شعـــــرونه

ژوند به لۀ خوندونو نه بېزار نۀ شي/ سعادت

حامد سعادت

ژوند به لۀ خوندونو نه بېزار نۀ شي
غم به خدایه لږ را اختصار نۀ شي

بخت به مې ذره هم را بیدار نۀ شي
تللي انسانان به بیا تکرار نۀ شي

وابه نخلې خوند لۀ محبت ځنې
زړۀ چې دې د سترګو تابعدار نۀ شي

وي به دې ښایست ډک لۀ عیبونو نه
پاک لۀ ائینې نه چې غبار نۀ شي

طمعه لۀ خدای پرته بل ته مۀ کوه
یو لاس به د بل لاس هم پکار نۀ شي

سترې تمناوې او خبرې خو
تنګو وجودونو کې ایسار نۀ شي

یار چې مسخر شي کوم مئین لره
بیا به د زړګي په رنځ بېمار نۀ شي

وینو باندې غسل کوي څۀ وایې!
دا صوفي به هیڅ هم ګناهګار نۀ شي؟!

سوال کوو چې واړه مخلوقات دې ستا
خدایه لۀ حامده هېڅ ازار نۀ شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x