تاریخي پيښينظــر

۱۲ ګرامه ماغزه (۳۲)- د حقاني په مشرۍ د سولې هڅې

شهرت ننګيال
جګړو كابل د وحشت لمبو کې نغښت، د توطئو او لوټ تالان بازار گرم دی، د عفتونو ليلام لگېدلی، جهاد د واک او اقتدار په خونړي فساد اوښتی.

دغه جگړې څرنگه پیل شوې، چا پیل کړې، د چا له لاسليك، د چا په اشاره…؟ لسگونه پوښتنې، يو ځواب…؟

مولوي جلال الدين حقاني چې د سولې په هلو ځلو بوخت دی، د دغو پوښتنو ځواب کې خبریالانو ته وایي:
د احمد شاه مسعود او حکمتیار ترمینځ جګړو پر هېواد له سره د وير ټغر خپور کړ، د رژیم ځينو اړخونو له وړاندې له تنظيمونو سره د بېلا بېلو تمایلاتو له مخې ارتباطات ټينگ کړي وو، د تڼي کودتا دا لار پرانیسته، ځینو له احمد شاه مسعود سره دا خبره شریکه کړه، چې حکومت د بل چا لاس ته لوېږي، موږ غواړو هغه تاته وسپارو، له ده سره یې ړنده او گوډه معاهده هم وكړه.

پرچمي، کمونستانو، د کارمل طرفدارو یا په بله خبره فارسيوانو مسعود ته داسې ښکاره کړه، چې موږ به قدرت تا ته وسپارو…

د خلق ډلې حکمتیار ته دا خبره ورسوله…
موږ وویل پر ښارونو حملې مه کوئ، له کابله موږ ته هم پیغامونه راتلل، موږ رهبرانو ته وویل: مه سازش کوئ، مه جگړه، د واحدې ادارې او شورا غم وكړئ.

له مسعود سره مې هم تماس ونیو، دی پروان کې و، چې نوی ورته کمونستو افسرانو تسلیم کړی و، ده په خوله له ما سره ومنله، په حکمتیار پسې وگرځېدم، پیدا مې نه کړ، مسعود ته مې وویل، مخابره کې خپله له حکمتیار سره خبرې وکړي، د يوه ساعت مخابروي تماس کې حکمتيار قناعت ونه کړ، پر سبا یې عبدالوكيل پروان ته ولاړ، جنرال رفيع لوگر کې له حکمتيار سره وکتل.

وطنجار څه مکتوبونه پکتيا ته رالېږلي وو، منصور صاحب دا خبره موږ ته وكړه، مکتوبونو کې لیکل شوي وو، کوم لوى پوستونه چې له دوی سره دي، تاسې بې وسلې مجاهدین کابل ته راولېږئ، موږ به وسله ورکړو، خو ما ونه منله، چې دا خپله ګډوډي او جگړو ته مخه ورکوي..

حکمتیار صاحب له مخکې د کابل نیولو تياري لرله، وړاندې تر دې چې د حضرت صاحب په مشرۍ پېښور کې جوړه شوې ناقصه اداره کابل ته داخل شي، جګړه پیل شوه، ډېره بې رحمانه جگړه پر خلکو وتپل شوه.

موږ د پکتیا، پکتیکا، وردگو، لوگر، غزني عالمان، قومي مخور او قوماندانان چې شمېر یې پنځوس تنو ته رسېده را غونډ شو او پر مسعود او حکمتیار مو د اوربند لپاره فشار راووړ، له مور سره د مشرقي، کندهار او شمالي قوماندانان هم ملگري شول، له دواړو خواوو مو اختیار واخيست.

دغسې مو له جهادي او قيادي شوراګانو هم واک واخیست، مجددي صاحب راته ولیکل، د سولې هیئت هره فيصله به من و عن مني، مسعود او حکمتیار خپل شرطونه وړاندې کړل، خو وروسته يې توی وړی واک راکړ، موږ له ۳۰۰ تنو علماوو، مخورو او قوماندانانو ، ۳۶ تنه يوه پلاوي کې راټول کړل، چې د سولې مسودہ تیاره کړي، مسوده مو مسعود ته واستوله، ده قبوله کړه، د حکمتیار موافقه مو هم ترلاسه کړه.

