افغانستان

طالبان: د ټولوژنې د ادعا څېړلو لپاره دې خبريالان او د بشري حقونو څېړونکي سپين بولدک ته لاړ شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت چارواکو له تېرو څو ورځو راهيسې ادعاوې پيل کړي، چې طالبانو د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې سلګونه کسان له خپلو کورونو ويستلي او وژلي يې دي، خو طالبانو دغه ادعاوې بې بنسټه بللي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼه کې ويلي، چې د دوی جنګياليو په سپين بولدک ولسوالۍ کې ټولو تسليم شوو پوليسو، عسکرو او اربکيانو ته بښنه کړې، ښه چلند يې ورسره کړی او هېچا ته يې زيان نه دی اړولی.

طالب وياند د حکومتي چارواکو او ځينو رسنيو هغه ګنګوسې رد کړي او بې بنسټه يې بللي دي، چې ګواکې طالب جنګياليو په سپين بولدک کې سلګونه کسان له نيول کېدو وروسته وژلي دي.

طالبانو د بشري حقونو فعالانو او د رسنيو استازو ته بلنه ورکړې، چې د حقیقت موندلو لپاره سپين بولدک ته سفر وکړي او دوی به ورته هر ډول اسانتياوې برابرې کړي.

تر دې وړاندې د بلال کريمي په نوم د ټولنيزو شبکو يوه فعال هم په سپين بولدک ولسوالۍ کې له ګڼو خلکو سره د يادې ادعا په اړه ويډيويي مرکې کړي او په خپل ټويټر اکاونټ يې خپره کړې ده، خو هېچا د سلګونو کسانو د نادرکه کېدو او د وژنې د ادعا پخلی نه دی کړی.

تېره ورځ نن ټکی اسيا هم د دغو ادعاوو په اړه د سيمې له ګڼو اوسېدونکو سره خبرې کړې وې، خو هېچا د حکومتي چارواکو او ځينو رسنيو د يادې ادعا پخلی نه و کړی.

د سپي بولدک اوسېدونکو نن ټکی اسيا ته ويلي، چې په سيمه کې هېڅ توکميز چلند نه دی شوی، نه هم د قوم په نوم څوک وژل شوي، د سپين بولدک په طالبانو کې د نورو قومونو سربېره نورزي او اڅکزي په ګډه کار کوي او هېڅ ډول ستونزه نه ده تر سترګو شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګوم نام

ټوله دنیا دروغ وایی ## سم وایی؟
ناشونی ده ستاسو بل هیڅ کار نشته بدون د وژنی نه درنه نوره توقوع کیږی

عبدالرقیب

دا ته چي یې ټوله دنیا بولې، هغه بې موجبه د نړۍ اووم فاسد دولت ملاتړ کوي، په دې اساس یې خپل د صدق اعتبار خوړلی دی

محمد نعیم

لوچک سړی په جنګ کي نرخ معلوموي. د کابل واکمن رژیم کوم الهي مرجع نه وه چي د بقاء لپاره یې باید افغانان وژل سوي وای. په ټوله نړۍ کي هغه شخص سیاسي بندي یا شهید بلل کیږي چي د خپلو نظریاتو په خاطر یا د کومي واکمني مرجع د مشروعیت د ننګولو په جرم بندي یا وژل کیږي. دا چي د کابل رژیم واکمنانو او د دوئ لاس پوڅو لویالیسټانو (چي د پخواني کمونیزم درې نیم ملیونه افغان شهیدانو د قاتلینو باقیات یا وارثین دي) دا ۲۰ کاله مومن مسلمان افغانان د خپلو کافرو بادارانود خوشحالولو لپاره په شهادت… نور لوستل »

قیامت دی

طالبه !! سر خلاص که پاکستان اوس د نورزو او اسګزیو او نورو قومونو تر منز دوشمنی پیداکوی
طالبه ##! اوس به پاکستان په زرهاوو جاسوسان ستا په بغل کی په افغانستان کی وجنګوی هر مرداری به پرتا تاوان وی. طالبانو ## سر خلاص کری!!!!!
خپل د صفو خخه تور پنجاب وباسی. هر نفر جلا چلا وپوشتی چی د کوم زای دی ثبوت ورخخه واخلی. په پشتو یی مه خطاوزی د کرنیل امام هم پشتو زده وه خو سه انسانان افغانان یی قتل کرل.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x