افغانستان

له تاجکستان وروسته پاکستان هم د افغانستان پولې ته څېرمه تازه دمه پوځيان ځای پرځای کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وايي، له افغانستان سره په پوله یې د ملیشه ځواکونو او سرحدي پولیسو پرځای د پوځ ټولي ځای پرځای کړي دي.

نوموړي پر ډیورنډ کرښه د طالبانو وروستیو پرمختګونو ته په اشارې ویلي، چې هېواد یې له افغانستان څخه د جګړو له امله د کډوالو او د کډوالو په لباس کې د وسله والو د ورتګ څخه د مخنیوي په خاطر هلته پوځي کنډکونه او ټولي استولي او ملیشه ځواکونه او سرحدي پولیس یې د پاکستان نورو سیمو ته انتقال کړي دي.

هغه ویلي، چې تازه ځای پرځای شوي پاکستاني پوځیان د تیارسئ په حالت کې دي، چې د ګزمې کولو او اړتیا پرمهال جګړې ته هم آماده دي.

شیخ رشید دغه راز له افغان مشرانو غوښتنه کړې چې د جګړې پرځای سیاسي حل لارې ته مخه کړي او روانه شخړه د خبرو له لا رې حل کړي، ځکه دده په خبره پاکستان نه غواړي په افغان شخړه کې ددوی له خاورې څخه د کوم لوري په ګټه فعالیت وشي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال بابر افتخار هم ددې خبر د تایید ترڅنګ رسنیو ته ویلي، چې له دې ګام څخه یې موخه د افغانستان او ایران په خاوره کې د روانو شخړو څخه د پاکستاني خاورې په امن کې ساتل دي.

له بل پلوه یوې پاکستانۍ پوځي سرچینې ډان نیوز ته ویلي، داچې په تیره میاشت کې له زرو زیات افغان عسکر د طالبانو د بریدونو له ویرې تاجکستان ته وتښتېدل، نو پاکستان هم غواړي د خپل هېواد سرحدونه له تاوتریخوالي څخه وساتي.

د پوځي سرچینې په خبره که چیرته د جګړې پرمهال د طالبانو له ویرې افغان عسکر پاکستان ته د اووښتلو هڅه کوي، نو کیدای شي طالبان ددغو تښتېدلو عسکرو د نیولو لپاره پاکستان ته داخل شي، چې پوځ به د پاکستان په خاوره کې د جګړې له پېښېدو څخه مخنیوی کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره میاشت د ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ترڅنګ لسګونه د کابل حکومت عسکر ګاونډي هېواد پاکستان ته هم تښتېدلي وو، چې وروسته بیا افغانستان ته راولیږل شول.

باید وویل شی چې روانه اونۍ روسیې، تاجکستان او ازبکستان د افغانستان شمالي پولو ته څېرمه د امنیتي اندېښنو لرې کولو په خاطر د پراخو پوځي تمریناتو اعلان کړی او په زیات شمېر کې پوځي ټانګونه او درنې وسلې یې د افغانستان پولو ته څېرمه سیمو کې ځای پرځای کړی دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګوم نام

هغه د دی لپاره را لیږلی چی اصلی غلامان یی اوس په باډ‌ر دی بس چی څه وی هغه به ور وړی او ورته تسلیم کوی به یی بس دوی به یی وړی پسی

محمدګل

عجب ده د نړۍ د ټول کفارو څخه علاوه تش په نامه مسلمان هیوادون هم د طالبانو له ځواک او قدرت څخه بیریږی لومړی تاجکستان پر خپلو پولو پوځیان او نور طاقتونه زیات کړل اوس پاکستان، له دی څخه دا څرګندیږی چی دا هیوادونه پدی فکر کی دی چی طالبان د هغه طوفان په څیر مخ پر وړاندی ځی چی هیڅ بشری ځواک یی د کنترولولو توان نلری وای که چیری زموږ په خوا یی مخه شوه کیدای شی په یوه ورځ به دوشنبه او یا لاهور او نور ونیسی. دوی باید اول طالبان عمیقا مطالعه کړی یعنی و یی… نور لوستل »

سيد محمد

#######

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x