېرولو او د طالبانو مصروف ساتلو لپاره یې قطر ته یو بې صلاحیته پلاوی لیږلی دی.
دا ځل به د سولې خبرې څومره جدي وي؟
دا ځل د سولې خبرې داسې مهال پیلیږي چې د هیواد له شاوخوا څلور سوه ولسوالیو څخه دوه نیم سوه یې د طالبانو په لاس کې دي، لوی لوی ښارونه او د ولایاتو مراکز په بشپړه توګه محاصره دي او د هېواد اکثره لوی بندرونه هم د طالبانو په ولکه کې دي.
اوس د کابل رژیم هغه پخواني حالت کې نه دی چې د جګړې شعارونه ورکړي. ښایي د کابل چارواکي اوس پوهیدلي وي چې په جګړه کې یې حکومت څو میاشتې هم دوام نه شي کولای او که دا ځل یې هم د سولې خبرو کې ناغیړي وکړه، ډېره لویه او درنه بیه به یې پرې کړي. بیا به دوی هیڅکله د سولې دغه ډول فرصت و نه مومي، بیا به تر دې بدتر حالت او کمزوري موقف کې وي. که دغه چانس یې هم ضایع کړ، بیا نو طالبان کولی شي له اختر څخه وروسته په اسانۍ سره د ټولو محاصره ولایتونو مراکز هم سقوط کړي، بیا نو که دغسې حالت کې حکومت د سولې نارې هم وکړي، ښایي په دې صورت کې طالبان د سولې خبرو لپاره یو لړ شرایط هم ورته وړاندې کړي.
خو حالاتو ته په کتو داسې ښکاري چې د کابل اداره د حالاتو حساسیت درک کړی، سولې ته مجبور شوي، اوس فقط دا غواړي چې راتلونکي نظام کې خپله بقا تضمین کړي او په همدې خاطر یې د ډاکتر عبدالله په مشرۍ نسبتاً لوړ پوړی پلاوی قطر ته واستاوه.
همداراز طالبان هم کوښښ کوي چې د سولې خبرې یوې مثبتې نتیجې ته ورسیږي او لویو ښارونو او د ولایاتو مراکزو ته جګړه داخله نه شي. “هغه غوټه چې په لاس
خلاصیږي، غاښ ته حاجت نه لري!”
خو بیا هم که فرضاً مقابل جهت د سولې پر ځای، د جګړې لاره اختیار کړي، نو طالبان کولای شي په اسانۍ سره نورې ولسوالۍ هم ونیسي او پر ولایتي مراکزو د محاصرې کړۍ تنګولو سره پرته له جګړې او تلفاتو لوی ښارونه او ولایتي مراکز هم نیولای شي.
همدا اوس هم د زیاترو ولایتونو تر منځ ارتباطي لارې د طالبانو په کنټرول کې دي، حکومت فقط هوایي لاره کارولای شي، خو که پر الوتکو د تېلو بندولو او د الوتکو ویشتلو او راغورځولو کوشش وکړي، نو هوایي قوه او اکمالات یې هم فلج کیږي.
په اوسني حالت کې اوربند؛ د حکومت ګټه که تاوان؟
پخوا به حکومت تل پر اوربند اصرار کاؤه، هغه مهال چې طالبان پر کلیو او دوی پر ولسوالیو، لویو لارو او پراخو سیمو حاکم وو. په هره سیمه او ولسوالۍ کې یې لویې لویې اډې، پوستې او بیزونه درلودل، نو غوښتل یې چې طالبان یوې پایلې ته تر رسېدو وړاندې اوربند وکړي، طالبان به په غرونو او کلیو کې شپې سبا کوي او دوی به په ډاډه زړه خپله واکمني کوي.
خو څرنګه چې دا غوښتنه سراسر غیر معقوله او یوازې یو خیالي پلاو دی، نو طالبانو هم د دوی دغه غوښتنه ورسره ونه منله.
اوس چې طالبانو ډېر پرمختګ وکړ، شاوخوا دوه نیم سوه ولسوالۍ یې ونیولې، لویې لارې یې په بشپړه توګه تر خپل کنټرول لاندې راوستلې، لوی لوی او مهم بندرونه (شیر خان بندر، آی خانم، تورغونډۍ، اسلام کلا، ابو نصر فراهي، سپین بولدک ــ وېش او شهر نو) یې ونیول او د ګڼ شمیر ولایاتو مراکز یې محاصره کړي دي، نو په دغسې حال کې اوربند او جګړه دواړو کې د طالبانو ګټه او د کابل رژیم تاوان دی.
طالبان چې اوربند مني حتماً به یو څه امتیاز هم حاصلوي، مثلاً د بندیانو خلاصون، همداراز که اوربند وشي نو د کابل اداره به د وخت په تېرېدو ورو ورو ضعیفه کیږي، ځکه چې ټول مهم بندرونه د طالبانو په کنټرول کې دي، حال دا چې بندرونه او ګمرکات د حکومت لپاره یوه لویه عایداتي سرچینه ده.
بل دا چې د وخت په تېرېدو به د هغو ولایتونو مراکز هم سقوط شي چې د طالبانو له خوا محاصره دي، وروستی دا چې اوربند د طالبانو لپاره په یوه زرینه موقع بدلېدلای شي. طالبان به له اوربند څخه په استفاده نیول شویو سیمو کې نفوذ پیدا کړي، هغه تبلیغات به درواغ ثابت کړي چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې د طالبانو خلاف روان دي. طالبان به په بېغمه او ډاډه زړه ولس ته ملکي خدمات وړاندې کړي، ملاتړ به یې نور هم زیات شي، سرتیري به یې دمه شي او د بیا لپاره به خپل نظامي صف لا پیاوړی، غښتلی او چمتو کړي.
