
هوواوې له اوږد ځنډ وروسته د نوي ځیرک موبایل وړاندې کولو نېټه اعلان کړه
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۰ل): د هوواوې مشهور چینایي شرکت د پي ۴۰ ځیرک موبایل لړۍ له یو کال زیاته موده تېره شوې، خو اوس بالاخره شرکت د نوي فلیګ شیپ موبایل د وړاندې کولو نېټه اعلان کړه.
هوواوې شرکت د ټولنیزو رسنیو له لارې اعلان وکړ چې خپل نوی فلیګ شیپ ځیرک موبایل (هوواوې پي ۵۰) لړۍ به د جولایي په ۲۹مه نېټه د یوې غونډې له لارې معرفي کړي.
د هوواوې سوداګریز مشر رچرډ یو ویلي، د هوواوې موبایل دا لړۍ به په ځیرک موبایلونو کې د یوې نوې ټکنالوژۍ پېل وي.
د پي ۵۰ سیریز به په چین کې د یوې سترې غونډې په ترڅ کې نندارې ته وړاندې شي او ورو ورو به د نړۍ په نورو برخو کې معرفي شي.
که څه هم شرکت نه ده په ډاګه کړې په دې سیریز کې به د هوواوې څو نوي موبایلونه وړاندې شي، خو د بېلا بېلو افشا شویو معلوماتو له مخې به دا لړۍ د پي ۵۰ P50، پي ۵۰ پرو P50 pro، او پي ۵۰ پرو پلس P50 pro plus موبایلونه ولري.
د افشا شوي معلوماتو له مخې پي ۵۰ موبایل به د 4G نسخې سره وړاندې شي کوم کې چې د کیرین ۹۰۰۰ پراسیسر ځای پر ځای کیږي، چې په دې توګه به د نرخ په ټيټ ساتلو کې مرسته وکړي.
خو پاتې دوه موبایلونه به ممکن د پنځم نسل 5G نسخې سره وړاندې شي. د ځینې راپورونو په اساس په دې سیریز کې به د کامرې پراخې زاویې لپاره ځانګړی سانسر ځای پر ځای شي چې له دې وړاندې نه دی لیدل شوی.
د یاو موبایلونو له برخې به پي ۵۰ د یو څه منحرف OLED ډیسپلی ولري، په داسې حال کې چې په پي ۵۰ پرو او پي ۵۰ پرو پلس کې به د آبشار د خم څنډې ورکړل شي.
د یادونې وړ ده چې هوواوې د جون میاشتې په سر کې د پي ۵۰ لړۍ ځیرک موبایلونو لومړی نظر خپور کړی و، چې په کې د ۴ کامرو لینزونه د دوه فلشونو سره شتون لري.
شرکت ادعا کوي چې نوی ځیرک موبایل به عکاسي یوه نوي پړاو ته ورسوي چې نور ټول ځیرک موبایلونه به شاته پریږدي.
له دې وړاندې د هوواوې په پي ۴۰ سیریز کې هم کامرې ته ځانګړې پیاوړتیا ورکړل شوې وه چې ددغه موبایل کامره د هغه وخت تر ټولو غوره ثابته شوې وه.
بل لوري ته هوواوې د امریکا له لوري له سختو بندیزونو سره مخ شوې، چې په یو شمېر هېوادونو ددې شرکت تولیداتو ته د پلور اجازه نه ورکول کیږي، خو لا هم یو شمېر هېوادونه د 5G شبکې پروژې او اړونده زیربناو لپاره د تایید شوي انتخاب په توګه د هوواوې سره کار کوي.