افغانستان

امریکا هڅه کوي هند د کابل حکومت ملاتړ ته وهڅوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۰ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «انتوني بلینکن» د هند او کویټ د سفر نیت لري او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د لړۍ په دوام هڅه کوي هند د کابل حکومت ملاتړ ته وهڅوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، بلینکن به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ په نوي ډهلي کې د هند له لومړي وزیر «نریندرا مودي» سره وویني او تر هغه وروسته به کويټ ته ولاړ شي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه ډيپلوماټ «ډېن ټامفسن» ویلي، بلینکن به له مودي وغواړي چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو پروسې له پای ته رسېدو وروسته د افغانستان د ثبات په برخه کې مرسته وکړي.

ده ویلي « په افغانستان کې د ثبات او امنیت تامین د ټولو هیوادونو ګډه دنده ده، نو ځکه امریکا غواړي په همدې تړاو له هند سره وغږېږي او دا بحث کړي، چې څه ډول کولای شو د سیمې د ثبات لپاره ګډ کار وکړو.»

ورته مهال بلینکن له یوې امریکايي رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې وېره لري طالبان به د زور له لارې افغانستان ونیسي.

دده په خبره، امریکا د طالبانو د وروستیو فعالیتونو له امله اندېښنه لري، خو که هغوی د زور له لارې افغانستان ونیسي، نو هیواد به یې په نړۍ کې منزوی شي.

امریکا داسې مهال د هند د ملاتړ را خپلولو لپاره کار کوي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د راتلونکې اګست میاشتې تر پای ته رسېدو ښایي بشپړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

د عبدالباري جهاني صاحب موږک شعر راپه یاد سو. په شعر کي یو خر چي د زمري په پوست ننوتلی وي او پر ځنګله باندي حکومت کوي. یوه ورځ موږک راوغواړي او ورته ووایي چي په ټول ځنګله کي ته بېکاره ناست یې ورسه د غرونو څخه وني د بېخه وکاږه او راته رایې وړه. موږک ورته حیران سو چي درختي خو پیلان چپه کولای سي. بارونه خو اوښان، قچري، خره او نور حیوانان وړای سي. زه بېچاره موږک به څنګه دا کار وکړم. خره د زمري سر د خپل سره لیري کړ چي زه خر یم او د زمري… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x