نړۍ

د افغانستان اشغال، د ترکي شهنشاه له نظره…!!

موسی فرهاد

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان دوشنبه ۱۹ جولای ۲۰۲۱ د استانبول ښار د اتاترک په نامه هوایي ډګر کې د یوې خبري غونډې پر مهال د افغانستان په اړه خبریالانو ته وویل چې:
(( په افغانستان کې د طالبانو لخوا د سیمو پرلپسې لاندې کول ښه کار نه دی او باید چې طالبان دا اشغال پای ته ورسوي، نوموړي زیاته کړه زما له نظره طالبان چې له خپلو مسلمانانو وروڼو څخه ځمکي لاندي کوي؛ دا د یو مسلمان چلند نه دی، په وینا یې د یو مسلمان مقابله له بل مسلمان سره مناسبه نه ده.))

تش په نوم دا اخواني الفکره مسلمان شهنشاه، رجب طیب اردګان په داسې حال کې افغانانو ته خصوصاً طالبانو ته د مسلمانۍ چلند ور زده کوي او د اشغال د پای ته رسولو توصیه ورته کوي، چې پخپله دا شل کاله د امریکا په مشرۍ د ناټو د کفري اشغالګرې ټلوالې لومړنی او وروستنی ملګری دی.

په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د یرغل پرمهال د ناټو لومړنی مسئولیت د ترکي ځواکونو پرغاړه و، وروسته د برتانیې او بیا د امریکې او نورو پر غاړه شو، که څه هم ترکیې ته د بهرنیو ځواکونو مسؤلیت ورکول یو سمبولیک ګام و، خو ترکیې دا چاره منلې وه، پر مسلمان هیواد یې د کفري اشغالګرو مشري او ملګرتیا پرغاړه واخیسته، دا کار یې نه اشغال او نه یې د نامسلمانۍ چلند باله.

د عثماني امپراتورۍ دغه مسلمان دعوه دار اوس هم تیار نه دی چې له افغانستان څخه خپل یرغلګر ځواکونه وباسي.
دی اوس هم هوډ لري، چې د نورو اشغالګرو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې خپل عسکر وساتي. سره له دې چې د دوحې په تړون کې د لاسلیک پرمهال د مسلمان اردګان استازی هم موجود و او دا عهد یې وکړ چې د نورو بهرنيانو ترڅنګ به خپل ځواکونه هم باسي.

مګر نن دغه مسلمان شهنشاه ته خپل هماغه عهد هیڅ نه ښکاري، وایي زه له امریکا او ناټو سره په خبرو لګیا یم، که چیرې مې هغوی مالي او سیاسي مرسته وکړي؛ زه به د کابل میدان پخپل واک کې وساتم.

د طالبانو له لوري بیا بیا په نرمه او حساسه لهجه اردوګان او د هغه بانډ ته سرخلاصی خبرداری ورکول شوی، په رسمي ملاقاتونو کې دا ورته ویل شوي، چې نه باید د اردګان اداره د ترکیې مسلمان هیواد د افغانستان په معضله کې د ماتې خوړلو اشغالګرو د دسیسو ښکار وګرځوي او افغان ولس نور هم وځوروي.
مګر ترکي شهنشاه پرته له دې چې د امارت موقف ته اعتنا وکړي؛ هرځل په مغرورانه انداز له داسې یو نوي بیان سره را څرګندیږي، چې د افغان مجاهد ولس زړونه ورسره آزاریږي.

ترکي شهنشاه ته دا مسلماني ښکاري، اشغال یې نه ګڼي چې شل کاله د اشغالګر کفري ايتلاف په کتار کې په افغانستان کې له توپ او ټانګ سره موجود دی او لا یې هم وتلو ته زړه نه کیږي.
خو طالبان چې له پردیو اشغالګرو او یا د هغوی له داخلي اردلیانو څخه د خپل پلار او نیکه ټاټوبی تصفیه کول غواړي؛ اردګان ته دا اشغال او د نامسلمانۍ چلند ښکاري.

ترکي شهنشاه چې پخپل هیواد کې پر کردي اقلیت مسلمانو خوب خوراک حرام کړی، په ډله يیزه توګه یې وژني، زندانونه یې ترې ډک کړي، ږغ یې په ستوني کې ورته زندۍ کړی، ځمکې، سیمې او جایدادونه یې ورڅخه غصب کړي، له هر ډول سیاسي او ټولنیز حق څخه یې محروم کړي؛ نوموړي ته هغه کار مسلماني هم ښکاري او اشغال یې هم نه ګڼي.
خو د افغانستان په شمال کې چې طالبانو د ګلمجمي مشر دوستم څو ولسوالۍ ونیولي؛ نیشلست اردګان وایي دا مسلماني نه ده او دا اشغال دی.

