شعـــــرونه

ښکلا پسې خبرې!/ حيدري

محمد اغا حيدري

دلته کیږي په ښکلا پسې خبرې
تورو شپو کې په رڼا پسې خبرې

په دې وخت کې تهمتونو نه ځان ساته
ځکه کیږي په هر چا پسې خبرې

ګیله مکړه له پردیو اولادونو
بچو وکړې خپل ابا پسې خبرې

هغه ځای کې باید هغه نظام ړنګ شي
چاچې وکړلې باچا پسې خبرې

ورپسې د مقتدي اقتدا نشي
بس چې وشولې ملا پسې خبرې

چې یې مینه نورو خلکو ته کیسه وه
هغې وکړې خپل اشنا پسې خبرې

دا به شمار شي په غیبت کې درته وایم
نورې مکوه په ما پسې خبرې

دلته دا دوه مخيتوب حیدرې! ګوره
خلکو وکړې ما او تا پسې خبرې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x