ټولنیزه برخه

د باچا په اصلاح کې د وزير رول

نور الحق مظهري
عَنْ عَایشَةَ قَالَتْ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- إِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِالأَمِيرِ خَيْرًا جَعَلَ لَهُ وَزِيرَ صِدْقٍ إِنْ نَسِىَ ذَكَّرَهُ وَإِنْ ذَكَرَ أَعَانَهُ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهِ غَيْرَ ذَلِكَ جَعَلَ لَهُ وَزِيرَ سُوءٍ إِنْ نَسِىَ لَمْ يُذَكِّرْهُ وَإِنْ ذَكَرَ لَمْ يُعِنْهُ. [سنن ابي داود2934]

ژباړه: له حضرت عایشې رضي الله تعالی عنها څخه روايت دی، چې رسول اکرم صلی الله عليه وسلم وفرمايل: کله چې الله پاک د يو امير لپاره خير غواړي، د هغه لپاره يو صادق وزير په نصيب کړي، که د هغه يو شی هير سي نو دی يې ور په يادوي او که يې په ياد وي نو يې مرسته کوي او چې کله الله ورته د خير څخه ماسوا د بل شي اراده وکړي، نو د هغه لپاره بد وزير په برخه کړي، که چيرې د هغه يو شی هير سي دی يې نه ور په يادوي او که يې ياد وي نو مرسته يې نکوي.

توضيح: ددې حديث څخه له ورايه داسې ښکاري چې د امير او مشر په اصلاح او د هغه د کار په سمون کې مشاور او وزیر ډېر رول لري، نو بايد هر هغه څوک چې يو مشرتوب ته رسيږي د ځان لپاره مصلح او ښکلی مشاور غوره کړي نه يو فاسق، ديموکرات او سیکولر انسان.

خو له بده مرغه چي اوس زموږ د زمانې پاچاهان او ولس مشران خپله سم خلګ ندي مرستيالان او مشاروين خو يې لا هلته پسې پرېږده.

مولوي نورالحق مظهري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x