زړه مو و، مطبوعاتي کنفرانس کې دغه مسوده اعلان کړو، دلته د مسعود پیغام را ورسېد، چې مسوده مه اعلانوئ، خو موږ خبریالان راغوښتي وو، له ده مو پوښتنه وكړه، چې ددې خبری منشاء راته وښيي، مسعود وويل، د ملېشې پر ټکي ملگري خوابدي وو، دا مو دده په خوښه د جگړې پر آرځولو واړول، بیا هم دي، دغه مسوده له کابل راډیو او اخبار اعلان نه کړه.

مسعود ته مو هیئت ولېږه، ده ومنله، چې د ملیشو ۸۰ مه فرقه ، ۵۳ مه فرقه او اویایمه لوا به بې وسلې شي، نور پوځي قطعات به پر خپل ځای وي، خو دا دده د خولې توافق و، د زړه نه و، ځکه چې د جنرال حمید گل، اعجاز الحق او يوه عرب پر مینځګړيتوب مسعود او د حکمتیار بګراميو کې کېناستل او زموږ له طرحې او خپلو وعدو يې غاره و غړوله.

ما له دغو درې تنو وغوښتل، چې تاسې د افغانانو په مزاج او عنعناتو نه پوهېږئ، دا کار تاسې نه شئ کولای، زموږ پرېکړه مه بې ارزښته کوئ، د دوی د فيصلې ځینې ليکې زموږ د فیصلې پر ضد وو، دلته ده چې له دې دواړو فيصلو يوه هم تطبيق نه شوه.
موږ بيا له دوی سره ارتباط ونيو، چې د خبرو لپاره خپل استازي را معرفي کړي، حکمتیار دا کار وکړ، مسعود په ځند خپل استازي را وپېژندل، خو دوی عمل نه کاوه، دې کې د حزب وحدت او اتحاد اسلامي ترمينځ جګړه پېښه شوه، ما د دوی ترمینځ د اوربند او سولې هڅې پیل کړې، اور بند خو يو دوې درې ورځې تینګ شو، خو سوله رامینځته نه شوه، چې له پولي تخنیک سره پر ما برید وشو، ما د دواړو غاړو مشران د خبرو لپاره راغوښتي او دوی راسره دا منلې وه، خو يوه غاړه هم په خپله وعده ونه درېده.

اوس چې کوم کمیسیون جوړ شوی، دا يو ناكام كمېسيون دی، چې د خپلو فيصلو د تطبيق له واک بې برخې دی، دا کمیسیون باید وسیع شي، د تنظیم پر ځای ولايتونه پام کې ونیول شي، له هر ولايته دوه ستر قوماندانان، يو قومي مشر، يو عالم چې تعداد يې ۱۲۰ – ۱۳۰ تنو ته رسېږي، يوه شورا جوړه شي، دا يوه باصلاحيته شورا ومنل شي، بیا یو داسې فارمول رامینځته کړی شي، چې له ولسواليو دوه تنه او له علاقه دارۍ يو تن راجمع کړی شي، دغه اشخاص به علماء، مخور أو قوماندانان وي، یا دا چي د کميسيون ۱۲۰ تنه د خپلو ولايتونو د شوراګانو د نفود په حساب نفر کابل بيا د کانال شمالي خور راولېږي، له دې څخه دې ۲۰۰ تنه غوره شي، چې پارلمان ته ورته بڼه به ولري، له دغه کمېسون تر مراقبت لاندې آزاد انتخابات وشي، د دولت رييس دې وټاکل شي، د پارلمان دوره دې د دولت رييس له دورې سره برابر وي.))

ددغې پوښتنې په ځواب کې چې د حل او عقد، لويې جرگې او اهل الرای په اړه تاوده بحثونه کېږي، تاسې څه نظر لرئ؟ مولوي حقاني وویل:
دا ټوله یوه خبره ده، په دې شرط چې د تنظیمونو رعایت په کې نه وي شوی بلکې اهليت پام کې نیول شوی وي، داسې اشخاص په کې راشي، چې مسلمان وي، جهاد کې يې برخه لرلې وي، په ټولو قومونو ولايتونو پورې اړه ولري.

راتلونکی عنوان:
د خبرو او عمل توپير

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x