اردوګان باید په یاد ولري چې د طالبانو له نرمې پالیسۍ سره داعش ډلې هم داسې مغرورانه او احمقانه چلند کاوه، طالبانو تر هر څه وړاندې د داعش ډله او د هغوی مشران د یوې اوږدې اعلاميې له طریقه په خورا صمیمانه ډول وپوهول، خپلې غاړې یې ورته خلاصې کړلې چې زموږ په هیواد کې له مداخلې ډډه وکړئ، خو هغوی ونه منله، پر خپل خره همداسې سپاره پاتې شول، پایله یې دا شوه چې په افغانستان کې یې داسې ریښې وختلې چې آخر یې د طالب له وېرې د اشغالګرو په بیسونو او د کابل رژیم د ملي امنیت په زیرخانو کې ځانونه پټول.

طالب مشران پوهیږي چې ماتې خوړلي اشغالګر به له افغانانو څخه د انتقام په خاطر هر ډول مکر، فریب او سازشونه بیا هم په کار اچوي، نن چې ناټو د خپلو نړیوالانو سیالانو سره د سیالۍ په نیت د اردګان ترکیه او د افغانستان ځمکه کارول غواړي؛ دا هم یو قسم انتقام دی چې له افغانانو اخیستل کیږي، په همدې خاطر طالبانو اردوګان ته په واضحو ټکو څرګنده کړې چې تاسو د څه مادي ګټو په غرض د افغان او ترکي ولس ترمنځ دښمنۍ مه را پیدا کوئ، که بیا هم دغې احمقانه او مغرورانه تګلارې ته ادامه ورکوئ.

نو بیا باید په دې پوه شئ چې افغانستان همېشه د یرغلګرو امپراتوریو هدیره پاتې شوې د اردوګان ترکیه خو د نورو یرغلګرو په نسبت د یو فلمي ایکټر حیثیت هم نلري.

طالب سرتیري مجاهدین اوس هم له دې هیڅ وېره نه محسوسوي چې ترکي ځواکونه به دلته پاتي شي، هغوی وایي دوی دې هم خپله زور ازمایي وکړي، ترڅو ورته مالومه شي چې افغانان نه د ترکیې مظلوم کردان دي، نه د لیبیا د حفتر ملېشې دي، نه د شام او عراق مظلومان دي، چې اردګان به یې د خپل غرور په توره وهي. افغانان د خپل عزت، ننګ، ناموس او خاورې د ساتنې په چل ښه پوهیږي.

پای ………….!
موسی فرهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
استاد دوکتور عبدالله

بارک الله په قلم مو برکت

ګل احمد

اردوغان د پسه په پوست کي لیوه دی. که دی رښتیا د دوستم سره قومي عاطفه لري نو ایشچي هم د ده قومي دی. هغه بل اوزبک مشر هم د ده قومي وو چي دوستم یې په رڼا ورځ کورته وردننه سو او د هغه د کور پر ښځو یې جنسي تیری وکړ. او که اردوغان رښتیا د ترک تبارو سره خواخوږي لري نو د هغه ترک تبارو مرستي ته دي ورودانګي د روس تر ولکې لاندي د بیهویتي ټولنیز ژوند تیروي. ورسه وروره د هغوئ د سر سایوان سه چي دا یو موش غار ترکیه دي یوڅه پراخه سي.… نور لوستل »

همت خان

موسی فرهاد صيب! الله د اجر درکړي پوره په حقيقتو مالامال مضمون دې ليکلی، بايد څو معتبرو ژبو لکه: عربي، فارسي انگلسي، او اردو ته ترجمه شي او ترکي ژبې ته هم ترجمه شي. او په مختلفو رسنيو کې نشر شي.

الحاج استاذ بیانزی

فرهاد صاحب ، موږ ستاسی په دی ښکلی لیکنی مخکی هم اوږده تبصره لیکلی وه کیدی شی موږ اخره کی کړی نه وی او یا د بل کوم دلیل له مخی نشره نه شوه . په هر صورت ، ستاسی د لیکنی د عمومی نظریاتو سره سل به سلو کی موافق یم مګر غلام اردګان ته د شاهنشاه، او حتی د هیتلر یا ناپلیون نومونه ورکول داسی دی لکه ډم ته چه ډاکتر یا د کوم مشهور عالم نوم څوک ورکړی. هغه غلام دی حپلواک نه دی شاهنشاهی خو لویه خبره ده غلام د شاهدی وړتیا نه لری توپیر یی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx