نظــر

قبضه ماتونکی او آزادي غوښتونکی طالب

اسدالله رزين

د طالبانو خوځښت د حالاتو نه بلکې د یوه سالم او مترقي فکر پیداوار دی او د خپل فکري احتیاط په پولو کې مخ په وړاندې ګامونه اخلي او د خپل صورت، سیرت او منزل د را برسیره کېدو مزل لنډوي او د حسن او طراوت مزه او لنداره یې د انسانیت د لید لوري، لوری ټاکي.

طالب ته د ډاډ هغه کیفیت لاس ورکوي چې فکر یې پرې ودان دی. طالب له یوه موخن شتونه برخه من دی او هغه یې د لارې مشال هم دی، طالب لکه د ځمکې په مخ نور خوځښتونه د ډیرې ګډولو او لږکي د وختي او ظاهري ودانولو اندیښنې او هوډ نه لري.

طالب د خپلو ژمنو او کړنلارو لور ته څپاند سمندر دی او خاشې یې له مخې لرې کوي. طالب خپلو هیلو ته ورګوري او د طالب هیلې نړیوالې او د انسان سعادت او ښیرازي ده، خو له بده مرغه د طالب دغه شریف او انساني تکل ډېری نړیوال او په خاص ډول امریکا او غرب له ‌ذهني فشار او دماغي اختلال سره مخ کړي دي.

په مسلمانو ملتونو مقرر واکوال او ملګري ملتونه چې په حقیقت کې ملګري حکومتونه دي. هم په لنډه موده کې د طالب چټک حرکت، مخ په وړاندې سنجول سوي پرمختګونه، افغانستان شموله او د اغیز څپې یې امت ویښونکي او نړۍ ښورونکي ویني او له اشغال او قبضې د ګران هیواد آزادول د خطر زنګ بولي، خو کله چې امریکا، نړیوال اشرباڼو او په مسلمانو هیوادو ګمارل سوي او په پټه خوله اقرار تالۍ څټو واکوالو په ټوله بې شرمۍ، سپین سترګۍ او لیوه مزاجۍ زموږ په هیواد له زرو کیلو مترو لرې بربري یرغل وکړ او ناروا قبضه یې پرې ولګوله. هیچا او ملګري ملتو هم د خطر د زنګ او بد امنیو د ډیریدو خبره په خوله را نه وړه، ان تر دې چې دغې ښکاره ناروا او تیري ته یې تیری هم و نه ویلای سوای. طالب چې د خپل هیواد د آزادۍ روا هلې ځلې چې د هر انسان حق دی ګړندۍ کړې. ورسره سم د پاکستان د اتومي بټۍ د تحفظ اندیښنې هم را ولاړې سوې.

هندوانو د پاکستان شاه رګ کشمیر یا د پاکستان نه بیلیدونکې ټوټه له وینو، غوښو او هډوکو سره خپلې تورې او ککړې خیټې ته ور واچوله، خو نه د اتومي بټۍ د تحفظ خبره چا په خوله راوړه، نه چا اوښکې پرې توی کړې او نه هم له کومې خولې دا خبره را ووتله چې زموږ له پاکستاني بدنه یې زموږ په ژوند جنت ته ورته برخه کشمیر پرې کړه، نو دغه د اتوم د استعمال اړینه او وړ موقع ده، نو په اتوم چې نه د شاه رګ دفاع کیدای سي او نه خپل شتون ته ګوته څنډنه پرې کولای سي بیا ده د څه لپاره، خوله نړیوال ښکیلاک او بې ننګه مزدوره یې د ګران هیواد د ازادۍ په صورت کې چې ان شاءالله ډیر وخت به و نه غواړي د پاکستاني اتوم او پاکستان د شتون د تحفظ مسئله نوره هم ټینګیدای او آسانه کیدای سي او د خطر د زنګ پوښتنه خو بیخي پیدا کیدای نسي.

طالبان اصیل افغانان او په (۲۱) پیړۍ کې د آزادۍ صادق او امین اتلان دي او د محکومو ملتونو لپاره د آزادۍ بلې ډیوې دي، نو سمه او رښتیا خبره داده چې نور آزادو سویو سیمو ته د قبضې نوم ورنه کړل سي. بادار امریکا او په نس مزدوران یې غني، عبدالله او د ګوتو په شمار نور چاپیړ خواره یې افغانستان د امریکا لپاره غواړي نه ده افغانانو لپاره، د کفر لپاره یې غواړي نه د اسلام لپاره. دوی دواړه یوازې اشغالګر، قابض او د ښکېلاک د چمچې حیثیت لري. له دوی سره د هیڅ ډول مصلحت دلیل او ضروت نسته. دوی به هرو مرو وځي. لکه چې وینو یې.

د آزادۍ دا لوی نعمت د مجاهد ملت د سرشندنو پایله ده. چې موږ یې هم برخه یو. موږ او ولس مو تل په مشوره او مصلحت کې یو ځکه چې یو ځای سره اوسو.

هو! طالبانو نړیوال ځواک او د جنګ بل اصلي لوری امریکا ناستې ته اړ ایستله او د دوی د وتو او اشغال د ختمیدو په باره کې د تاریخ اوږده او بریالۍ ناسته تر سره سوه. امریکایانو فکر کاوه چې دا غیر قانوني جګړه ماران، ویره اچونکي، ګرم او له ناستې، میز او مذاکراتو سره نابلده خلک دي چې ډیر ځله په دغسې حالاتو کې د خپل منځي اختلافونو په لمبو کې سوځیږي او ګټې له لاسه ورکوي، خو طالبان په هیښونکي هوښیارۍ او وقار کې د (۲۱)پیړۍ لوړ تحصیله، ماهرو سیاستوالو او ازمویل سویو مرکچیانو ته چې په ټوله نړۍ او کائناتي نظام یې د واک چلولو دعوه لرله د مذاکراتو میز ته را ووتل. نړیوال لوبغاړي د پیاوړي منطق، ځواکمن استدلال او حقه ټیکاو په وړاندې ماتې او هر څه منلو ته په لاندې ډول غاړه او رسۍ سو.

۱- په ارګ کې بې تاجه کېنول سوي او کلابند بادشاهان یې د مذاکراتو له میزه پرې و شړل.
۲- په امریکا او ناټو یې له ګران هیواده د وتلو نیټه اعلان کړه.
۳- پنځه زره طالب بندیان یې په ډیره سر لوړۍ د دوی له بند خونو را وایستل.
۴- نړیوال بدماشان یې په خپل عزت قانع کړل.
۵- نوې ټکنالوژۍ ته ماتې یې پرې ومنله.
۶- له خپل دریځه په شا نه سو.
۷- د حق په بري ویاړلې پایلې یې د ټولې نړۍ په مخ کې پرې اعلان کړې.

د یادولو وړ ده چې یادې بریاوې د کف او چف او کاغذي سیاست پایلې نه بلکې د مدني دور د حسن تدبیر او عملي سیاست په رڼا کې پایلې وې، چې طالب لوری ترې برخمن و.

طالب له نړیوال سیاست پوهانو سره د سیاست او له نامتو نړیوالو او ماهرو جګړه مارانو سره چې په سینو او وږو یې د نورو مډالو لپاره ځای نه و د مسلحې مبارزې ستونزمن ډګر په دا رنګه ماهرانه او زیرکانه ډول سره د بري په لورې مدیریت کړ چې چا یې تصور هم نه سوای کړلای.

طالب خپل منځي بو والی او ځواک هم په داسې حال کې خوندي وساتلای سوای چې ټوله کفري نړۍ، ډالر، یورو، رسنۍ او په مسلمانو ولسونو ګمارل سوي واکوال یې په پاشلو او شيندلو لګیا وو، نو طالب چې له دې ټولو فشارونو بیا هم ژوندی، کړاو  او طالب را ووت، د ګران هیواد هرې لویشتې او هرې ستونزې ته یې د حل لپاره ځان ور ورساوه. بیخي کولای سي چې په عادي او خپل لاس جوړ کړیو حالاتو کې د یوه خدمتګار نه بادار حکومت په بڼه کې چې د خپل ولس او امت اراده او عقیده تمثیلوي او د خپل مجاهد ولس د بې ساري ملا تړ په منځ کې او د ملت د هغو میړنو زامنو د احساس په پلوشو کې چې پوره شل کاله له خپل ورور سره د ټکر لپاره د ډالرو تر باران لاندې روزل سوي وو، خو خدای لره حمد او ثنا ده نن له هغو ډالري ځالو د تکبیر په نارو راوځي، د جهاد په لیکو کې د خپل مجاهد ورور له خوا سره دریږي. تیر هیریږي، ورور ګلوي، ورور ګلوي پاته کیږي، د عفوې د نظام په وړانګو کې په غیږو کې سره نسي او د محبت اوښکې سره بدلوي. زه چې د معاصر تاریخ دغې بې سارې او هر اړخیزې فتحې ته ور ګورم دغه حقیقت هم ځان پکې را ښکاره کوي چې سیاست او په ډګر کې د مسلحې مبارزې هنر په  شهادتنامو یا ډګریانو کې کتل او په امریکایي او غربي پوهنتونونو کې زده کول یې د وخت وژل او بیخي سم کار نه دی.