همداراز که چېرې اوربند و نه شي او جګړه دوام ومومي، بیا هم حکومت تاواني دی، ځکه چې نور یې مورال بایللي تش په نوم سرتیري، جګړې ته دوام نه شي ورکولای، هره اونۍ په لسګونو ولسوالۍ له لاسه ورکوي، نو که جګړه دوام وکړي، کابل اداره به فقط یو څو میاشتو کې سقوط شي. ان شاء الله
خلاصه دا چې کابل اداره اوس فقط یوه لاره لري او هغه د سولې لاره ده!
نور نه ښایي چې بې ځایه پر جګړې اصرار وکړي. په اخلاص دې سولې ته را وړاندې شي، له جګړو دې لاس واخلي، ودان ښارونه دې نه ورانوي، نور دغه مورال بایللي تنخوا خواره جنګیالي حکومت نه شي ساتلی.
که د کابل چارواکي د سولې له دغه زرین فرصته ګټه واخلي نو هم به یې ځان ژغورلی وي، هم هیواد او هم به یې تر یو څه حده د تېرو ګناهونو جبران وشي، خو که خدای ﷻ مه کړه دغه فرصت یې ضایع کړ، بیا به نه په هېواد کې د ژوند ځای ولري او نه به د راتلونکي نظام برخه شي، بیا به نو خپل ټول آرمانونه خاورو ته وړي او دلته به د سپېڅلیو شهیدانو په آرمانونو جوړ نظام قائمیږي.
ان شآء الله وما ذلک علي الله بعزیز…!
پای…!
عبدالرحمن سعید
سعید صاحب، ستاسی لکینه ډیره ښکلی او په حقایقو ولاړه مګر د عنوان سره یی لږ څه متفاوت نظر لرم او هغه دا چه : طالبان د غلامانو یا مجرمینو سره که د سولی په نوم خبری کولی هغه د مجبوریت له مخی وی، طالبانو فکر کولو چه امریکایان به په اخری زور ونه باسی له ډیرو بدو ورته لږ بد انتخاب هم اجتهاد وو. یعنی طالبانو د خلیلزاد سره ۴ مادی تصویب او لاسلیک کړی وی که یوه یی نه منل کیده ټول تړون نه دی منل شوی، امریکا له تړون وتلی شوه او بړه به یی هم د… نور لوستل »
بس نو ### وژل یی حل دی؟ خبر یی چی هره ورز سو نفره بی ګناه شهید کیزی سو یتیمان او کوندیانی پاته کیزی؟ زان ته داکتر هم وایی؟ په قیامت به سه جواب وایی؟ که د ته دطالب او حکومت په ظلم نه یی خبر دادی زه درته وایم دواره ظلمونه کوی تحقیق وکره طالب ظلمونه و پوشته یوازی یو ارخ یی مه مطالعه کوه . ګوره مجاهد په قیامت به بیا دخیره ددغه خبرو جواب درخخه غوارم.
قیامت صاحب، تاسی هماغه طوطی ( ځدران صاحب ) یاست کله د پشتین او کله د طوطی او اوس دی ځانته قیامت نوم ایښی دا معنی چه طالبانو درباندی قیامت جوړ کړی هماغه د ګیدړی قیصه ده وایی که ما ووژنی (( قیامت دی )) اوس د ګیدړو د ډالرو بهیر دریدلی یا دریږی نو ( قیامت دی ) په هر صورت تاسی لیکلی چه ځانته دکتور هم وایی مګر وژل درته حل ښکاری؟ د خپلواکی ترلاسه کول او اسلامی نظام جوړولو او بیا د سولی او امنیت راوستلو د پاره د یو څه جهادی کړنو هم اړه ده که… نور لوستل »
اوس هم دا کابلزورواکي ښه ولاړدي. که قدرت د لاسه ورکوي، هغه د مظلوم افغان ملت لوټل سوې متاع ورسره پاتیږي. مېله به هلته وي چي دوئ اوس هم خپلو نخرو او نازونو ته ادامه ورکړي او که دا په هوایي بمباریو او ډیسي توپونو باندي ولسي قتل عام شروع وو نو یو څه وخت وروسته به اسلام پاله او ولس پاله افغانان د طالبانو پر عالي رهبري باندي اخلاقي فشار واچوي چي د کابل په اداره کي روان ناورین ته پیک وهونکي چارواکو او د هغوئ لاسپوڅو تور لیسټونه ترتیب کړي څو ټول ولس یې په وړاندي د خپل… نور لوستل »
ګوړه ګوړه یاده وه خوله بدی شرینه وی. د امارت وخت طالب صرف پنجشیریان مات نشو کړای اوس خو منظمه اردو ده. بیا طالب هغه پخوانی عزت اوس نلری پدی هم پوهیږی کنه؟ یو دوه درې میاشتنی کورس دی به دی ویل وی کنه ځان ته ډاکټر وایی. د ## ډاکټر. ټولو کلیو کی دی دری کسه ځوانان نشته، هر کلی دی له ښځو ډک دی د پښتون د نسل تباهی ته دی هیڅ پام نشته د ##. بس د ### یاستی نو تاسو نه څه ګله پکار ده.