
ترکیه کې د جاسوسۍ په تور لسګونه پولیس افسران نيول شوي
نن ټکی اسیا(چهارشنبه، زمری ۱، ۱۳۹۳ل): د ترکيې حکومت د هېواد بېلا بېلو سيمو کې د پوليسو لسګونه افسران د جاسوسۍ په تور نيولي دي.
چارواکي وايي، چې نيول شوي پوليس افسران د اداري فساد تر څنګ د حکومتي چارواکو پر ضد په جاسوسۍ کې لاس لري.
پر دغو کسانو تور دی، چې د حکومتي مهمو چارواکو پر ضد د جاسوسي کړيو لپاره کار کوي او لوړپوړو دولتي چارواکو تيليفوني اړيکې ثبتوي.
ترکي رسنۍ وايي، چې تورن افسران د ترکيې په ۲۲ ښارونو کې د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي.
ويل کيږي، چې ډېری نيول شوي کسان د امريکا ميشتي د ترکيې حکومت د سياسي مخالف فتح الله ګولن پلويان دي، چې د حکومتي لوړپوړو چارواکو پر ضد دسيسو کې يې لاس درلود.
د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوګان نن چهار شنبه د ترکيې په پارلمان کې خبريالانو ته وويل، چې دوی له پخوا راهیسې دغه ټول نیول شوي پوليس افسران څارل او دا ورته جوته شوې وه،چې دوی د حکومت پر ضد دسيسو کې لاس لري.
اردوګان د يو سوال په ځواب کې و ويل، چې د دې عملياتو لړۍ به نوره هم پراخه شي او په دې تړاو به ګڼ نور هغه پوليس افسران هم ونيول شي، چې د خپل حکومت پر ضد په دسيسو او خیانت کې لاس لري.
اردوګان و ويل، چې د فتح الله ګولن په مشرۍ يو شمېر خلک د حکومتي چارواکو په نوم جعلي غږونه ثبتوي، تر څو دا ثابته کړي، چې لوړپوړي حکومتي چارواکي په اداري فساد ککړ دي.