د نظریاتي او مادي نظامونو ګډوله چې ترمنځ یې هیڅ ډول مشترکات نشته. د چلیدو او پاته کیدو له وړتیا هم خالي وي. دغه رنګه نظامونه تل د فرصت طلبو، شړل سویو، رټل سویو او زور واکانو غوښتنه وي. د فرصت ترلاسه کولو او ځان مطرح کولو لپاره.
زموږ رټل سوي او زور واکي باداران یې هم د بیا فساد، فحشا، امریکایي توب اشغال او قبضې خوبونه او خام خیالونه چې اوس نه رښتیا کیږي رښتیا کول غواړي.

زموږ ګران مسلمان ولسونه هم باید زموږ د عادل نظام په قیام او استحکام کې پراخه برخه واخلې. د طالب او مجاهد ولس مټي باید ور کیکاږي.

ترکان ملت او حکومت دواړه باید خپل شته هوښیار او ویاړلی تاریخي حیثیت او د امت زار حالت له یاده ونه باسي او د شریک او مکار دښمن په دښمنو ژمنو باید تیر نه وځي. د خدای دین باید د ناټو تر غړیتوب جار نه کړي. لکه اشغالګر او مزدوران یې زموږ آزادۍ ته اشغال و نه وایي. ځکه دلته د هغه اسلامي نظام غوښتنه چې ستاسې او ټول امت غوښتنه ده ان شا‌‌‌ء الله د مجاهدینو د واک خپلولو په درشل کې ده. فلسطین زموږ هم فلسطین دي او د آزادۍ په لاره کې یې د سر او مال قربانۍ ته چمتو یو، خو پام چې د خدای دین یوازې تر فلسطین پورې منحصر نه دی.
زموږ د هیواد روان ویاړلی حالت د سرمایه داري نظام په وړاندې د جهادي لاس ته را وړنو بیله پاکټه نابلد او برملا حقیقت دی.

امریکا د (۲۰۰۱)م کال د دسمبر په میاشت کې د یاد ویاړلي نظام د مخنیوي ډیرې هڅې وکړې. ان تردې چې زموږ د اسلامي نظام د خټو ټول دیوالونه یې په ډیره بې رحمۍ را ونړول، خو خدای لره ډیره ثنا ده چې فکري دیوالونه چې د نړیدو زور نه پرې رسیږي. هغسې دیوالونه او بنسټونه پاته سوو. چې دغه ده اوس، اوس د ښکیلاک د مقرر مادي نظام وراسته دیوال ته وروستنی کاري درب ورکوي.

طالب د پانګه وال نظام ستنې ور ولړزولې او د کمزورو قومونو د محکومیت پالیسۍ ته یې په نړیواله کچه ماتې ورکړه او دا یې جوته کړه چې دغې لویې فتحې هم افغانانو ته کتل. تر څو د ارسطویي جمهوریت نارواوې چې تر پلالي لاندې یې اوبه تیرولې لوڅې کړي. د نفس او شیطان د واک غوښتنو راز یې ور افشاء کړ. د اعلی حاکمیت حق چې د الله(ج) حق ده د هغه د لیږد دسیسه یې انسان ته چې د الله درجه یې ورکوله ور شنډه او ډاګیزه کړه. چې ان شاءالله نور به اعلی حاکمیت د قرآن او سنتو تابع وي او انسان به د بنده انسان په توګه ور سره وړ ژوند مرګ ته په کتو کې مخ په وړاندې بیایي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x